Homeخبرونهعمران خان د محکمې د حکم په غبرګون کې له خپلو پلویانو...

عمران خان د محکمې د حکم په غبرګون کې له خپلو پلویانو غوښتي چې لاریونونه وکړي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) ‏د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د محکمې د حکم په غبرګون کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې لاریونونو ته راووځي.

عمران خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ده او مېرمنې ته یې د ۱۷کاله بند سزا اورول یوه رواني ځورونه ده.

هغه په زغرده ویلي، چې پاکستان کې د قانون پر ځای د عاصم منیر اداره حاکمه ده.

د یادونې وړ ده، چې عمران او مېرمن ته یې د پاکستان یوې محکمې د ۱۷کاله بند سزا ورکړې ده.

څه موده وړاندې پر خواله رسنیو د عمران خان د وژل کېدو خبر خپور شو چې، سخت غبرګونونه یې درلودل، خو وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې، عمران ته یې غوره فرصتونه برابر کړي او روغ دی.

خو اوس تازه عمران خان نیوکه کړې، چې خپلو حقونو او امکاناتو ته هیڅ ډول لاسرسی نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...