پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول...

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ پیل شوې ده او ټاکل شوې چې پر ځای یې یو سوداګریز بازار جوړ شي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې درنې ماشینرۍ لیدل شوي چې د ودانۍ لویې برخې نړوي.

د راپور له مخې، د سینما شاوخوا سیمه د طالبانو د ځواکونو له‌خوا تړل شوې ده. په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې بلدوزرونه دیوالونه نړوي او د هغه ځای دننه، چې یو وخت د افغانستان یوه تر ټولو مشهوره سینما وه، له خاورې او کنډوالو ډک شوی دی.

آریانا سینما، چې د کابل د کلتوري میراث یو مهم سمبول او د هېواد له تر ټولو زړو سینماوو څخه ګڼل کېده، د نړولو په اړه تر اوسه د طالبانو له‌خوا کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.

دا کار د تېرو کلونو د ورته لړۍ دوام بلل کېږي.

تر دې وړاندې د جمهوري په مهال د لومړۍ مرستیال ولسمشر امرالله صالح په امر د پارک سینما نړېدو هم ډېر انتقادونه پارولي وو. د پارک سینما د کابل لومړنۍ سیتما بلل کېده.

د کابل ښار اکثره سینماګانې په ۱۹ ۹۰ یمه لسیزه کې د تنظیمي جنګونو په مهال ونړېدې.

د طالبانو د حکومت په ترڅ کې څو نورې سینماوې هم نړول شوي دي چې له هغو څخه یوه د خیرخانې مېنې سینما وه. چارواکو اعلان کړی و چې هلته به جومات او بازار جوړ شي. همدارنګه، په هرات او کندهار ولایتونو کې هم ګڼې سینماوې تړل شوي یا نړول شوې دي.

آریانا سینما یو وخت د افغان فلم او هنري ژوند تود مرکز و.

5 COMMENTS

  1. افغانسان پنځه زره کلن تاریخ لری د کابل ښار هم ډیر لرغونی ښار دی هرڅه یی تاریخی دی دا ټول باید وساتل شی خصوصآ د کابل سیند جی د پغمان څخه تر اټک د کابل په نوم یادیړی پل سوخته خو د جمهوریت په مهال دپوډریانو په راټولیدو نړیوال شهرت پیدا کړی وو سیند هم د پغمان نه تر پلجرخی د ښار مرکری ډیران او غولخانه وه دا یو تاریخی ځای ګرځیدلی وو طالبانو لویه اشتباه کړی ده جی دا یی پاک کړی دی دا باید د یو نسکو د تاریخی اثارو په لست کی شامل شوی وه تر څو نړیوال یی د بامیان د بوتانو په شان لیدلو ته راجلب شوی وه د عوایدو یوه ستره منبع هم وه ډیر زیات عواید به ورڅخه ترلاسه کیده

  2. د سینما له ودانیو هېڅکله بله ګټه نه اخیستل کیږي ، که څه هم یو پخوانۍ کلتوري اثر به وي ، خو اوس اقتصادي ارزښت نه لري .
    ښه به دا وي چې یو څو داسې ودانۍ د یادګار په توګه وساتل شي ، اما کوم یو چې هغه موقعیت یې زیات تجارتي او اقتصادي ارزښت لري ، هلته باید داسې معیاري ودانۍ جوړې شي ، چې د مشتریانو لپارده د موټرو پارکینګ ولري ، د زلزلې او نورو طبیعي آفاتو په مقابل کې مقاومت ولري ، د برښنا منظم او مصوون جوړښتونه او د اطفایې وسایط او سامان آلات ولري .

