پنجشنبه, دسمبر 18, 2025
Homeخبرونهپرون چهارشنبه له ګاونډیو هېوادونو کابو ۵ زره کډوال راستانه شوي 

پرون چهارشنبه له ګاونډیو هېوادونو کابو ۵ زره کډوال راستانه شوي 

تاند (پنج شنبه د لیندۍ – قوس  ۲۷مه)  له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، پرون چهارشنبه له بېلابېلو لارو ۸۶۳ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴ زره ۵۹۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د طالبانو ټاکل شويکمېسیون ویلي چې،دغه کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېشمو پل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې همدراز  ۱۱۳۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او له سلګونو کورنیو سره بېلابېلې مرستې شوې دي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال جبري را ایستل په بېسارې توګه زیات شوي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، روان کال له ګاونډیو هېوادونو نږدې دوه میلیون افغان کډوال راستانه شوي دي.

بل لورته که څه هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو را ایستل‌کېدل له سختو غبرګونونو سره مخ شوي خو د یادو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...