Homeخبرونهافغانستان په قطر کې ۳۶ تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کوي

افغانستان په قطر کې ۳۶ تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کوي

تاند (پنج شنبه د لیندۍ – قوس  ۲۷مه)  افغانستان کې د قطر سفیر مردف القاشوطي، د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې د اسلامي هېوادونو په ترسره کېدونکي موزیم کې، افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې په دې نندارتون کې د افغانستان کلتوري او تاریخي اثار، د قطر په کوربه‌توب د اسلامي هېوادونو د موزیمونو په یوه ګډ نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا نوښت کابل کې د قطر د دولت د سفیر مردف القاشوطي له خوا وړاندیز شوی دی.

د قطر سفیر القاشوطي د نندارتون په اړه معلومات ورکړې دي او ویلې یې دي چې، دا نندارتون به د راتلونکي میلادي کال په دویمه میاشت کې پرانیستل شي، چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو چارواکي به یې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون ولري.

نوموړي ټینګار وکړ چې دا نندارتون به د اسلامي هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د هغوی تاریخي میراثونو ته وده ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې نندارتون لپاره ۳۶ تاریخي اثار ټاکنه پای ته  رسېدلې او د هغو د پر وخت لېږد لپاره یې اداري او لوژسټیکي چمتووالی روان دی.

د دغو اثارو د بڼې، تاریخي دورې او لرغونتیا په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...