د افغانستان د وضعیت په راتلونکي پوهېدا او دې ته په پام چې دا څومره څو اړخیزه، پېچلي او له ورایه اداره کېدونکي مسله ده، د دې اړتیا راپورته کوي چې د سیمه ییزو او نړیوالو چارو له کارپوهانو سره دې مرکې وشي تر دې چې د تېرو افغاني نظامونو له چارواکو سره دې د څوک ګرم دی او نه دی په اړوند مرکې وشي. په دې اړوند روسی سافرومات، آذربایجانی فیکرېت شابانوف، روسی اندرېی فورسوف، امریکایی جان مېرشېمییر، آسترالیایی امریکایی جیورج فریدمن، امریکایی کامران بُخاري، چینايي پروفیسر جیانګ شویچینګ Xueqin Jiang¸ اسراییلی سیمون څیپېس، روسی سیرګېی کاراګانوف، روسی اندرېی پیتروویچ دیویاتوف، روسی لیونید یفاشوف، روسۍ کارینه ګیفورګیان، پاکستانی سعید مزمل شاه، افغان اصغر خېل منګل، چینایی روني چان او سوریایی ژورنالیست کیفورک الماسیان او یو دوه هندي چارپوهان درپېژندلی شم. دوی زمونږ د سیمې په چارو پوه او په هکله یې ژوره مطالعه لري. دا د دې لپاره دریادوم چې نړیوالي لوبې په تېره بیا هغه چې له اوکرایین او قفقازه رانیولي بیا تر منځني ختیځ او مرکزي آسیا پورې روانې دي، ټولې سره تړلي او د زبرځواکونو تر منځ د یوې روانې سیالۍ خو همزمانه تفاهم په شتون کې رواني دي. سمه ده چې مونږ ته به دا دوه متضاد مفهومونه ښکاري خو عملي ژوند له هغه منل شویو نورمونو نه بهر داسې څه دي چې منل یې آسانه نه دي خو بېخي واقعي دي.
د ترکیې تر چتر لاندې د انګرېزي ژبو ځواکونو روانه لوبه، په اوکرایین کې د روسیې د ښکېلولو او کمزوري کولو په مټ په آذربایجان، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان، قفقاز، پاکستان او افغانستان کې د ترکیې نفوذ ته شرایط برابرول، له چین، روسي، ایران او عربي هېوادونو سره د ترکیې په اړیکو کې راغلي بدلونونه، د عربي هېوادونو منځ کې د انګرېز زېږدو قطر او متحده عربي اماراتو د دریځ غښتلي کېدل، په اوسني افغانستان او په افغاني سیاسي نخبه ګانو کې د پآکستان، ایران، چین، انګلستان، فرانسې، ترکیې، قطر، عربستان، متحده عربي اعماراتو، هندوستان، ازبکستان او قزاقستان نفوذ او له هغوی سره د افغاني دولت اړیکي، د بلوچستان راپورته کول او په پټو سترګو دا منل چې بلوچستان به د افغانستان ګټو ته ژمن متحد پآته شي، د پاکستان ماتېدل او په پایله کې یې په افغانستان او بلوچستان کې د هند د نفوذ قوي کېدنه او د پنجابي پنډیټانو په مټ د پښتنو د غیر مستقیمې غلامۍ خطرې، د افغاني او تاجکستاني بدخشانونو په تن کې د انګرېزي آغاخان تر چتر لاندې د اسماعیلیه وو د بدخشان هېواد د رامنځ ته کولو هڅي، د واخان مسله او پر سر یې د انګریزي او روسي سترواکیو شوي تړونونه او هلته نوي راروان بدلونونه، ترانسپورتي دهلېزونو ته لار موندل او په اړوند یې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره همکاري او هلته بیا د ازبکستان او قزاقستان متفاوت ستراتیژیک انتخابونه، په همدې اړوند له آذربایجان، ترکیې، ایران او روسیې سره همغږي او د پآکستان د شتون او له هغې سره د همکارۍ یا دښمنۍ ننګونې، لکه مخکې چې یاده شوه د اوکرایین په تمبلۍ کې د روسیې ښکېلول او په مرکزي آسیا کې د هغې د دریځ کمزوري کېدل او د افغاني سیاسیونو دا وړتیا چې څنګه کولای شي د تعادل برابرولو په مټ د روسیې دا کمزوري د ځان په ګټه وکاروي، ترکیه د لوی توران او عثماني سترواکۍ وارث چې د پخوا په پرتله یې اوس انګریزي ژبي ښکېلاګرو سره ځان راپورته کولو ته لاس ورکړی او د امریکې د متحده ایالاتو او انګلستان په مټ زمونږ په سیمه کې هم نفوذ پیدا کوي، دا چې د ترکانو تر وزر لاندې هېوادونو کې یوازې مونږ، پاکستان او تاجکستان ترک توکمه نه یو او آیا دا زمونږ او دې دوو هېوادونو او قطر، عربي متحده ایالتونو او عربستان تر منځ په همدې اړوند د یو نوی شریک متحد ځواک رامنځ ته کولو ته لار هوارولای شي او کنه، هغه ګڼې پوښتنې دي چې زمونږ تر خپلو سیاسي پنډیتانو د پورته سیاسي پوهې د خاوندانو د نظر مالولو محتاجه دي.
په لوی انځور کې بیا بلک روک، لندن سیټي، واتیکان او نور اقتصادي ښاماران څوک دي او د کنترول شویو جګړو تر شا څوک څوک ولاړ دي، زمونږ او د پاتې نړۍ بانکونه او اقتصادي مزي د چا په لاس کې دي، د نړۍ زورور ځواکونه سمندري او د تکنالوژۍ له اړخه پیاوړي هېوادونه دي، له دوی سره زمونږ چلند او د غلامۍ بڼه څنګه ده او مونږ څنګه کولای شو چې د دوی په مټ سمندرونو ته لار ومومو؟ د بېلګې په ډول مونږ څنګه کولای شو چې د زبرځواکونو د غیر مستقیمې غلامۍ په مټ په بلوچستان کې خپل نفوذ دومره غښتلی کړو چې سیاسي او پوځي نخبه ګان یې زمونږ په اشاره وچلېږي او مونږ په غیر مستقیم ډول د هغوی اوبو ته لار وموندو او په اوږده مزل کې د شریک دولت په جوړولو په یو سیمه اییز سیمه سره نښلونکي ځواک او سمندرونو ته لاسرسی لرونکي ځواک واوړو؟؟ په پښتونخوا کې څنګه نفوذ کولای شو او څنګه یې راخپلولای شو او د پاکستان کابو کولو او بلوچستان خپلولو ته یې کارولی شو؟ د څارګري نفوذ او سیمه اییزو ښکېلاګرو سره د مقاومت او په خپلو ګټو ولاړو لویو اقتصادي پروژو لپاره په علم سمبالېدا او د ځیرکي تکنالوژۍ رول او زمونږ د نالوستي ساتلو هڅي څومره ستره ننګونه ده او څه باید ورسره وشي، پوښتنې. آیا تالیب سره خبري کېدای شي او آیا د سیاسي نخبه ګانو او چارپوهانو نوی بهر مېشتی نسل په ځان کې دا توان ویني چې سره متحد شي او په ګډه له تالیب سره د بدلون راوستلو په موخه مخامخ وار له مخه پلان شویو هدفمنده خبرو ته کېني؟
مطلب دا دی چې افغاني لوستی قشر باید وخت زمونږ په اصطلاح چارپوهانو، چې عملاً د خپلو ګاونډیانو په هکله په هیڅ نه دي خبر، ضایع نه کړي. مونږ باید دې ته لارې وګورو چې څنګه زمونږ کوچنی افغاني کب د لوی سمندر په نهنګانو کې خپلې ګټي تضمینولی شي او په دې کې لږکي توکمونه څنګه له پښتنو سره همغږي کولای او د ملکیت احساس ورکولای شو، ورته کیسه د ښځینه وو او ماشومانو په اړوند ده. دا مې تر دې پورې وویل چې اوسنی رژیم که د عوامو، خاکساره مجاهدینو، د ډېرو په اند د پښتنو استازی وي نو ولې نورو جهادي ډلو ته په ورته والي مشخصاً د پښتنو له سیمو د علم، هنر، تکنالوژۍ، خدماتي دولتي بنسټونو ګېلم ټولوي او له غیر پښتنو سره په تبعیضي چلند له پښتنو سره د هغوی د اوږدمهالې دښمنۍ ډاډمنولو ته کار کوي، ولې یې افغان ښځینه له افغان نارینه سره دښمنه کړې، ولې یې افغان ماشوم د افغان بالغ دښمن ګرځولی، ولې یې په ځینو ولایتونو کې له ننګرهاریانو سره د داعشي په نوم چلند کولو سره د مشرقي والو او جنوبي والو بېلتون ته کار کوي، ولې د کرښې د دواړو غاړو په پښتني سیمو کې وسله وال ځای په ځای کېږي او د مدرسو شمېر زرهاوو ته په زیاتېدو دی، او ګڼې نورې داسې پوښتنې په لویو لوبو د پوهېدا وړ چارپوهان غواړي، نه خلقي، تنظیمي، شورایي نظاري جنرالان او په اصطلاح سیاستمدارن.
د ترک توکمو د نفوذ له زیاتېدو سره د ختیځ ترکستان د راپورته کېدو تړاو، د اسماعیلیه وو لپاره د یو لوی افغاني- تاجکستاني بدخشان د سره یو کولو او لوی بدخشان جوړولو خطره او د چین لپاره راپورته کېدونکي ننګونې او دا چې مونږ څنګه کولای شو چې په دې اړوند چین تر خوږ ګوته راونیسو او ځان پرې بسیا کړو، او تر هر څه دمخه د پښتنو د عمدي نالوستي ساتلو او په رواني او بدني تکلیفونو اخته کولو په وړاندې زمونږ هدفمنده پلان څه دی؟ آیا له ښځو، ماشومانو، پنجشیریانو او ننګرهاریانو سره د طالبانو تبعیضي چلند او په ځانګړي ډول د پښتنو نالوستي ساتل او په لویو لارو یانې لوژستیک تکیه کول دا ښيي چې طالبان هم د انګریزي ژبو او ترکي ژبو د لویې پروژې کرایي سرتېري دي که د تابعداره کولو، درس ورکولو او په اوږده مزل کې بېرته د دین تر جنډې لاندې د طالبانو تر سلطې لاندې د توکمونو د سر یو کولو هڅه ده؟؟ آیا افغانستان او پاتې نېستمنو هېوادونو ته صادرېدونکي توکي، په تېره بیا درمل، کنسرو شوي محصولات، پآکټ شوي لبنیات، تیار خواړه او څښوبی، اصلاً یو ډول زهر نه دي چې په اوږده مزل کې یې موخه د هغوی د ډي ېن یې زیانمنول، د رواني تکلیفونو زیاتول او په پایله کې له ځان لوټېدا ناخبرۍ ته ایستل وي؟؟؟ ولې د زبرځواکونو پروژه ای رسنۍ له تاسو غواړي چې خپلو ژبو ته د بېلګې په ډول په ګوګل ټرانسلېټر، فېسبوک او امابعد کې کار وکړئ او ټولې لهجې مو پکې وکاروئ؟؟ ولې مونږ تر ډېره انترنت او ډېریو انترنت بنسټه خدماتو ته وړیا لاسرسی لرو؟ ولې د هرې وېبپاڼې له پرانستلو سره سم له مونږه غوښتنه کېږي چې زمونږ کمپیوټر یا موبایل ته د هغوی د لاسرسي شرایط دې اول په ځان ومنو او زمونږ د موبایلونو او کمپیوټرونو کمرې او میکرفونونه کوم کوم مالومات ور ټولوي؟؟
ماته په زړه پوري ده چې افغانان خپلې عینکي له کومه ځایه پېري چې هر څه یوازې تور او سپین ورښيي. روسیه او امریکا پشي او موږک غوندي یوازې سوچه دښمني سره پالي او په هیڅ اړوند سره همغږي نه دي، چین او هندوستان دښمنان دي، هندوستان په مونږ دومره مین او له پنجابي پاکستانیانو سره دومره دښمن دی چې زمونږ په سر به خپل او پاکستاني پنجابیان سره وجنګوي او سر به یې ورمات کړي، د کندهاري طالبانو ملګری ایران تاجکانو ته ژمن دی، نه نه ایران هزاره ګانو ته ژمن دی، نه په ټول منځني ختیځ کې شیعه ګانو ته ژمن دی، ایران یوازینی هېواد دی چې د فلسطین ملاتړ ته یې خپل هر څه قرباني کړي په داسې حال کې چې عربان لاس تر زنې ورته ناست دي، ایران او اسراییل سره دښمن دي او د جمهوریت په دوره کې امریکایانو هسې د هرات د معلوماتي تکنالوژۍ انستیتوت او د افغانستان په رسنیو او دولتي ادارو کې د ایرانیانو نفوذ ته لاره هواره کړې وه، د سعودي، اعماراتو او قطر د عیاشخانو شیخواکۍ د اسلام ستني دي او اسراییلو سره هیڅ ډول اړیکي نه لري او له انګریزي ژبو زبرځواکونو سره یې ستراتېژیکي اړیکي د اسلام د غښتلي کولو لپاره دي، امریکا راوستی صدام حسین یوازینی نر و چې په امریکا ورکړیو وسلو د امریکا په وړاندې ودرېد، ملا عمر نر و؟؟؟ او امابعد.