  3. میرویس ورور السلام علیکم: لومړی داجی سینما هیڅکله افغان کلتور نشی کیدی دا د پخوانیو نا اهل واکمنانو له خوا د غرب څخه د افغان کلتور د مینځه وړلو او عیاشی خورولوپه خاطر اعمار شوی ده بله داجی قدامت یی د اویا کلونو ډیر نه دی په تاریخی کی نشی راتلای موقعیت یی د ښار په زړه پشتونستان څلور لاری کی د مالیی وزارت تر څنګ جی تر ټولو مهمه تجارتی سیمه ده واقع ده د کابل تاریخی اثار د اسمایی او شیر دروازه غرونو په سر د کوشانا نیانو د وخت دیوالونه دی جی نژدی له مینځه تلونکی دی بالاحصار او نور باید وساتل شی

  4. عبدالرشید دسمبر 18, 2025 At 5:20 pm
    افغانسان پنځه زره کلن تاریخ لری د کابل ښار هم ډیر لرغونی ښار دی هرڅه یی تاریخی دی دا ټول باید وساتل شی خصوصآ د کابل سیند جی د پغمان څخه تر اټک د کابل په نوم یادیړی پل سوخته خو د جمهوریت په مهال دپوډریانو په راټولیدو نړیوال شهرت پیدا کړی وو سیند هم د پغمان نه تر پلجرخی د ښار مرکری ډیران او غولخانه وه دا یو تاریخی ځای ګرځیدلی وو طالبانو لویه اشتباه کړی ده جی دا یی پاک کړی دی دا باید د یو نسکو د تاریخی اثارو په لست کی شامل شوی وه تر څو نړیوال یی د بامیان د بوتانو په شان لیدلو ته راجلب شوی وه د عوایدو یوه ستره منبع هم وه ډیر زیات عواید به ورڅخه ترلاسه کیده

    Reply
    میرویسمیرویس دسمبر 18, 2025 At 5:54 pm
    د سینما له ودانیو هېڅکله بله ګټه نه اخیستل کیږي ، که څه هم یو پخوانۍ کلتوري اثر به وي ، خو اوس اقتصادي ارزښت نه لري .
    ښه به دا وي چې یو څو داسې ودانۍ د یادګار په توګه وساتل شي ، اما کوم یو چې هغه موقعیت یې زیات تجارتي او اقتصادي ارزښت لري ، هلته باید داسې معیاري ودانۍ جوړې شي ، چې د مشتریانو لپارده د موټرو پارکینګ ولري ، د زلزلې او نورو طبیعي آفاتو په مقابل کې مقاومت ولري ، د برښنا منظم او مصوون جوړښتونه او د اطفایې وسایط او سامان آلات ولري .

    Reply
    عبدالرشیدعبدالرشید دسمبر 19, 2025 At 10:01 am
    میرویس ورور السلام علیکم: لومړی داجی سینما هیڅکله افغان کلتور نشی کیدی دا د پخوانیو نا اهل واکمنانو له خوا د غرب څخه د افغان کلتور د مینځه وړلو او عیاشی خورولوپه خاطر اعمار شوی ده بله داجی قدامت یی د اویا کلونو ډیر نه دی په تاریخی کی نشی راتلای موقعیت یی د ښار په زړه پشتونستان څلور لاری کی د مالیی وزارت تر څنګ جی تر ټولو مهمه تجارتی سیمه ده واقع ده د کابل تاریخی اثار د اسمایی او شیر دروازه غرونو په سر د کوشانا نیانو د وخت دیوالونه دی جی نژدی له مینځه تلونکی دی بالاحصار او نور باید وساتل شی

  5. ARIANA MOVIE CHANGE CALTURE TO EUROPEAN STYLE.
    WHEN AHMAD ZAHER WAS ALIVE ARYANA MOVIE WAS PLACE FOR ALCOHOLIST DANCER GIRLS
    ISLAMIC IMARAT GOING IN CORRECT DIRECTION,
    WE HAVE TO SUPPORT ,THEM.
    NEW SUPERMARKET CAN CALL ARYANA SUPERMARKET,
    WE HAVE TO BUILD OUR COUNTRY WITH NEW STYLE BUILDING
    POPULATION IS YEAR BY YEAR GOING UP.
    AFGHANISTAN NEED TO CONSTRUCTION FOR THOUSANDS PROJECTS OF RESIDENCE,
    WATCH SINGAPOOR/MALISIA/PHILIPINS,DOUBAI
    NOW IS NOT TIME 16 PEOPLES SLEEP IN ONE ROOM PLUS 12 COWS
    WE DONT DO WORK FOR COUNTRY,BUT IF SOME ONE WORKING HONESTLY 7/24 AGAINS THEM WE MAKING DRAMA.
    ZENDA BAD KABUL MUNICIPALITY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...