Homeخبرونهکډوالو وزارت: پرون یکشنبه نېږدې ۴ زره افغان کډوال راستانه شوي

کډوالو وزارت: پرون یکشنبه نېږدې ۴ زره افغان کډوال راستانه شوي

‏تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ)  د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې پرون یکشنبه د لیندۍ ۳۰مه له ایران او پاکستان څخه ۷۱۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۲۶تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه شمېر کډوالې کورنۍ داسې مهال هېواد ته راستنې شوې، چې سوړ ژمي بلخ کې کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

خو په ورته مهال د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې مسودې د چارو بشپړولو په موخه د کاري ګروپ ګډې ناسته کړې، څو د کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.

ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزیر ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو را وروسته ۶.۸میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي.

یوازې په تېر یوه کال کې تر ۳ میلیونه افغان کډوال راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...