نو زمونږ د کړکېچ حل ګڼ او زښته پېچلي اړخونه لري، ځکه خو د دې اړتیا لیدل کېږي چې سیمه اییزه او نړیوال چارپوهان دې راوغږول شي تر څو د هراړخیزه مالوماتو د خپرولو په مټ د ملت د شعور په لوړولو کې مثبته ونډه واخستل شي. دلته د فیکرېت شابانوف د په یوټیوب خپرې شوې یوې ویډیو ژباړه درسره شریکوم او هیله من یم چې تاسو به په پاس یاد شویو کسانو پسې لټه وکړۍ، له هغوی سره د مرکو لارې چارې او په تېره بیا د مستعده ترجمانانو موندنې پسې به پښې رالوڅي کړئ. دا لاندې یې د ویډیو لینک درسره شریک شوی دی. دا چې د ویدیو دوهمه برخه نو ویدیو بې مقدمې پیل شوې خو که لټه پسې وکړۍ پاتې برخې یې هم موندلی شئ. یوه برخه یې په ځانګړي ډول د واخان دهلېز، د هغه تاریخچه او هلته روانو لوبو ته بېله شوي ده.
قزاقستانیانو ته د فیکرېت شابانوف راټول کړي مالومات
ژباړن: مجیب الرحمن
پاکستان د اسلاموفوبیا\ اسلام دښمنۍ سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي یادونه وکړه: په یو شمیر هېوادونو کې اسلامي هویت تر فشار لاندې دی، او له اسلامه وېرول د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي. هیڅ ولسواکي ریښتینې نه شي ګڼل کېدی که چیرې په هغې کې مسلمانان په سیستماتیک ډول حاشیې ته کېږي. هغه د بېلګې په توګه د تبعیضي قوانینو یادونه وکړه چې په حجاب بندیز او اسلامي مقدساتو ته سپکاوی هم پکې راځي. د اسلامي همکارۍ سازمان د یو داسې کړنلارې د رامینځته کولو وړاندیز وکړ چې پکې د اسلاموفوبیا د کړنو څارنه او د هغوی د مسولیت منل شامل دي. پاکستان له هېوادونو وغوښتل چې د سویډن، ډنمارک، کاناډا او نورو هېوادونو مثال تعقیب کړي چې په ملي کچه یې د اسلاموفوبیا سره د مبارزې لپاره اقدامات کړي دي.
پاکستان د افغانستان، مرکزي آسیا او په ځانګړي ډول قزاقستان لپاره خورا مهم دی. زموږ (آذربایجان) مطبوعاتي اتشه تل وايي چې کله ته د یو څه تشریح کول پیل کوئ، کیسه آن د آدم له وختونو را پیل کوې. زه هڅه کوم چې په دې مو سر درخلاص کړم چې که زه یوه جمله له خپل اړونده کانتکست څخه وباسم، خلک به زما په مطلب ونه پوهېږي. په کار خو دا ده چې اورېدونکی باید د مسلې په جوهر پوه شي، یانې د هغې د تاریخي شالید، د هغې د پراخېدا په پروسه پوهېدنه، د هغې اوسنی حالت او دا چې هغه په را روان لرلید کې په کوم لوري روانه ده. له همدې امله ده چې زما (فیکریت شابانوف) لکچرونه یا خو اوږده وي یا ستاسو له خوا له راته ټاکل شوې اجنډا سره لږ تړاو لري.
خو باید ووایم چې په خواشینی سره کیسه اصلاً دغسې نه ده. که تاسو د مسلې په بنسټیزو لاملونو او د پروسې په جوهر پوه نه شئ، ستاسو به سر په دې خلاص نه شي چې څه کېدونکي دي. کله چې تاسو ژوبڼ ته ځئ، یا د بیولوژي، اناتومي، یا تلویزیون په اړوند څه تصور له ځان سره لرئ، نو پوهېږئ چې په ځنګل کې د څه ډول ژویو د شتون امکان شته او په دې توګه دې ته تیار یاست چې د څه د لیدو تمه ولرۍ یا له څه شي سره به مخامخ کېږۍ. دلته هم ورته کیسه روانه ده. موږ هم په طبیعي چاپیریال کې یو او هغه کسان چې د حکومت د استازیتوب تصور ورکوي، هغوی هم ژوندي خلک دي. د هغوی هڅې په لومړي قدم کې د خپلو شخصي موخو په ترلاسه کولو راڅرخي او بیا د لویو شرکتونو د موخو په تر لاسه کولو. تاسو باید په دې پوه شئ چې څه وکړئ، او د پوهېدو لپاره، زموږ باید په تاریخ سر خلاص وي. له همدې امله زه د یوې قضیې تشریح د هغې له ژورو را پیل کوم چې په هر اړخ مو سر خلاص شي. ما شروع له اسلام او پاکستانه ځکه وکړه، چې په دې پوهېدا اړینه ده او هغه د دې لپاره چې په دې پوه شۍ چې څه راروان دي او ولې په دې پوهېدل مهم دي؟
د پروژو ناظمین\ډایرکټران\ چلوونکي Moderator
د۱۹۷۱ کال د د مارچ په ۲۵مه په ختیځ پاکستان کې، موږ کولای شوای چې د سعودي عربستان یا د ایران په هکله وغږېږو – که څه هم ایران ته به بېرته راستنېږو ځکه هلته د پردې شاته نورې کیسې رواني دي. مګر د دې اسلامي پروژې ماډل اصلي پس منظر یا د پروژه ای توب اصلیت، د افغانستان او مرکزي آسیا دواړو لپاره دا دی، چې له پاکستانه راپیلېږي او د ساکسونیانو د هندي دیوبندیزم د پروژې وصلوونکی دی. – مونږ خو مخکې هم یاده کړه چې داسې یوه سیمه چې د چین، روسیې او لویې بریتانیا ترمنځ – د یوې حایلې سیمې رول ولوبوي، په کومه کې چې جنګ روان وي خو دا جګړه باید له هغه ځایه د روسیې ، هندوستان او چین خاورې ته خپره نشي – دا سیمه افغانستان دی چې په نورو سربېره د پاکستان لپاره هم د منلو وړ ده. له همدې امله په تیرو څو پېړیو کې په افغانستان کې دوامداره جګړې روانې دي. اوس به پوه شوي یاست چې ولې هلته تل جګړې رواني وي- دا سیمه یوه سره وصلونکي سیمه ده، دا د ګټو د اتصال سیمه ده. اوس نېت دا دی چې دا ګټې د چین پولې ته ور وخوځوۍ، او کوم هېواد د چین په پولو کې پروت دی؟ افغانستان. مطلب افغانستان د چین د راتلونکو پولو ماډل او دوهم دا چې څوک به د دې تر شا ولاړ وي، څوک به یې چلوي؟ په دې سیمه کې د اسلامي دکترین اصلي ناظم یا ډایرکټر څوک دی؟ تاسو خو پوهېږئ چې زموږ په هېوادونو کې د اسلامي دکترین اصلي ټیکه دار پاکستان دی، او مونږ په دې اړوند باید مجاهدین په یاد ولرو چې د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدل، او هغوی چېرته پاته کېدل؟ هغوی په پاکستان کې وو او لویدیځي څارګرو ادارو او د سعودي څارګرو ادارو له یو واحد مرکز یانې پاکستان څخه هلته خپل عملیات مخته وړل.
نو پاکستان یوه پروژه ده، د چا لخوا رامینځته شوې؟ د سترې بریتانیا لخوا. هندوستان خو ټوټه ټوټه شوی و او په هندوستان او پاکستان وېشل شوی و. او ډیری پاکستاني سیاستوال په لندن کې ژوند کوي، هلته خپل بیزنیسونه لري، او د پاکستان د قدرت واګي ته رسېدو ته هم له لندن څخه راځي. دا هسې د دې لپاره چې ستاسو هم په دې سر خلاص وي.
نو د ۱۹۷۱ کال د مارچ په ۲۵ د پاکستان په ختیځه برخه کې، چې هغه وخت لا یو متحد هېواد و، د هېواد د ولسمشر لخوا تصویب شوی د Operation Searchlight عملیات پیل شول چې د زور په کارولو به یې خپل بنګالي مخالفین ټکول. دا د هغه څه یوه بیلګه ده چې د نښتو د راپورته کېدو په حالت کې څه څه پېښېدای شی او که چیرې د یو هېواد د ټوټې کولو اړتیا وي، واحد هېواد په بېلو برخو سره وېشي. ځکه ګڼ کسان پوښتنه کوي چې د بېلګې په توګه له پلاني او پلاني هېواد سره به څه وشي؟ د یو هېواد د تاریخي برخو په هکله؟ ما خو د ماورالنهر یادونه هسې هوایي نه وه کړې.
Operation Searchlight – Wikipedia
که څه هم د خودمختارۍ، حتی بېلېدنې په لور تمایل، پخوا هم موجود و، په ځانګړې توګه د ۱۹۷۰ کال په عمومي پارلماني ټاکنو کې د عوامي لیګ تر بریا وروسته. د سېرچ لایټ یا روشني انداز عملیاتو داخلي سیاسي جوړجاړي ته د پای ټکی کېښود او د کورنۍ جګړې او بهرنۍ مداخلې د سېلاب دروازې یې پرانیستې. ختیځ پاکستان په هماغه کال له منځه ولاړ، او خپلواک بنګله دېش یې پر ځای راڅرګند شو.
او دا زه له کومې پروژې سره تړم؟ د لوی منځني ختیځ یانې د بلوڅانو معضله. که تاسو د ستونزې په ریښې پسې دوربین را واخلئ، د ژبې فکتور یو له هغو لاملونو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد سیاسي بحران یې وسله والو نښتو او د نورو هېوادونو مداخلې ته ورساوه.
په یاد ولرئ، هرڅومره ژر چې تاسو په جګړو کې ښکېل شئ، نو ناظمین\ د پروژو چلوونکي به سملاسي ورته راڅرګند شي. هغوی به د جګړې دواړه خواوې اداره کوي، نو دا خبر مې مشرانو ته راجع ده. څومره زیات چې تاسو ډیپلوماسۍ او نه جګړې ته وخت باسئ، هومره زیات به وکولای شئ چې خپله خپلواکي وساتئ. برخلاف څومره ژر چې تاسو جګړې ته ننوځئ، هومره ژر به تاسو خپله خپلواکي له لاسه ورکوئ او په تر کنټرول لاندې سیمه به بدلېږئ. دې دکترین\نظریې یا تاکتیک ته په سیاست کې د مدیریت شویو کړکېچونو په مټ د سیمو اداره وایي.
که تاسو د ستونزې په ریښې پسې دوربین را واخلئ، د ژبې فکتور یو له هغو لاملونو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد سیاسي بحران یې وسله والو نښتو او د نورو هېوادونو مداخلې ته ورساوه، په تېره بیا د ګاونډي هندوستان مداخلو ته. بل درس دا دی چې د پاکستان ګډون په دوو لویدیځ پلوه پوځي بلاکونو لکه سېاټو (۱۹۵۵-۱۹۷۷) (پاکستان (تر ۱۹۷۲ پورې)) او سېنټو CENTO The Central Treaty Organization, The Baghdad Pact (د مرکزي تړون سازمان، د بغداد تړون) (پاکستان د ۱۹۵۵ کال د سپتمبر څخه تر ۱۹۷۹ کال پورې)، کې هېواد له تجزیه کېدلو څخه ونه ژغوره.
Southeast Asia Treaty Organization – Wikipedia
د دې مانا دا ده چې مهمه نده چې په داسې وخت کې تاسو له چا سره یاست – چین، روسانو، نیاندرټال، یا مریخیانو سره – کله چې د سره ګڼدل شویو پولو د بخیو د سپخولو وخت را ورسېږي، دا عوامل کار نه ورکوي؛ هغوی مو نه شي ژغورلای. ولې؟ ځکه د ناظمینو ترمنځ نړیواله جګړه پیل کېږي. او تاسو ته به د هغوی په دې لویه جګړه کې د څه شي په سترګه کتل کېږي؟ د یوې شخصي شتمني یا اسېټ Asset په سترګه. ښایي هغوی په ځینو مواردو کې تاسو ته در تېر شي مګر د ځان لپاره به هرو مرو یو څه ترې باسي. مطلب هغوی دغه د ځان ته د یو څه ایستلو برخې ته لومړیتوب ورکوي.
