عبید نورزي په ۲۰۲۳ م کال د امریکا متحدو ایالتونو ته پناه یووړه چې د ځان او د خپلې کورنۍ د غړیو ژوند خوندي کړي.
د امریکايي رسنۍ (https://www.syracuse.com/) د راپور له مخې، نوموړی څلور میاشتې پخوا له خپلې ماندینې سره د امریکا په کلې (Clay) کې مېشت شو، هلته یې کور واخیست.
د کورنۍ د ملګرو او د ګو فنډ مي (GoFundMe) د انلاین بسپنې پاڼې د معلوماتو له مخې، ۳۳ کلن عبید نورزی او د هغه درې کلنه لور ګبین د شنبې په شپه د نیویارک ایالت د کلې (Clay) ښار د بېبیري (Bayberry) سیمې په نایټینګل پات کې، په خپل نوي کور کې د اورلګېدو له امله وژل شوي دي.
د مویرز کارنرز د اور وژنې ادارې مشر مایکل براون ویلي، چې اور وژونکي د شپې شاوخوا ۲:۴۰ بجې د پېښې ځای ته ورسېدل او کور یې بشپړ په لمبو کې ولید. د نوموړي په وینا، اور په شاوخوا لسو دقیقو کې تر کنټرول لاندې راوستل شو، خو پلار او کوچنۍ لور د کور دننه مړه وموندل شول. د اورلګېدنې لامل لا تر اوسه تر څېړنې لاندې دی.
عبید نورزي، چې اصلاً د افغانستان و، له امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه او وروسته یې خپله کورنۍ د ښه او خوندي ژوند لپاره متحدو ایالتونو ته راوستلې وه. د هغه نژدې ملګري عمر هزاربوز ویلي، چې د نورزي کورنۍ، لکه د ډېرو نورو همکارانو کورنۍ، په افغانستان کې له جدي خطرونو سره مخامخ وه.
مرکزي نیویارک ته تر کډه کېدو وروسته، عبید نورزی او د هغه مېرمن صداقت دواړه د لیورپول ښار د بسته بندۍ په نړیوال شرکت امکور (Amcor) کې د تخنیکرانو په توګه بشپړ وخت کار کاوه. د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره به دوی له یو بله جلا ۱۲ ساعته کاري شفټونه ترسره کول؛ عبید به د ورځې او اغې صداقت به د شپې کار کاوه.
د اورلګېدنې پر شپه صداقت په دنده بوخته وه. هزاربوز وایي، هغې د شپې له خوا څو ځله عبید ته زنګ وواهه، خو ځواب یې تر لاسه نه کړ. سهار وختي، د پولیسو دوه مرستیالان د هغې د کار ځای ته ورغلل او خبر یې ورکړ چې مېړه او یوازینۍ لور یې له لاسه ورکړي دي.
عمر هزاربوز عبید نورزی یو بااخلاقه، مهربان او خپلې کورنۍ ته ژمن انسان وباله. هغه په فېسبوک کې لیکلي:
«عبید یوازې زما ملګری نه و، بلکې د زما د ورور په شان و. زما تر ټولو نژدې او غوره ملګری. د هغه له لاسه ورکول داسې درد دی چې په ټکو کې نه ځایېږي.»
نوموړي زیاته کړه چې نورزی د مسوولیت ژور احساس درلود او تل به یې د خپلې کورنۍ او ټولنې اړتیاوې خپل لومړیتوب بللې. هغه د خپلو عزیزانو د خوندیتوب ساتونکی و او ټول ژوند یې د همدې موخې لپاره وقف کړی و.
عبید نورزی سیراکیوز ښار ته له راغلو افغانانو سره، په ځانګړي ډول نوو کورنیو سره، د مرستې لپاره پېژندل کېده. هزاربوز وویل، دوی به هره اوونۍ د ملګرو په توګه سره راټولېدل، او عبید به تل په ارامۍ او نرمۍ ګډون کاوه.
د هغه درې کلنه لور ګبین د کورنۍ د ملګرو له خوا یوه خوږه، روښانه او خوشاله ماشومه یاده شوې ده. د «ګبین» نوم په پښتو کې د شاتو معنا لري، او ملګري وایي چې دا نوم د هغې د خوږ او معصوم شخصیت بشپړ انځور و.
هزاربوز لیکلي:
«هغه پاکه او معصومه وه. د پلار او لور دا ناڅاپي بېلتون زموږ زړونه مات کړل.»
د اونونډاګا ولسوالۍ د پولیسو دفتر او د اورلګېدنې د څېړنې څانګه د پېښې د لامل موندلو لپاره پلټنې کوي. پولیسو ویلي، تر هغو به د قربانیانو رسمي پېژندنه نه کوي څو هر څه بشپړ تایید نه شي، چې ښايي څو ورځې وخت ونیسي.
عمر هزاربوز د جنازې، فاتحې، یادغونډې، لنډمهاله استوګنې او د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګو فنډ مي بسپنیز کمپاین پیل کړی دی. د یکشنبې تر ورځې پورې، تر ۲۶ زره ډالرو زیاتې مرستې راټولې شوې دي.
هغه ویلي چې د عبید مېرمن دا مهال د دوی له کورنۍ سره اوسیږي، ځکه چې د اوسېدو بل ځای نه لري.
«هغې په اور کې هر څه له لاسه ورکړي، حتا کالي او لومړنۍ اړتیاوې. زموږ افغان ټولنه تر خپله وسه مرسته کوي، خو مالي بار لا هم ډېر دروند دی.»
هزاربوز وویل، عبید نورزی یو زیارکښ، وفادار او د احترام وړ انسان و چې تل به د اړتیا پر وخت حاضر و. هغه وویل، یوه خاطره چې هېڅکله به یې هېره نه کړي، د اورلګېدنې له شپې څو ساعته وړاندې وه، کله چې ګبین ورته د شپې شاوخوا ۹:۳۰ بجې د چاکلیټ یوه کوچنۍ ټوټه ډالۍ کړه.
هغه وویل:
«دا ساده مهرباني به تل له ما سره پاتې وي.»
یادونه: د جنازې او پاتې شوې کورنۍ د ملاتړ لپاره د ګو فنډ مي بسپنیز کمپاین فعال دی.