پنجشنبه, دسمبر 18, 2025
Homeخبرونهنړیوال بانک وایي، سایبري پېښې نړۍ کې په چټکۍ په زیاتېدو دي

نړیوال بانک وایي، سایبري پېښې نړۍ کې په چټکۍ په زیاتېدو دي

تاند (پنج شنبه د لیندۍ – قوس  ۲۷مه)  نړیوال بانک په تازه څېړنو کې ویلي چې، په نړۍ کې د سایبري پېښو شمېر په بې‌ساري ډول د زیاتېدو په حال کې دی.

یاد بانک زیاته کړې چې،دا چاره د هېوادونو پر اقتصاد، پرمختیايي بهیر او عامه خدماتو ژور اغېز لري.

په راپور کې راغلي چې، په نړیواله کچه سایبري پېښې هر کال شاوخوا ۲۱ سلنه زیاتېږي، خو په منځني لوړعاید لرونکو هېوادونو کې دا کچه تر دې هم لوړه ده او نږدې ۳۷ سلنې ته رسېږي.

د نړیوال بانک د څېړنو په وینا، سایبري پېښې هغه غیر قانوني انټرنیټي او ډیجیټلي فعالیتونه دي چې، د کمپیوټري شبکو، معلوماتي سیستمونو او ډیټابېسونو پر وړاندې ترسره کېږي.

سرچینه وایي چې، په دې کې هک کول، د شخصي او دولتي معلوماتو غلا، د کمپیوټري سیستمونو بندول، د مالي معلوماتو لوټل، رینسمویر بریدونه او د انلاین خدمتونو ګډوډول شامل دي.

د مالوماتو له مخې دا ډول پېښې نه یوازې مالي زیانونه رامنځته کوي، بلکې د خلکو پر باور، دولتي خدماتو، روغتیايي او مالي سیستمونو هم ناوړه اغېز کوي.

د نړیوال بانک راپور وايي، د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د پراخېدو سره سم، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د انلاین خدمتونو کارونه په چټکۍ زیاتېږي، د سایبري ګواښونو ګواښ هم لوړ شوی دی.

یاد بانک خبرداری ورکړی چې که د سایبري امنیت تشه پر وخت ډکه نه شي، نو دا به د اقتصادي ودې مخه ونیسي او پرمختیايي هڅې به له خنډ سره مخ کړي.

نړیوال بانک وایي، سایبري امنیت یوازې تخنیکي موضوع نه ده، بلکې دا د اقتصادي ثبات، د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندیتوب، او د دولتونو د اساسي خدماتو د دوام سره مستقیمه اړیکه لري.

راپور زیاتوي چې د سایبري پېښو کمېدل کولی شي د هر وګړي پر سر ناخالص کورني تولید کې د پام وړ وده رامنځته کړي او د دوامدار پرمختګ هدفونو ته د رسېدو بهیر ګړندی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...