په دې وروستیو لسیزو کې دا وار د پاکستان او افغانستان خپلمنځي اړیکې له یوې خورا سختې دورې څخه تېرېږي. د دوی د متقابلې تاریخي وابسته ګۍ او د ګډو کلتوري او دیني ریښو په درلودو سربېره، د دوی تر منځ دوه اړخیزه اجنډا محدوده پاتې ده او تقریبا په ځانګړي ډول په امنیتي مسلو متمرکزه ده. دا نه یوازې د همکارۍ امکانات محدودوي بلکې هر ډول بحران، په ځانګړې توګه د تحریک انقلاب اسلامي پاکستان غښتلي کېدل، په ځانګړې توګه ویجاړوونکي کوي. دا یو وسله وال اسلامي سازمان دی.
دلته به ښایي له تحریک انقلاب اسلامي پاکستان د لیکوال مطلب د تحریک طالبان پاکستان وي. (ژباړن)
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې، د لنډمهالې سره نژدې کېدنې او زیاتې سوداګرۍ په ترڅ کې، نا حل شوې مسلې یو ځل بیا سر ته راپورته شوې. اسلام آباد په افغان لوري د دې سازمان، چې زه به تر دې وروسته د تحریک طالبان پاکستان په ځای په لنډو TTP ټي ټي پي ورته وایم، په وړاندې د بې عملۍ تور لګوي، چې فعالیت یې په چټکۍ سره زیات شوی دی. او دا ترینګلتیا یوازې مخ په زیاتېدو ده.
کیسه دا ده چې پاکستان د ډیورنډ کرښه په نړیواله کچه پېژندل شوې پوله ګڼي. د ډیورنډ کرښه څه ده؟ دا یوه نا په نښه شوې پوله ده.
ولې د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي ستونزې حل کول مهم وو؟ زه به په خوجند کې د درې هېوادونو د هغې غونډې په هکله هم بیا درته وغږېږم.
د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نا په نښه شوې کابو ۲۶۴۰ کیلومتري پوله ده. دا د افغان- انګلیس جګړې په پایله کې رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې سترې بریتانیا هڅه وکړه چې برتانوي هند پراخ کړي. اوکرایني مبصرینو! چې هیڅکله مو هم یو کتاب لا په لاسونو کې نه دی نیولی، کُند مغزي\پتښ سريو، کیسه له دې ځایه راپورته شوي- تاریخ خو لږ تر لږه لولئ!
د افغان -انګلیس جګړې افغاني جګړو ته په ورته والي د وسله والو نښتو لړۍ وه. دا په ۱۸۳۹-۱۸۴۲، ۱۸۷۸-۱۸۸۰ او ۱۹۱۹ کلونو په لړ کې د سترې بریتانیا او د افغانستان د امارت تر منځ پېښي شوي وې، د کومو په ترڅ کې چې برتانیا، د هند له خاورې څخه په فعالیت کولو، هڅه کوله چې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي ترڅو له روسیې څخه د هند امنیت ډاډمن کړي. په ۱۹۱۹ کې بیا بلشویکان واک ته رسېدلي و، یانې شوروۍ واکمني وه.
لومړۍ جګړه په ۱۸۳۹ کال کې پیل شوه، کله چې بریتانوېان په دې بریالي شول چې خپل ملاتړی شاه شجاع په افغانستان کې واک ته ورسوي. خو دوه کاله وروسته دوی اړ شول چې دوست محمد د امیر په توګه په رسمیت وپېژني او له افغانستان څخه ووزي. دوهمه جګړه په ۱۸۷۹ کال کې پیل شوه. امیر تر برتانوي فشار لاندې په کابل کې د بریتانوي ماموریت\ پلاوي\ استازولۍ له ځای پر ځای کولو سره موافقه وکړه. په هماغه کال، د افغانستان پوځ بغاوت وکړ او دا ماموریت له منځه یووړل شو. برتانیا بیا خپل ځواکونه ور دننه کړل او کابل یې اشغال کړ تر کومې وروسته چې عبدالرحمن د امیر په توګه وپېژندل شو او پوځ له افغانستان څخه ووت. دریمه جګړه په ۱۹۱۹ کال کې پیل شوه، چې امیر امان الله خان پکې له بریتانیا څخه د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه. دا کرښه د افغاني امیر عبدالرحمن او د استعماري هند د ادارې د سکرتر، سرر مورټېمر ډیورنډ ترمنځ د ۱۸۹۳ کال د خبرو اترو پایله ده.
افغان اړخ، او دا پښتانه دي. هیله من یم چې دا حتماُ په ذهن کې وساتئ. دلته هزاره ګان شته، تاجکان شته، قرغزیان وو، او اوس زه فکر کوم چې د قرغزستان حکومت دوی ټول بېرته خپل تاریخي ټاټوبي ته اړولي دي. دلته قزاقان شته، ترکمنان شته، اذربایجانیان شته، چې قزلباش ورته ویل کېږي، او داسې نور. خو د سرلاري رول له پښتنو سره قید دی. ریښتیا هزاره ګان راڅخه هېر شوي وو. هغوی منګولیایانو ته ډېر ورته دي، مګر دوی شیعه مسلمانان دي.
د افغانستان اړخ، یانې پښتانه، د اوسني حکومت په ګډون، د دې کرښې له په رسمیت پېژندلو څخه انکار کوي، په دې مانا چې افغانستان د ځان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه په رسمېت نه پېژني. ولې؟ ځکه چې د پاکستان په پورې خوا کې هم پښتانه پراته دي، یانې دا سره وېشل شوي خلک دي. دوی نشي کولی چې یو بل ته ورشي؟ مسله ټوله هم دا ده. دا داسې شیان دي چې عوامو ته نه ویل کېږي خو کارپوهان پرې خبر دي. د بېلګې په توګه ورته مسله د سره وېشل شوي برلین معضله وه. اذربایجان هم ورته ستونزه لري؛ د بېلګې په توګه، د استارا Astaraپه ښار کې، دوی په ډېر ساده ډول د ښار په مرکز کې یوه پوله تېره کړه. د دوی تر منځ یو کوچنی اوسپنیز پل پروت دی، او بس. خلک دي چې سره د تره زامن او د تره لوڼي دي، یو هلته ژوند کوي بل دلته، خو یوه خوا یې د ایران استارا نومېږي او بله یې د آذربایجان استارا نومېږي. نو د سره وېشل شویو ملتونو د دا ډول معضلو بېلګي خورا ډېري دي او دا معضلې به د پښتنو د سره وېشل کېدلو د مسلې په شمول، د نوي نړیوال نظم سره سم پای ته ورسېږي.
دلته د داعش-خراسان پر وړاندې د مبارزې په اړوند د طالبانو انتخابي چلند ته ځانګړې پاملرنه کېږي. دوی له هغوی سره فعاله مبارزه کوي، پداسې حال کې چې د ټي ټي پي پر وړاندې جګړه یې غیر فعاله پاتې ده. په سیمه کې ګواښونه بین المللي او یو له بل سره تړلي دي. زما ګرانو قزاقستاني لوستونکو او اورېدونکو! غوږ ونیسئ او سر مو پرې خلاص کړئ. تاسو چې کله له شوروي اتحاد ووتئ له سیاسي اړخه مو دعوا وکړه چې تاسو اوس خپلواک شوي یاست. مګر تاسو خپلواک نه یاست؛ تاسو د دې ټولو کیسو د مثبتو او منفي اړخونو برخه ګرځۍ چې کولی شئ مثبتې خواوي یې د خپلو دولتونو په جوړولو کې وکاروئ. خو پام مو وي چې دا خپلې ننګوونکې خواوي هم لري. او دا سیمه اییزه ننګونې اصلاً بین المللي دي. په بل عبارت، دوی له یو بل سره تړلي دي.
انتخابي چلند به بې ثباتۍ ته زور ورکړي. د دې ستونزو د حل کولو یوه وسیله کېدای شي د ستراتېژیکې ملګرتیا د تړون مفکورې ته راستنېدل وي، چې په ۲۰۱۲ کې پرې بحث شوی و مګر هیڅکله هم لاسلیک نه شو. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستراتېژیکې ملګرتیا تړون، چې په ۲۰۱۲ کې یې تیارول پیل شول، موخه یې په امنیت، اقتصاد او سیاسي خبرو اترو کې د همکارۍ پیاوړتیا وه. د ۲۰۱۳ کال په فبروري کې، د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون درې اړخیزې خبرې اترې د برتانیا د لومړي وزیر ډېوېډ کامرون په استوګنځي کې ترسره شوې.
یو ځل بیا مو غواړم پام دې ته را واړوم چې دا نه په واشنګټن کې وې، نه په استانبول، نه په مسکو یا بیجینګ کې، بلکه په لندن کې. په دې پوهېدا مهمه ده. د دې خبرو په پایله کې، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو، کرزي او زرداري، پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۳ په مني کې د ستراتېژیکې ملګرتیا تړون سره لاسلیک کړي. کامرون هلته په دې ټینګار وکړ چې دواړو مشرانو په خپل منځ کې په بې ساري کچه د همکارۍ کولو هوکړه سره وکړه. خو پروژه هیڅکله هم تر لاسلیک کولو پورې و نه رسېده. اصلي خنډونه د سرحدي مسلو، باور او د وسله والو ډلو د رول په اړه ژور اختلافات وو.
اوس مهال، د سیمې پېچلي جیوپولیتیک چاپېریال او بدلونونو ته په پام سره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتېژیکې ملګرتیا تړون مفکورې ته راستنېدل ښایي د پخوانیو چلندونو بیاکتنې او د باثباته او دوه اړخیزو ګټورو همکاریو د ترلاسه کولو لپاره د نوي واقعیتونو په پام کې نیولو ته اړتیا ولري. اوږدمهاله ثبات یوازې د یو بل حاکمیت ته په درناوی، د یو بل د ګټو متقابله پیژندنه، او په همکارۍ باندې بیا تمرکز سره ممکن دی. دلته د هند رول هم په پام کې نیول شوی یا منل شوی، ځکه چې هند په افغانستان کې خپل شتون پیاوړی کوي. پاکستان نشي کولی دا له پامه وغورځوي، او هند په افغانستان کې خپل شتون د یوې داسې سیمې په توګه پیاوړی کوي چې د پاکستان په وړاندې د جګړې د بلې جبهې په توګه کارول کېدای شي. د پاکستاني او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته د ګاونډیو ترمنځ د درزونو د ژورېدا یوه بله خطرناکه نښه ده. یوازې درې کاله وړاندې، پاکستاني نخبه ګانو په کابل کې د طالبانو د واک ته رسیدو هرکلی وکړ، خو اوس د دوی ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوي دي. د طالبانو له بېرته راتګ سره، پاکستان په خپله لویدیځه پوله کې د ترهګرۍ له یوې نوې څپې سره مخ شو، او د مشکوکو وسله والو په پټنځایونو باندې هوایي بریدونه او ډیپلوماټیکه خبرداریو کابل دې ته اړ نه کړ چې ټي ټي پي یا (تحریکې انقلاب اسلامي پاکستان؟؟) او داعش خراسان کنټرول کړي.
قزاقانو ښه په دقت سره غوږ ورته ونیسئ!
د پاکستان پالیسي له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي پراکسي ډلو یا اسلامي سازمانونو د ملاتړ پر بنسټ جوړه شوې ده او موخه یې د هند د نفوذ کمول او په کابل باندې د کنټرول ترلاسه کول و. خو د یوې لسیزې په اوږدو کې، پاکستان یوازې د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو سیاسي ځواکونو باور له لاسه ورکړ. د طالبانو مسله د پښتنو معضله ده چې سره وېشل شوي خلک دي، یانې د ډیورنډ د کرښې مسله. مطلب یوه نه حل کېدونکې معضله.
دې پالیسۍ له لویدیځ سره هم د پاکستان اړیکې زیانمنې کړې، له افغانستان او مرکزي آسیا سره یې سوداګریزو اړیکو ته تاوان ورساوه، او د کوردننه ترهګرۍ د زیاتوالي لامل شوې. د دې غلطې ستراتېژۍ قیمت له ۷۰،۰۰۰ څخه د ډېرو کسانو د ژوند اخستل او لوی اقتصادي زیانونه وو. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شرایطو ته په پام، په پاکستان کې د خطر د زیاتېدو دا نښې له پامه غورځول په زیاتېدونکي توګه ستونزمنه کېږي.
خو موږ باید په دې هم پوه شو چې پاکستان یو اټومي ځواک هم دی. پاکستان باید په خپل بهرني سیاست کې امنیتي لومړیتوبونه بیا وارزوي، له دې پرته به دا هېواد د ورته غلطیو له بیا بیا تکرارولو سره مخ شي. وروستۍ پیښې – ښايي تاسو به په هم عامه رسنیو کې د رېل ګاډي برمته کول او د ۵۰۰ کسانو یرغمل نیول او داسې نور لیدلي وي. موږ باید په دې هم پوه شو چې د دا ډول سیستماتیکې ترهګري شتون او دا پېښي دا راښیي چې د پاڅونونو د اصلي لاملونو له پېژندلو څخه انکار کول او د خبرو اترو پرځای د ترهګرۍ د ټاپې لګول، ثبات نه راوړي.
د مارچ په ۱۱مه پر رېل ګاډي برید کې بي ېل اې (BLA د بلوڅانو آزداي غوښتونکي پوځ) د جعفر ایکسپرېس اورګاډی ونیو. تر ۳۶ ساعته مقاومت وروسته، د پاکستان ځانګړي ځواکونو وسله وال له منځه یوړل او سلګونه یرغمل شوي کسان یې آزاد کړل. پاکستاني دولتي چارواکو سمدلاسه د دې پېښې پړه پر افغانستان او هند ور واړوله او دا پېښه یې ترهګري وبلله. مطلب په نورو د مسؤولیت د ور اړولو بهیر او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په ډګري بدلول ادامه لري.
خورا اشنا سناریو نه درته ښکاري؟ که غواړۍ چې د یو هېواد په وړاندې جګړه اعلان کړۍ یا خپل مطلوب څه ځنې وغواړئ، همدومره کافي ده چې هغه هېواد د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی.
د اورګاډي تر تښتولو کابو درې میاشتې مخکې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۴۶ کسان پکې ووژل شول. ډېری قربانیان یې د خیبر پښتونخوا له سیمې څخه بې ځایه شوي کسان وو. پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې کې د خپلو کړنو د توجیه لپاره ادعا کوي چې ګواکې د بریدونو موخه یې ټي ټي پي ده چې په افغانستان کې یې پناه اخیستي. خو دا تګلاره د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې رایادوي، چې د ترهګرۍ په پراخ تعریف د دولتي حاکمیت له اصولو، د ملکي او نظامي اهدافو ترمنځ د توپیر له اصولو او د بندیانو د حقونو له اصولو د سرغړونې لامل شوې.
د قزاقستان اتباعو! څه فکر کوئ چې ولې مې دا بېلګې درته ولوستې؟ سوریه د اسراییلو تر بریدونو لاندې ده. ولې؟ اسراییلي الوتکې ور الوزي او د هغوی له حاکمیته سرغړونه کوي، ځکه چې سوریه یې ځواب نشي ورکولی، او دې ته د خپل امنیت لپاره د ترهګریز ګواښ نوم ورکوي. اسراییل هسې را پاڅېږي او د یو بل هېواد په خاوره بمبارد کوي، ځکه چې زور لري. دی له دې نه دی قوي چې له خپله زوره دې قوي وي، بلکې له دې ده چې د امریکا متحده ایالات یې تر شا ولاړ دي. نو، دا پدې مانا ده چې سبا به کوم نمونه هېواد را پاڅېږي او یو لوی هېواد به بمباردوي. د بېلګې په توګه، لکه څنګه چې ارمنیانو قره باغ ونیو، ځکه چې روسیه یې تر شا وه او فرانسې او متحده ایالاتو یې سیاسي ملاتړ کاوه. دا به را پاڅېږي او له یو لوی هېواد، له یو قوي هېواد څخه به یې ځینې اراضي ونیسي، بمبارد به یې کړي، او بیا به دې ته د ترهګرۍ سره د مبارزې نوم ورکړي. نو، زه مو هسې په دې میتودونو سر در خلاصوم، او په دې به هم ځان نه غولوئ چې، “موږ خو متمدنه یو، دولت لرو، داسې کېسې نشته پکې. عملاً دنیا په دې ډول نه چلېږي، هسې وایم چې سر مو پرې خلاص وي. بله بېلګه: امریکا ګرینلینډ غواړي. دا اوس څنګه عملي ده؟ د ګرینلینډ اوسېدونکي، راځئ چې داسې ووایو چې زیاتره شین سترګې، طلايي ویښتانه، اروپایي بڼي او د قزاقانو او آذربایجانیانو په پرتله مسلمانان هم نه دي. دوی غواړي کاناډا ۵۱ ایالت جوړ کړي. تاسو پوښتۍ چې دا څنګه کېدای شي. دا خو عملي نه ده. د کانادا بېلګې ته په پام یې اوس ګورئ چې څنګه کېدای شي. دا خبره مې هسې فرضي وکړه.
د خبرو اترو لپاره د لارو چارو لټولو او د سیمه ییزو ټولنو د مشروع شکایتونو د حل کولو پر ځای د شخړې د ریښو له پامه غورځولو کې پاتې راتلل، چارواکي په خپلو ګاونډیانو پړه ور اړولو ته دوام ورکوي. دوی دا حقیقت له پامه غورځوي چې سیمه ییزې ډلې سیاسي انګېزه لرونکي لوبغاړي دي چې روغه جوړه ورسره کېدای شي. دا ډول پالیسي یوازې داخلي شخړې زیاتوي او د بنسټپالنې له ودې سره مرسته کوي.
نو، په قزاقستان کې باید دوی په دې پوه شي چې هغوی به څنګه راځي، څوک به راځي، ولې باید اصلاً راشي، او دا چې بنسټپالي په خپل ماهېت کې د څه شي استازیتوب کوي او څنګه رامنځ ته کېږي. زه درته لګیا یم او په دې شي مو سر در خلاصوم.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان بیان په پاکستان کې مخ په زیاتېدونکي ترینګلتیا او د سیستم دننه بحران را برسېره کېدو ته اشاره کوي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، اکرم، وویل چې کابل د ټي ټي پي، القاعدې او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره کافي ګامونه نه اخلي. ټي ټي پي اوس مهال ۶۰۰۰ جنګیالي لري او پر پاکستان د برید کولو لپاره له افغانستانه د یوې اډې په توګه کار اخلي، او بهرنی ملاتړ ترلاسه کوي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي وویل، ټي ټي پي نه یوازې پاکستان ته ګواښ دی، بلکې د منځنۍ اسیا په شمول د ټولې سیمې ثبات ته ګواښ دی.
نو کله چې خلک شبانوف په منفي ګرايي یا خدای خبر نور څه تورنوي. زه له هغوی څخه یوازې دا غواړم، چې که نور نه وي، د رسمي چارواکو او ډیپلوماتانو خبرې واوري چې خپلې اندېښنې څرګندوي. د سیمې د سیاسي ثبات په اړه د هغوی اندېښنې، ګواښونه را په ګوته کوي.
سي آی اې CIA، را چې د هند څارګري ده. زه یې بیا درته تکراروم چې د راو په هکله زما د ټیلیګرام چینل لینک کتلای شئ، MI6، د بریتانيې څارګري ده.
Research & Analysis Wing – Wikipedia
د سي آی اې، راو او اېم آی سېکس څارګرو ادارو له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان قبایلي سیمې د خپلو پټو عملیاتو لپاره د آزمایښتي پولیګون په توګه کارولي دي. هغوی به وړاندې هم په افغانستان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. که چیرې، دوی خدای مه کړه مرکزي آسیا ته راشي، نو هلته به د بېلګې په توګه، د ژوزیانو تر منځ تقابل رامنځته کول(دا د قزاقي قبیلو د دریو تاریخي تاسیس شویو لویو ټولنو څخه یوه ده)، یا د بېلګې په توګه په مرکزي آسیا کې د ځینو مختلفو توکمېزو ډلګیو، ټبرونو، قبیلو، قومونو، خېلونو او داسې نورو تر منځ تقابل رامنځ ته کولو ته به لمن وهي. دا د مسلکي کسانو کار دی. که تاسو له خپل هېواده د یو متحد هېواد په توګه دفاع نشئ کولی، نو پخپله دې ته لار برابرېږي چې نور مو اداره کړي.
بلوچستان د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ وېشل شوې تاریخي سیمه ده. دا د ایران ضد فعالیتونو له نظره هم خورا مهمه ده. او بلوچستان کې بلوڅان دي چې یو سره وېشل شوی توکم دی. د بلوچستان د آزادۍ غوښتنې پوځ بې اېل اې په دوه زرم کال کې تاسیس شوی دی. دا سازمان د بلوچستان لپاره د داسې یوې سیمې د خپلواکۍ غوښتنه کوي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په تقاطع کې موقعیت لري. په دې سیمه کې وسله والې نښتې له ۱۹۴۸ کاله راهیسې رواني دي. اوسنۍ وسله واله مبارزه یوازې د قبایلي ډلو پاڅون نه دی، بلکې د تعلیم یافته منځنۍ طبقې غړي پکې شامل دي چې په خپل ذات کې د اندېښنې وړ نښه ده. که پخوا داسې وه چې د خپل واکۍ (خودمختارۍ) ملاتړو سیاسي ځواکونو کولای شوای چې د پاکستان په نظام کې شتون ولري، اوس دوی په ساده ډول د هغه له چوکاټه بهر ایستل شوي. په دې کې کلیدي رول څوک لوبوي؟ بهرني ناظمین یا بهرني لوبه چلوونکي. Moderator
د بلوچستان کړکېچ به تر هغه وخته پورې حل نشي تر څو چې د خبرو اترو لپاره سیاسي اراده او د غلطیو اعتراف شتون ونلري. خلک به د خپلو حقونو لپاره مبارزه یوازې د دې لپاره و نه دروي چې دوی د ملي امنیت لپاره ګواښ اعلان شوي دي. بي اېل اې، یا د بلوچستان د آزادۍ غوښتنې پوځ، په منظم ډول ترهګریز بریدونه ترسره کوي. د کلونو په اوږدو کې د پاکستان د پوځ تاسیسات او د پلونو او رېل سټېشنونو په شمول ترانسپورتي زېربنايي تاسیسات د هغوی د بریدونو هدف ګرځېدلی.
ګرانو قزاقانو، د چین سفارت له دې سره څه تړاو لري؟ – وړاندې یې درته تشریح کوم.
د ګوادر په بندري ښار کې یو پنځه ستوری هوټل -او د ګوادر بندر د چا په لاس کې دی؟ د دې بندر اداره اوس د ۴۹ کلونو لپاره چینایانو ته سپارل شوې ده. هلته د چینایي کارګرانو په لېږدونکی کاروان بریدونه کېږي – مطلب دا آزادي غوښتونکی پوځ د څه لپاره کارول کېږي؟ د چین ضد فعالیتونو لپاره. تاسو هم باید په دې پوه شئ چې کله د چین په وړاندې د دوهم یا اصلي ځمکني محاذ د پرانستلو پوښتنه راپورته شي، همدا ورته رامنځته شوي تجربه شوي میتودونه به هم هلته او هم د مرکزي آسیا په هېوادونو کې پلي شي.
د ایران سیستان او بلوچستان ولایت، چې ُسني بلوڅ مسلمانان پکې مېشت دي، په ایران کې د بلواګانو ترټولو لوی مرکز دی، چې د حکومت ضد مظاهرو او د رژیم له امنیتي ځواکونو سره د نښتو له امله یې ځانګړی ځای نیولی دی. د بي اېل اې سازمان د بلوڅانو لخوا د خپل برخلیک ټاکنې له حق او له پاکستان، ایران او افغانستان څخه د بلوچستان د بېلولو ملاتړ کوي. د ایران په سویل لویدیځ سیستان-بلوچستان ولایت کې د ُسني بلوڅ وسله والې ډلې جیش العدل لخوا بریدونه او د ایران سره په پوله کې د پاکستان په بلوچستان ولایت کې ترهګریز بریدونه ټول د بلوچستان د آزادۍ د پوځ کار دی. دا خو به د یو چا لخوا تمویلېږي، یو څوک خو به استخباراتي معلومات ورته تیاروي، یو څوک خو به روزنه ورکوي، یانې سرتېري یې او داسې نور.
مونږ او تاسو باید په دې سره پوه شو چې مرکزي آسیا یا منځنی ختیځ په کوم لوري روان دی؛ نور به وېشل شوي ملتونه نه وي. خپله فکر پرې وکړئ، تاجیکان دې فکر پرې وکړي. نور دې هم فکر پرې وکړي چې مرکزي آسیا البته د قزاقستان په ګډون څه شي ته باید په تمه وي؟
یو ځل بیا یې تکراروم، په اسلامي طریقتونو د پوهېدو اصل ته په پام، له بده مرغه، قزاقستان ته د داسې یوې سیمې په سترګه کتل کېږي چې باید دیني زده کړې پکې ترسره شي. یانې دا یو په بشپړ ډول اسلامي هېواد نه دی یا یوازې ځینې برخې یې دي. دوهم اړخ دا دی چې قزاقستان چین پلوی دی یانې پالیسي یې چین پلوې ده. دا یو بل ګواښ دی چې په اړوند مې د بلوڅانو بېلګه درته یاده کړله. البته د اسلامي برداشتونو سره سم قزاقستان روسیې پلوی، یانې کفري هېواد دی. دا هغه برخې دي چې په ورته ټوکرۍ کې یې سره اچولی شو. نو یوازینۍ شی چې دلته پاته کېږي هغه راروانه جبهه ده یانې د ترکیې-روسیې، کیسه چې د ترکي هویت مسله پکې ده. پدې اړوند لا تر اوسه کوم لوی کړکېچ نشته، مګر د ترکي هویت د مسلې په اړوند د ایغوریانو لانجه، عملاً شتون لري.
دا شخړې رامینځته شوي شخړي دي، دوی شته او لا ژوندۍ دي. دوی د هغو نیمه بل شویو سکروټو په څېر دي چې کله اړتیا پېښه شي، د یو سپک باد په لګېدو به اور اخلي. له اور بلېدو سره جوخت به سمدلاسه موډرېتر یا ناظمین ورته راڅرګند شي، تمرین ورکوونکي به ورته راپیدا شي، پیسې به سمدلاسه ورته وموندل شي او هر ډول پوځي تجهیزات به ورته را ورسول شي.
د بیا سره ویشلو دا پروسه را روانه ده خو تر تاسو پورې لا نه ده در رسېدلي، مګر یو ځل بیا یې درته تکراروم: د ترینګلتیا یا د وضعیت د کړکېچنتوب لپاره ګڼ بنسټیز شرایط تیار رامنځ ته شوي: دلته کلیدي مرکز قزاقستان دی. نه ازبکستان، نه تاجکستان، نه ترکمنستان، نه قرغزستان، بلکې قزاقستان.
1970s operation in Balochistan – Wikipedia
تش د زور کارول اوږدمهاله ثبات نه تضمینوي. تاریخ دا را ښیي چې د بېلګې په دول په ۱۹۷۱ کې په ختیځ پاکستان کې د بغاوت ځپل او په ۱۹۷۲-۱۹۷۸ کې د بلوڅانو د پاڅون ځپل یانې د تر حد زیات زورزیاتي کارول کولای شي چې د دې سبب شي چې یاغیان دې له هېواده بهر پناه ومومي او خپلې جګړې ته دوام ورکړي، هغه څه چې یوازې کړکېچ اوږدوي. که په ساده ډول ووایو د پاکستان په بلوچستان کې د وضعیت خرابېدل حتمي دي، ځکه چې بلوچستان د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز بنسټیزه برخه ده. که چیرې هلته هرڅه ارام وي، چینایان به وکولی شي چې په آزاده توګه خپل توکي له چین څخه آسیا ته ولېږدوي. مګر دا همکاري ډېر مخالفین لري. په سیمه کې بې ثباتي د سویلي آسیا د ترانسپورت او لوژستیکي دهلیزونو د پراختیا هدفمنده\د لوی ارمان پوره کولو پلانونه له خطر سره مخ کوي، کوم چې د منځنۍ آسیا د جمهوریتونو لپاره مهم دي. د ټرانسپورټ دهلیزونو لپاره په مناسب موقعیت کې پروت بلوچستان کولای شوای چې د مرکزي او سویلي آسیا په اقتصادي ادغام کې یو مهم سره وصلونکی وګرځي. د چین د بېلټ اینډ روډ یا یو کمربند، یو سړک نوښت او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)، چې لینک یې لاندې شته، سیمه له ستراتېژیکي اړخه مهمه کوي.
China–Pakistan Economic Corridor – Wikipedia
د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د چین حکومت لخوا په پاکستان کې پلي کېدونکي ګڼې زیربنایي پروژې لري. د هغې د پلي کولو لومړنی لګښت ۴۶ میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوی و، مګر تر ۲۰۱۷ پورې، دا ۶۲ میلیارده امریکایي ډالرو ته لوړ شو. د دې ټرانسپورټي دهلیز موخه د پاکستان د اړینو زیربناوو چټک پرمختګ او د عصري ټرانسپورټي شبکو، د انرژۍ د ګڼ شمېر پروژو او ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو له لارې د پاکستان اقتصاد پیاوړی کول دي. د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۱۳ د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز هغه وخت په جزوي ډول فعال شو کله چې له چین څخه کارګو د ځمکې له لارې وړاندې افریقا او لویدیځې آسیا ته د سمندري ترانسپورت لپاره د ګوادر بندر ته لېږدول کېدله، پداسې حال کې چې د انرژۍ ځینې ستر تاسیسات ایله د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې په کار واچول شول. په هر حال، جیوپولیتیکي ګټې او د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ په اړه د لویدیځ او هند اندیښنې، بلوچستان د شخړو په ډګري او د دې جمهوریتونو د پراختیا په وړاندې په یوه وسیله او خنجر بدلوي.
ایران، چې د بلوچستان ثبات ته لېوالتیا لري، د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ کې د N40 لویې لارې له طریقه د سوداګرۍ او تېلو د لېږد لپاره سیمه کاروي. خو د پوځي ډلو فعالیت د دې لارو امنیت ګواښي. د ټرانزیټ د یو مهم مرکز په توګه تصور شوی بلوچستان، د جیوپولیتیکي لوبو په داسې یوه ډګر بدلېږي چې د نړیوالو او سیمه ایزو لوبغاړو ګټې پکې سره ټکر کوي چې د ټولې سیمې ثبات ګواښي.
یو بل مهم پرمختګ په بلوچستان کې د پاکستان د ترټولو لوی د کان کیندنې د ریکو ډیک پروژې Reko Diq gold & copper د تخنیکي او اقتصادي امکان سنجونې د مطالعې بشپړول دي. لومړني اټکلونه ښيي چې دا به د شپېته میلیارده ډالرو په ارزښت د سرو زرو او ِمسو زیرمه ولري. د جګړې لګښت به څومره وي؟ لس میلیارده ډالر؟ دومره نه دي، ځکه پنځوس میلیارده ډالر خو بیا هم ورته پاته کېږي.
په زېرمو کې اټکلي د ۱۳ ملیون ټنو مِسو او نږدې ۱۸ ملیون اونسه (1 اونس = 27.3 ګرامه سره زر) طلا د شتون تمه کېږي. تمه کېږي چې له دې کانه به لږ تر لږه ۴۰ کاله ګټه واخیستل شي. پاکستاني شرکتونو خپله پانګونه دوه چنده کړې ده چې دوو میلیارد ډالرو ته رسېږي. د پروژې چلونکی کاناډایی شرکت باریک ګولډ Barrick Mining Corporation. Reko Diq Copper-Gold project دی چې پنځوس سلنه مالکیت پکې لري. پروژه به په بشپړ ډول په لمریزې برېښنا چلېږي، او تمه کېږي چې د سرو زرو را ایستل به یې په ۲۰۲۸ کې پیل شي. له دې پروژې د تمه کېدونکی عاید ارزښت ۲۵٪ دی. دا پروژه له ۳۷-۴۰ کلونو عمر لري او کولی شي چې په بلوچستان کې د اقتصادي ودې ترټولو لوی محرک شي. پوښتنه دا ده: آیا کاناډایان څوک وژني؟ آیا کاناډایان لوټ کېږي؟ پوښتنه دا ده چې آیا دا نور لوبغاړي، لکه چینایان یا ایرانیان، به هم هغو نورو ته ورته لوبه وکړي؟ وخت به دا هر څه راوښيي.
Barrick Mining Corporation – Reko Diq Copper-Gold Project
د پاکستان د اورګاډي پر پټلۍ د بلوڅ وسله والو لخوا یرغمل نېولو په مرکزي آسیا کې هم د اورګاډي د پروژو ریسکونو ته اشاره کوي. د ټرانس-افغان رېل پټلۍ په شمول د اورګاډي د جنکشنونو امنیت به څوک ډاډمن کړي او څنګه؟ د منځنۍ آسیا هېوادونه په افغانستان او پاکستان کې د توکو د لېږد په خوندیتوب هیڅ نفوذ نلري.
د ۲۰۲۵ کال تر پسرلي پورې د پروژې ګډونوالو په لاندې ټکو هوکړه سره وکړه: د ټرانس-افغان رېل پټلۍ چې د هر هېواد په برخه کې تېرېږي، هماغه هېواد به یې په خپلواکه توګه په خپله خاوره کې د ترانسپورت امنیت ډاډمن کوي. ۲. د ټولې لارې په اوږدو کې به د ترانسپورت د امنیت تضمین کولو لپاره هیڅ یو جوړښت شتون ونلري. د داسې جوړښت د جوړولو پر مفکوره بحث شوی، مګر رد شوې ده.
ټرانس-افغان رېل پټلۍ څه ده؟
دا له ترمز څخه مزار شریف، کابل او له هغه ځایه تر پېښور پورې د رېل پټلۍ د جوړولو پروژه ده. د دې رېل پټلۍ اوږدوالی ۵۷۰ کیلومتره دی. ظرفیت یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه دی. د جوړولو لګښت یې له کابو ۵ میلیاردو تر ۹ میلیاردو پورې دی. جوړول به یې لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي. ازبک چارواکو سږ کال د دې پروژې د کار پیل کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی. که چیرې پروژه عملي شي، نو د ټرانس-افغان رېل پټلۍ به اروپايي اتحادیه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سویل ختیځې آسیا هېوادونه سره وصل کړي.
خو آیا تاسو په دې کې د لندن شتون وینئ؟
نه، لندن په دې کې نشته. امریکا پکې شته؟
امریکا پکې نشته. نو، موږ باید د څه په اړه فکر وکړو؟ موږ باید د مسلې د دې اړخونو په حل کولو هم فکر وکړو، او دا هغه مسلې دي چې په امنیت یا اقتصادي ګټو پورې اړه لري. او زه لکه څنګه چې ښاغلي لوتواک اشاره ورته کوي، دوی ته جیوپولیتیکي ګټې وایم.
اورګاډی کولی شي د سپینې روسیې، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د سره نښلولو د دهلېز برخه شي. ازبکستان د دې پروژې په پلي کولو کې لېوالتیا لري ځکه چې دا د هند سمندر بندرونو ته لاسرسی ورته برابروي. ازبکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه یو دی چې یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو له لارې سمندر ته لاسرسی لري.
وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کړ، بزګران له یو ستونزمن غوراوي سره مخ شول. ایا دوی باید د خپل کار لاره بدله کړي یا په بهر کې د کوکنارو کښت ته د دوام ورکولو لارې چارې ولټوي؟ د هغه راپور له مخې چې ما په خپل ټېلېګرام چېنل کې خپور کړ، ډیری افغان بزګران ګاونډي پاکستان ته تللي دي، په ځانګړې توګه د بلوچستان ولایت ته، چیرې چې دوی په اجاره نیولیو ځمکو کې خپل کاروبار ته دوام ورکوي. افغانستان د ډېرو کلونو لپاره د نړۍ د اپینو ترټولو لوی تولیدونکی پاتې شوی. په کوکنارو تر بندیز وروسته، د هغې صادرات راټیټ شول، چې د بزګرانو لپاره یې جدي اقتصادي پایلې درلودې. په نړیوال بازار کې د مخدره توکو غوښتنه یا تقاضا لوړه پاتې ده، پدې مانا چې د هغو د تولید په بشپړ ډول له منځه وړل به ناشوني وي. یوازې موقعیت به یې بدلول غواړي. پاکستان لا دمخه د مخدره توکو د قاچاق له ستونزو سره مخ دی، او د افغان بزګرانو نوی راتګ کولی شي په سیمه ایزو چارواکو فشار لا زیات کړي. افغاني بزګران یوازې تشې کوچېدا ته نه ورځي، دوی په حاصلاتو کې د خپلې ونډې لپاره د پاکستاني ځمکوالو سره معاملې کوي. بلوچستان لا دمخه د مخدره توکو پروسس او لېږد لپاره زېربناوي لري، چې سیمه د تولید د ادامې لپاره مساعدوي. دا وضعیت یو ځل بیا روښانه کوي چې د اپینو د اقتصاد له منځه وړل یوازې په بندیزونو نه کېږي بلکې د بزګرانو لپاره بدیلو حللارو ته هم اړتیا لري. که نه نو، تولید به په ساده ډول نویو سیمو ته ولېږدول شي، چې په نړیواله ټولنه کې به د ګاونډیو هېوادونو لپاره نوې ستونزې رامینځته کړي.
ایا چین به د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په وړاندې مبارزه کې د اسلام آباد ملاتړ وکړي؟
پاکستان پوهېږي چې لویدیځ به مرسته ورسره ونکړي او نه په امریکا او نه هم په اروپا حساب کوي. پرځای یې، پاکستان د هغې هندي لابي سره په ډیپلوماټیکې مبارزې تمرکز کړی چې د بلوچانو ملاتړ کوي، چې د پاکستان په تعبیر کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ ورته ویل کېږي. د بلوچستان د آزادۍ پوځ په منظم ډول په پاکستان کې د چینایي اتباعو د په نښه کولو په شمول، په چینایي اهدافو بریدونه کوي. بېجینګ د خپلو اتباعو او پانګونې د خوندیتوب په اړه اندېښمن دی، مګر بیا هم یوازې د محدودو مرستو ورته چمتو کول یې غوره ګڼلي. تر دې مخکې چین لکه څنګه چې یې په ۲۰۰۷ کې د اسلام آباد پر سره جومات، لال جومات، تر برید مخکې له پاکستانه غوښتي و، بیا له پاکستانه غوښتي و چې ترهګرۍ دې په کلکه وځپي. په هر حال، دا پوښتنه چې آیا چین به د بې پیلوټه الوتکو په وړاندې مبارزه کې پاکستان ته مادي ملاتړ چمتو کړي، لا همداسې پرانیستی پاتې ده.
پاکستان غواړي خپل امنیت پیاوړی کړي مګر له مالي ننګونو سره مخ دی. د چینایي مرستو په احتمالي بڼو کې د استخباراتي مالوماتو ورکړه، د تجهیزاتو اکمالات، د پاکستاني امنیتي ځواکونو روزنه او ګډ عملیات شامل دي. پاکستان د بېجینګ د ځواب په تمه دی، ځکه چې د بلوچستان ثبات نه یوازې د پاکستان لپاره بلکې د چین د ستراتیژیکو پروژو د پلي کولو لپاره هم خورا مهم دی. بلوچستان، د پاکستان ترټولو بډایه سیمه، د دوو لسیزو راهیسې د بیلتون غوښتونکو د بغاوت مرکز دی. په هر حال، وروستۍ پېښې د وضعیت د چټکې خرابېدا ښودنه کوي. بریدونه ډېر پراخ او منظم شوي، او بیلتون غوښتونکي اوس د پېچلو او لویو عملیاتو وړتیا لري، یانې د عملیاتو د تر سره کولو د وړتیا کچه یې لوړه شوې. خپله د BLA یانې د بلوچستان د آزدي غوښتونکي پوځ سازماني تکامل په وروستیو کلونو کې د دې لامل شوی چې دا ډله دې له یوه سره وېشلي یاغي ځواک څخه په ښه تنظیم شوي نظامي جوړښت بدل شي. مطلب دوی یو چا سره متحد کړي. خو د کومې موخې لپاره؟
د دوی د جنګیاليو دعصري وسلو کارول ښایي د امریکا لخوا په افغانستان کې له پرېښودل شويو وسلو سره هم تړاو ولري. دوهم ټکی په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي بحران دی. د کړکېچ زیاتوالی په هېواد کې د عمومي ګډوډۍ، اقتصادي زوال، سیاسي بې ثباتۍ، او د TTP او د داعش د خراسان څانګې د راپورته کېدو له امله رامینځته کېږي.
د مجید لوا او د فتح ډلګۍ د BLA د بلوچستان د آزدي غوښتونکي پوځ غوره واحدونه دي. دوی د بلوچستان د آزدي غوښتونکي پوځ د ځانمرګو بریدګره ټولي دي. دوی لومړی ځل په ۲۰۱۱ کې صحنې ته را ووتل او له ۲۰۱۸ راهیسې په فعاله توګه له موټر بمونو او ځانمرګو بریدګرو څخه کار اخلي. په بېخي نوموتیو بریدونو کې یې په ۲۰۲۲ کې په کراچۍ کې د چینایي اتباعو بمباري او په ۲۰۲۴ کې د کوټې د رېل پټلۍ په سټېشن کې ترهګریز برید د یادولو وړ دی. د فتح لوا، چې د BLA غوره جنګي واحد دی، ښاري جګړې ته روزل شوی.
په پاکستان کې د رېل پټلۍ په سټېشن کې ترهګریز برید د 24 کسانو ژوند واخیست
ما ولې دا هر څه ستاسو قزاقیانو لپاره راټول کړي؟ هیڅ وخت داسې فکر و نه کړئ چې دا په تاسو پورې اړه نلري؟
نه، دا د جګړې میتودونو پورې اړه لري. دا د جنګ کولو له تاکتیکونو او په ښارونو کې د نفوذ کولو په طریقو پورې اړه لري. دا په دې پوري اړه لري چې دوی به څنګه د X هېوادونو د استخباراتي ادارو او د Y هېوادونو د حکومتولۍ په وړاندې عمل کوي. زه دا غواړم تاسو ته ووایم چې دا جوړښتونه وار دمخه رامینځته شوي دي. دا چې دوی بلوڅي، چینایي، یا مریخي بلل کېږي، مهمه نه ده. خبره د جګړې د چلولو د میتودونو ده، پوهېږئ؟
د فتحې ډلګۍ د BLA یو ځانګړی جنګي ځواک دی. دا ښاري جګړې ته روزل شوی. د دوی تاکتیک دا دی چې له ځانمرګو بریدونو څخه ژوندي پاتې شوي کسان له منځه یوسي. د مثال په توګه، د مارچ په 16 په نوشکا کې، مجید لوا د اردو بس ته چاودنه ورکړه، او د فتح ځواک په کمین کې نیول شوي سرتېري له منځه یوړل.
В результате нападение на колонну автобусов в Пакистане погибли 12 военнослужащих
ځانمرګي برید کونکي نور یوازې تش په نوم وسله وال نه دي؛ دوی اوس د جامع عملیاتو برخه دي، یانې د ورانکارو عملیاتو د ترسره کولو یو نوی نړیوال لید رامنځ ته شوی. د فتح قطعه د بریدونو د پای ته رسونکي بریدګر ځواک په توګه عمل کوي. نښتې درګرده لوېږي، پېچلې کېږي او د کړکېچونو ماهیت ته تغیر ورکوي.BLA له چریکي جګړې څخه همغږي تعرضونو ته اوړي. دا بڼه د یاغیانو په وړاندې د اسلام آباد جګړه نوره هم ستونزمنه کوي.
د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د مولانا عبدالعزیز په جومات کې یو ترهګریز برید وشو. په برید کې څلور کسان ټپیان شول، چې پکې د ګوند سیمه ایز مشر عبدالله ندیم هم شامل و.
جنوبي وزیرستان کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې – Kabul Telegraph
Jamiat Ulema-e-Islam (F) – Wikipedia
جمعیت علمای اسلام (ف یا فضل الرحمان) په پاکستان کې یو له لویو مذهبي ګوندونو څخه دی. جمعیت علمای (فضل) په فعاله توګه په پارلماني سیاسي ایتلافونو کې برخه اخلي او په دودیز ډول د افغان طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي.
غواړم په دې مو سر درخلاص کړم چې په قزاقستان کې هم سیاست او سیاستوال دواړه د اسلام، سازمانونو او طریقتونو په بنسټ چلېږي او په دې مو هم سر خلاص وي چې هر یو یې خپلې خپلې پوځي او جنګي څانګې لري. نو زه ولې فکر کوم چې د قزاقستان له نظره د پاکستان مطالعه کول مهم دي؟ ځکه کله چې موږ وایو چې په میدان کې عملاً د لوبې چلونکی، نه ټېکه دار یا پروژه اخستونکی، بکله چلوونکی\ موډرېتر څوک دی، نو باید په دې پوه یو چې په دې سیمه کې به د لوبې پلي کونکی یا اداره کونکی مغز پاکستان وي او توره، کرایي لښکر او سرتېری به یې افغانستان وي. نو موږ باید په دې پسې پام و نه کړو چې توره څه فکر کوي بلکه په دې چې د هر څه اداره کونکی مغز څه فکر کوي.
موږ اوس مغز څېړو، یعنې پاکستان. جمعیت علماء (فضل الرحمان) په دودیز ډول د افغان طالبانو او په سیمه کې د مذهبي غورځنګونو سره نږدې اړیکې ساتي او ایډیالوژي یې د دیوبندیزم پر بنسټ ولاړه ده. زه به ښايي په دې اړه جلا خپرونه وکړم.
پاکستاني چارواکي د تاوتریخوالي د زیاتوالي پړه په افغانستان او هند دواړو ور اچوي. په تېر کال کې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو د بریدونو شمېر له ۱۱۰ څخه ۱۷۵ ته لوړ شوی، چې تر ۷۰۰ کسانو پورې یې تلفات درلودل، چې ډیری یې امنیتي ځواکونه دي. هغه څه چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې روان دي، یوازې یو سیمه اییز بحران نه دی؛ دا د پاکستاني سیسټم او د سیمه ایزې حکومتولۍ د زاړه سیسټم، او همدارنګه د ټول نړیوال سیسټم د ویجاړېدو نښي دي. په بل عبارت، یوه نوې پروژه – د نړیوال سویل، د لوی افغانستان پروژه، د لوی منځني ختیځ پروژه – په جوړېدا کې ده. اداره کونکی مغز باید دلته بدل شي. د دې بدلون په پایله کې به څه پېښ شي؟ کوم نوي هېوادونه او سیمې به راڅرګندې شي؟ د دوی دنده، دا چې کوم مکلفیتونه به لري او دا چې وظیفې به یې څه وي. پوهېږئ چې هغه سیسټم چې موږ یې لرو – موږ ته له شوروي اتحاد څخه په میراث راپاته دی؟
یوازې دې ته په پام، چې موږ ګواکي ولسمشر لرو، نښان لرو، بیرغ لرو، د خپلواکۍ تقلید کول تشه ځان غولونه ده. په حقیقت کې، موږ د هیڅ شی د اعتدال کولو توان نلرو. خپلواکي هغه وخت اعتبار لري کله چې د لوبې چلول ستاسو په خپل لاس کې وي، کله چې تاسو یو څه په خپله طبع کوئ – داسې نه چې تاسو د فلزاتو یا ډبرو د سکرو د کوم ټاکلي مقدار په تولید اکتفا وکړئ چې له طبیعي کانونو څخه یې کینئ. بلکه خپلواکي هغه وخت مطرح ده چې تاسو په خپله نوي ټیکنالوژي، نوي د کرنیز مدیریت سیسټمونه او داسې نور تولیدوئ، دا خپلواکي ده. نه هم دا چې تاسو دې یوازې له جاپان، چین یا بل هېواد څخه په پېرل شویو تیارو محصولاتو وچلېږئ او په خپل لاس تولید شوي محصولات و نه لرۍ. که داس وي چې تاسو پخپله هیڅ شی نه شۍ تولیدولائ، دا خپلواکي نه ده. مانا یې دا ده چې ستاسو جغرافیه یوازې د یو اقتصادي یا مالي کېس د مدیریت یوه سیمه ده او بس. خو آیا تاسو بیا دا په منطقي ډول اداره کوئ؟– هو ښایي داسې هم وي چې نړۍ چلوونکي به تاسو په واک کې وساتي او ستاسو هېواد به جګړې ته نه اړ باسي. په داسې حالت کې مهمه دا ده چې تاسو دا څومره په معقول یا غیر معقول ډول اداره کوئ. یانې د دې په ځای چې لوټ یې کړئ، وده ورکړئ.
خو هرڅومره چې تاسو خپل هېوادونه لوټ کړئ، نفوس په غلامانو بدل کړئ، وګړي مو وږي پاته شئ او د دېرشو ډالرو په بدل کې جنګېدو ته لیواله واوسئ، هومره ژر به تاسو خپل دولت او په نهایت کې خپل ځواک له لاسه ورکړئ.
مطلب دا شو چې اراضي یې تاسو ته یوازې د اداره کولو لپاره په اجاره درکړي نور په تاسو ده چې په څه ډول یې اداره کوئ.
ډیری ښایي زما دا جمله خوښه نه کړي، مګر زه چمتو یم چې بحث ورسره وکړم او وضاحت ورکړم. دا چې زه ولې داسې فکر کوم دلیل یې دا دی چې دا دولتونه یا دا سیاسي نخبه ګان د حکومت کولو لپاره پیسې له بهرنۍ سوداګرۍ څخه ترلاسه کوي. نو که هغوی پر تاسو بندیز ولګوي، سوداګري په څه کوئ؟ بل که اقتصادي مرستې درسره و نه شي، تکنالوژي در نه کړای شي او ټیکنالوژۍ ته لاسرسی ترلاسه نه کړئ، لاس نیوی مو و نه شي او داسې نور، نو پرمختګ به څنګه کوئ؟ مګر تاسو ته خو یې اجازه درکړي، ولې؟ دا پدې مانا ده چې تاسو هم د هغوی د پروژې برخه یاست.
د لسیزو په لړ کې د جهادیانو ملاتړ اوس پخپله په پاکستان باندې ورګرځېدلې. دولت او علماوو یې له کلونو راهیسې په افغانستان او کشمیر کې له بنسټپالو ډلو څخه د ځان په ګټه کار اخيستی. مګر اوس هماغه ورته ځواکونه نه د دولت او نه هم د دیني مخورو پروا لري. دا په خپله د نړیوال سویل د پروژې یا د افغانستان د پروژې نښې دي. دوی هغوی مرتد ګڼي او ځکه هم خپلې مبارزې ته په پاکستان کې دننه دوام ورکوي.
معمولا له دې سره څه کېږي؟
پدې کې په مدرسو باندې سخت کنټرول لګول کېږي او زه ګورم چې دوی اوس د مرکزي آسیا په هېوادونو کې هم ورته چلند ته مخه کوي. د چارواکو په اند مدرسې د افراطي ایډیالوژۍ مرکزونه پاتې شوي. د هغوی له ولکې د دیني خبرو اترو د کنټرول ایستل، د پخوانیو وسله والو لپاره د بیارغونې پروګرامونه او له بنسټپالنې څخه د هغوی تدریجي را ایستل، له بنسټپالو څخه د اسلام د په خپله طبع تفسیر کولو انحصار اخلي. پاته شوو هغوی چې په سوریه کې یا بل چېرې وو، یا د خواله رسنیو له طریقه ځوانان استخداموي او وسله والې ډلې یې تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، د هغوی ټکولو ته زور کارول په نظر کې نیول شوی. نو د یو هر اړخیزه جامع چلنده پرته، هم پاکستان او هم نور هېوادونه د تل لپاره د دې ځواکونو د کنټرول د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.
موږ مخکې پښتانه یاد کړل او دلته د پښتنو لویه جرګه، چې د مغولو کورلتای ته ورته یو څه دي، د اکتوبر په نیمایي کې د پاکستان په خیبر کې د پښتنو د تحفظ د غورځنګ لخوا تنظیم شوې وه. په هغې کې پرېکړې وشوې، مګر هغه همداسې د کاغذ پر مخ پاتې شوې. په عین حال کې، د پښتنو په سیمو کې وضعیت یوازې د خرابېدو په لوري درومي. د قبیلوي او فراکسیوني ډلو ترمنځ شخړې زیاتې شوي، او د هدفمنده وژنو شمېر مخ په زیاتېدو دی. یو له قربانیانو څخه یې مُفتي منیر شاکر و، چې د جرګې یو مشهور ملاتړی و. دا پېښې ښیي چې د لویو لوبغاړو – نه د پښتنو، نه هم افغانانو یا پاکستانیانو – بلکې د لویو لوبغاړو د جیوپولټیکي ګټو تله تر سیمه ایزو نوښتونو درنېږي. او تر څو چې خپلمنځي اختلافات همداسې دوام ولري، د ریښتیني بدلون د راتګ شونتیا خورا تېاره پاتې کېږي.
سربېره پردې، تاریخ ښیي چې برتانوي استخباراتي\څارګري ادارې، سي آی اې، روسي څارګري ادارې، چینایي څارګري ادارې، او د هند څارګري ادارې هر یو هڅه کوي چې د افغانستان له لارې مرکزي آسیا یا خو تر کنترول لاندې راولي یا یې په بل ډول بې ثباته کړي. د لویدیځ لپاره، د روسیې فدراسیون نور اصلي دښمن یا مخالف نه دی، چین د متحده ایالاتو لپاره لومړنی ګواښ دی. متحده ایالات تل د افغان مجاهدینو اصلي ملاتړی و او په پاکستان کې د روزنیزو کمپونو جوړول او د شوروي اتحاد پر وړاندې د عملیاتو پلان کول، ټول د هغوی د لاس کار و.
د ترهګرۍ ستونزه له بریکس سره د پاکستان د یوځای کېدو، د روسیې سره د اړیکو د ښه کولو او له هند سره د خبرو اترو د عادي کولو مخه نیسي. په پاکستان کې په څو میلیارد ډالري پانګونې او تر اوسه پورې په افغانستان کې پر محدودې ځای ځایي پانګونې سربېره، بېجینګ لا تر اوسه هم وضعیت ته کتلو یا د انتظار دریځ نیولی. د دې ډول احتیاط یو کلیدي لامل د اویغور ستونزه ده – چې ځینې یې وسله وال بیلتون غوښتونکي بولي، پداسې حال کې چې نور یې په افغانستان کې مېشت د اویغور ملي آزادي غوښتونکي غورځنګونه بولي. که چیرې د چین لخوا فشار راوړل شي، طالبان کولی شي د اویغور قطعه د سینکیانګ د بې ثباته کولو لپاره وکاروي. د ځینو راپورونو له مخې، که چیرې چین په څرګنده توګه پاکستان پلوی دریځ غوره کړي، کابل یې بېجینګ ته د پایلو په اړه لا دمخه خبرداری ورکړی.
Синьцзян-Уйгурский автономный район — Википедия
چین له خپل زغم سره سره په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې زیربناوي هم پراخوي. یو له خورا مهمو پروژو څخه یې د سینکیانګ په تاشقرغان کې د هوايي ډګر جوړول دي، چې د افغانستان پولې ته نږدې پروت دی. په رسمي چوکاټ کې دا د ترانسپورتي اړیکو د ښه کولو لپاره جوړ شوی، مګر د هغې موقعیت دا د بحران په حالتونو کې د چټک غبرګون لپاره یو مناسب ځای ګرځوي. بېجینګ د څو کلونو راهیسې په تاجکستان کې خپل شتون پیاوړی کوي، په تېره بیا په بدخشان کې، چې په سیمه کې د چینایي پوځي اډې د احتمالي تاسیس په اړه اټکلونه راپورته کوي. په هر حال، رسمي سرچینې په تاجکستان کې د چینایي پوځي اډې د شتون تایید نه کوي. چین بې له شکه د بیلټ اینډ روډ (یو کمربند یو سړک یا په بله عباره د ورېښمو د لارې اقتصادي کمربند او د یوویشتمې پېړۍ د سمندري سړک د پراختیا ستراتېژي the Silk Road Economic Belt and 21st-Century Maritime Silk Road Development Strategy) نوښت د پلي کولو لپاره سیمه ایز ثبات ته لیوالتیا لري.
که څه هم د واخان دهلیز اوس مهال د چینایي پروژو لپاره یوه فرضي لاره پاتې ده خو په راتلونکي کې به یې اهمیت زیات شي. د دې لپاره چین اړ دی چې له طالبانو، پاکستان او حتی له متحده ایالاتو سره په اړیکو کې توازن ساتل په نظر کې ولري. بېجینګ ځان په یوه پیچلې جیوپولیتیکه لوبه کې موندلی، چیرې چې هر ډول حرکت کولی شي ناغوښتل شوي پایلې ولري.
د واخان دهلیز، د افغانستان اویغوران، د سیمې احتمالي پوځي کول، او په کابل کې د امریکا د خپل نفوذ د بېرته ترلاسه کولو هڅې، د چین دریځ یو څه زیانمنونکی کوي. دا چې آیا چین به د انتظار او ناظر پاتېدو پالیسۍ ته دوام ورکړي یا به نور فعال ګامونه پورته کړي، د مرکزي آسیا د هېوادونو لپاره یوه مهمه پوښتنه ده.
دا د یو چینایي متخصص وینا را په یادوي. ما دمخه په یوه بله خپرونه کې د دې په اړه خبرې کړې وې، او زه به یې بیا تکرار کړم: ګرانو قزاقستانیانو، په دقت سره یې واورئ. دا ممکن تاسو ته یو نواخته مالومات ښکاره شي، خو دا له ستراتیژیکه اړخه خورا مهم مالومات دي.
Индо-Тихоокеанская область — Википедия
دې چینایي کارپوه د ۲۰۲۴ په اګست کې د تاشکند په یوه نړیوال کنفرانس کې لاندې تېزس وړاندې کړ: [زه یې درته لولم او نقل کوم یې]:
له ۲۰۲۱ راهیسې، چین نور د متحده ایالاتو څخه په ختیځ او د هند-پاسیفیک په سیمه کې، یانې د سمندر له اړخه، او لویدیځ کې له افغانستانه، یانې د ځمکې له لارې، د همزمانه دوه ګوني مخنیوي په اړه اندیښنه نلري. له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل د چین لپاره هم یوه ننګونه ده. اسلامي دولت او د هغې د خراسان څانګه بیا راژوندۍ کېږي. د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په خوځېدا راځي چې د اویغور مسله راپورته کوي. دا ډلې افغانستان په چین کې د نفوذ کولو لپاره د مخکینۍ اډې په توګه کاروي. د مخدره توکو په شمول د افغانستان سختو ننګونو لکه کډوال، بې ثباتي او اقتصادي زوال، په مرکزي او جنوبي آسیا کې د چین د بیلټ اینډ روډ پر نوښت د پام وړ اغیزه کړی ده. په دې توګه د افغانستان وضعیت د چین لپاره لاهم یوه ننګونه ده، چې د سیمې د امنیت او اقتصادي پراختیا د ګټو ترمنځ ډیپلوماتیک توازن ته اړتیا لري.
مګر د خپلو ستراتیژیکو غوارویو په کولو کې، د مرکزي آسیا دولتونه له یوې بلې په زړه پورې ننګونې سره مخ دی. د مارچ په ۲۶مه، د امریکا د سوداګرۍ وزارت خپل د صادراتو د کنټرول تور لیست پراخ کړ او د چین، تایوان، پاکستان، دوبۍ، ایران او سویلي افریقا اتیا شرکتونه یې ور اضافه کړل. امریکایي چارواکي ادعا کوي چې دا ادارې د دوی د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د ګټو په خلاف فعالیتونو کې بوخت دي. د چین د لوړې ټیکنالوژۍ شرکتونو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، په تېره بیا د شپږو فرعي شرکتونو لرونکي اینسپارک ګروپ ته، چې د کلاوډ د مالوماتو د زېرمه کولو د حللارو او د لویو مالوماتو د پروسس کولو مخکښ چمتو کونکی دی. د امریکایي اړخ جاج اخیستنه ښيي چې هغوی د چین د پوځ د اړتیا وړ سوپر کمپیوټرونو په پراختیا کې مرستندویه رول تر سره کوي.
اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې آیا له چین سره د منځنۍ آسیا د هېوادونو تخنیکي همکاري به هغوی له بندیزونو سره مخ نه کړي؟ د پاکستان په لیست کې د شاملولو یو اساس همدا و چې له چینایي شرکتونو سره یې اړیکې درلودې. د ایران او دوبی په شرکتونو هم ورته بندیزونه ولګول شول. دا د چین له چوکاټه د راوتيو سیمې نه بهرو، ټیکنالوژیکي او پوځي صنعتي عملیاتو په اړه د واشنګټن را زیاتېدونکي اندېښنې راڅرګندوي. چین او پاکستان د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په چوکاټ کې د نورو مهمو زیربنایي پروژو بشپړولو ته هم ژمن دي. پدې کې د کراچۍ-پېښور د اصلي رېل پټلۍ عصري کول او د قراقم لویې لارې ښه کول شامل دي.
Karachi–Peshawar Line – Wikipedia
ML1 اېم اېل ون د پاکستان د رېل پټلۍ ترټولو لویه ۱۷۰۰ کیلومتره پروژه ده چې د کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او پېښور ترمنځ چټک مزله اړیکه ټینګوي. قراقم د موټرو ۱۳۰۰ کیلومتره لویه چټک مزله ستراتیژیکه لویه لاره ده چې پاکستان له چین سره نښلوي، چې د بیارغونې دوهم پړاو یې روان دی. ۲۰۲۵ پاکستان ته د شي جین پینګ د تاریخي سفر لسمه کلیزه ده. په ۲۰۲۶ کې دا هېواد له چین سره د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۵ کلیزه لمانځي. چینایان اراده لري چې له اسلام آباد سره همکارۍ ژورې کړي او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پراختیا ته دوام ورکړي. دا چې په پاکستان کې پر چینایي متخصصینو بریدونه زیات شوي دي، چین په دې وروستیو کې د خپلو متخصصینو لپاره له پاکستان څخه د تضمینونو غوښتنې پیل کړي او د ۲۰۲۴ کال په مني کې، دوه انجنیران بیا ووژل شول. بیا هم په بلوچستان کې او په بلوچستان کې د ګوادر مهم بندر پروت دی، چې د کانونو د کیندنې ګټې پکې مطرح دي.
موږ باید پوه شو چې د کراچۍ بندر هم په موازي ډول مطرح دی. پاکستان د منځنۍ آسیا سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره فرصتونه لټوي او عمان ته هم خپل بندري فرصتونه وړاندې کوي. مانا یې دا ده چې دوی پدې کې عربي فکتور، اسلامي فکتور، او طبیعي ده چې د عرب لیګ د دولتونو په چوکاټ کې د پاکستان او مرکزي آسیا ترمنځ د اړیکو پراختیا هم ور شاملوي. له همدې امله د دې وړاندیز هم شوی و چې عمان دې د مرکزي آسیا بازار ته د لاسرسي لپاره د ګوادر او کراچۍ بندرونه وکاروي، ځکه چې دا به پاکستان په سیمه اییزه سوداګرۍ کې د یو کلیدي لوبغاړی په توګه مطرح کړي.
دلته زه غواړم چې د پاکستان-ترکیې اړیکو د لرلید په اړه لنډ بحث وکړم، ځکه چې دوی دواړه د ستراتیژیک موقعیت له ښېګڼې څخه برخمن دي. پاکستان لویدیځه او سویلي آسیا سره وصلوي، پداسې حال کې چې ترکیه د بالکان، قفقاز، منځني ختیځ او فارس خلیج په تقاطع کې موقعیت لري. دا دوی مجبوروي چې یا د یو بل مخالفت وکړي یا متحد شي. دوی د اتحاد لاره غوره کړې ده. پاکستان او ترکیه په سختو شرایطو کې د یو بل ملاتړ کوي. په ۲۰۱۸ کال کې، ترکیه یوازینی هېواد و چې د FATF (Financial Action Task Force, FATF)) په تور لیست کې د پاکستان د شاملولو مخالفت یې وکړ. په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د ترکي اتباعو لپاره د بې ویزې ننوتلو اعلان وکړ. د ستراتیژیکو همکاریو عالي شورا له ۲۰۰۹ کال راهیسې فعالیت کوي. د ۲۰۲۵ په فبرورۍ کې د سوداګرۍ، پانګونې، دفاع، کلتور او کرنې په اړه ۲۴ تړونونه لاسلیک شول. پاکستان په ۱۳۰ ډوله ترکي توکو او ترکیې په ۲۶۱ ډوله پاکستاني توکو تعرفې کمې کړې.
پنځو ملیاردو ته د سوداګریزو توکو د تبادلې د لوړولو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ شوی. اوس محاسبه ورته وکړئ، هلته له چین سره ۴۵ ، د مرکزي آسیا او چین ترمنځ ټولټال ۹۵ ملیارده، او دلته ۵ ملیارده دي. ترکیې په پاکستان کې یو ملیارد پانګونه کړې او په دې کې له چین سره سیالي کوي، او داسې نور. دلته ترټولو مهمه خبره دفاعي همکاري ده.
ترکیه پاکستان ته د کارویت جنګي بېړۍ، ډرون او د ډرون ضد اېلېکترونیکي سیستم ورکوي. دواړه هېوادونه استخباراتي معلومات سره تبادله کوي او ګډ پوځي تمرینونه ترسره کوي. یو ترکي شرکت د پاکستاني اوبتلونو په عصري کولو کې ښکیل دی. جیوپولیتیکو شرایطو او په مرکزي اسیا باندې نفوذ ته په پام، د ترکیې او پاکستان ترمنځ نږدېوالی په سیمه کې د ځواک توازن اغیزمن کوي. ترکیه کولی شي له پاکستانه پر افغانستان د نفوذ د وسیلي په توګه کار واخلي. ترکیه بشري مرستې ور رسوي او پلان لري چې په افغاني پروژو کې ونډه ولري. د مرکزي اسیا لپاره، دا اتحاد کولی شي په چین باندې د هغوی تکیه کمه کړي. د ټاپي ګاز پایپ لاین غوندې ټرانسپورتي دهلیزونو پراختیا به د سیمې ستراتیژیک اهمیت زیات کړي او د پاکستان بندرونو لاسرسی ته به لاره هواره کړي. پاکستان په دې وروستیو کلونو کې له بهرنیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو د پراخولو اساسي لوري بدل کړي او په زیاتیدونکي توګه مرکزي اسیا ته رول ورکوي. پاکستان هڅه کوي چې د انرژۍ او سوداګرۍ لپاره یو نوی سیمه اییز مرکز شي.
زه ولې دا هر څه تاسو ته وایم؟ ما له اسلامه، ترهګرۍ، بلوچانو او داسې نورو ولې راپیل کړه؟ د دې لپاره چې په دې پوه شۍ چې پاکستان اوس په خپل دکترین کې مرکزي اسیا ته کلیدي ځای ورکړی. ولې؟
پاکستان هڅه کوي چې د انرژۍ او سوداګرۍ یو نوی سیمه اییز مرکز وګرځي او ځان مرکزي آسیا ته په عمده توګه سمندر ته د رسیدو د واسطې په توګه ور وړاندې کوي. دا هېوادونه له خپل لوري پاکستان ته د نویو اقتصادي دهلیزونوپه شمول په سیمه کې مدغمېدا او اقتصادي فرصتونه وړاندې کوي. د ټرانس-افغان ریل پټلۍ، ټاپي ګاز پایپ لاین، د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز، او د کاسا د بریښنا شبکې په څیر پروژو له برکته د پاکستان راتلونکی په زیاتیدونکي توګه د منځنۍ آسیا او آذربایجان له راتلونکي سره تړل کېږي.
زه به د آذربایجان په هکله ډېر و نه غږېږم. له هغوی سره د پاکستان اړیکي خپلې ځانګړي مثبتې ځانګړتیاوې او خپله ځانګړی تاریخي حافظه لري. په پاکستان کې دوی لا تر اوسه هم دا په یاد لري چې د علم او هنر یو شتمن آذربایجاني ملاتړي پاکستانیان له وبا څخه وژغورل چې په خپلو پیسو یې درمل ورته پېرلي او پاکستان ته ورلېږلي وو. پاکستان یوازینی هېواد دی چې له ارمنستان سره یې ډیپلوماتیکی اړیکې نه دي ټینګي کړي او تر نن ورځې پورې یې ارمنستان د یو دولت په توګه په رسمېت نه دی پیژندلی. پاکستان یو اټومي ځواک دی چې تل یې د آذربایجان لوری نیولی. ریښتیا د آذربایجان، ترکیې او پاکستان تر منځ شریک تمرینونه ترسره کېږي چې د دوی تر منځ د همکارۍ بڼې ته اشاره کوي او پاکستان د آذربایجان لپاره ستراتیژیک ملګری دی. د پلازمینې باکو په مرکز کې، یوه کوڅه ده، چې د پاکستان لرغونی تاریخي نوم لري. نو، تاسو کولی شئ د باکو شاوخوا وګرځئ او د پاکستان تاریخي ځایونه او شخصیتونه وموندئ.
په همدې اړوند د قزاقستان لپاره اصلي مسله، لکه څنګه چې یې زه په دې شرایطو کې وینم، دا ده چې تاسو د پاکستان پارټنر ګرځۍ، موږ خو له پاکستانه لرې یو او ستاسو خو پولې ته څېرمه پروت دی، ځکه نو تاسو هم د پاکستان د ستونزې برخه ګرځۍ. همدا وجه ده چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، اکرم وویل چې په افغانستان کې د تر شلو زیاتو ترهګرو ډلو شتون د مرکزي آسیا په شمول د سیمې امنیت ګواښي. پاکستان په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TPP) په اړه اندېښمن دی. دا د نورو سازمانونو لپاره چتر ګرځي یانې تر خپل وزر لاندې یې نیسي. تحریک طالبان پاکستان له بلوچ آزادي غوښتونکی پوځ او نورو ډلو سره همکاري کوي. ترهګر په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو لخوا پرېښودل شوي وسلې کاروي. د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالی په سیمه کې زیاتېدونکې بې ثباتي راڅرګندوي. د نړیوالې ټولنې غبرګون – مطلب هغوی چې پدې کړکېچ کې به مداخله کوي او د کومو موخو لپاره به یې کوي – به د وضعیت د نور پرمختګ ټاکلو لپاره یو مهم فکتور وي. زما په اند، نړیواله ټولنه چین دښمن ګڼي. پاکستان باید له چین سره همکاري پرېږدي او که داسې ونه کړي نو په پاکستان کې به ترهګري زور واخلي.
۲. هغه هېوادونه چې له چین سره همکاري کوي یا یې ځانونو ته ساتندویه وزر ګرځوي، دا هېوادونه به هم د ویشتلو نښه ګرځي. له همدې امله، د وضعیت نور پرمختګ به “دوست یا دښمن” مالوموي. دا ډول مسله دلته څوک مدیریت کولی شي؟ هغوی چې پیسې، تخنیکي برلاسیتوب او د جګړو د ترسره کولو تجربې لري. له بده مرغه د مسلکي او تکنالوژیکي ترکیب د جګړو د مخته وړلو تجربه لا اوس هم یوازې لویدیځ لري. دا هغه څه دي چې باید په پام کې ونیول شي، او لویدیځ اوس وايي چې چین زموږ دښمن دی. مطلب مې اروپایي ټولنه یا واتیکان نه دی، زه د لویدیځ په اړه خبرې کوم.
هند د افغانستان په بیارغونه کې تر دوو لسیزو فعالې ښکیلتیا وروسته هڅه کوي چې خپلې ستراتیژۍ ته د نویو واقعیتونو سره سمون ورکړي. د دوی تمرکز اوس د طالبانو په رژیم دی، چې ډهلي په کې محتاطه مګر دوامداره علاقه ښودلې ده. وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، هند په پیل کې خپل ډیپلوماتیک شتون کم کړ، ځکه د هند ضد ډلو د مخ په زیاتېدونکي نفوذ څخه یې وېره درلودله. د هند دښمنو ډلو شتون یو د پاکستان له ایډیالوژۍ او دکترین سره تړاو لري او بل په هند کې د مودي حکومت له کړنلارو سره تړاو لري چې د مسلمانانو په وړاندې کلتوري، قومي او مذهبي نسل وژنه کوي، ځکه چې د هغه ملتپال بهارتیه جنتا ګوند یو نشنلست ګوند دی.
خو ورپسې یې د هند د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پرانیستلو، د بشري مرستو لېږلو، د مخدره توکو د روږدي کېدو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو سره همکاري کولو او په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو لپاره د تعلیمي پروګرامونو ملاتړ کولو په لور بدلون راغی.
امنیتي لاملونه دي چې هند دې لوري ته ور ټېلوهي. هندوستان نه غواړي چې په سیمه کې د روانو پروسو، زیربناوو او تیرو پانګونو کنټرول له لاسه ورکړي. هند په افغانستان کې شاوخوا درې ملیارده ډالر پانګونه کړې او غواړي خپل نفوذ وساتي. د هندي کارپوهانو په وینا، طالبان د ۱۹۹۰ لسیزې په پرتله ډېر منظم، باثباته، انعطاف منونکي او همکارۍ ته تیار چلند خپل کړی. بله مسله پکې د پاکستان د دریځ کمزوري کول دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو خرابېدل هند ته د مانور کولو ساحه پراخه کړې. سیمه ایزې همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کېږي. هند په فعاله توګه د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان په اړه ډیالوګ کې ښکېل کېدلو ته راکاږي. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې، د ملي امنیت د سلاکار او د کاري ډلې غونډې د سیمې د هېوادونو په ګډون تر سره شوې چې پکې په سیمې کې د ثبات راوستلو په لارو چارو بحث وشو. هند د خواخوږۍ له مخې نه، بلکې د محاسبې له مخې عمل کوي. هغوی هلته خپل بشردوستانه او ستراتېژیک شتون، بې له دې چې د طالبانو رژیم دې په رسمېت وپېژني، ساتلی دی. دا هند ته اجازه ورکوي چې بې د سیاسي امتیازاتو له ورکړې دي په افغان معادلاتو کې د یو لوبغاړی په توګه پاتې شي.