تاند (پنج شنبه د لیندۍ – قوس ۲۷مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې د کډوالۍ په اړه کمزورې تګلاره او ناسم معلومات د کرکې او وېش لامل ګرځي.
نوموړي نن پنجشنبه دا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې،په دې کار سره د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.
ګوترېش د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وینا کې زیاته کړې چې،کډوالي د پرمختګ یو پیاوړی حرکت دی، خو په خبره یېکله چې کډوالي په سمه توګه مدیریت نشي او یا ناسم انځور ترې وړاندې شي بیا دا د کرکې او وېش سبب ګرځي.
ګوترېش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په نړۍ کې جګړو، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي بېثباتۍ د ګڼو انسانونو ژوند ګواښلی او کډوالۍ ته یې اړ کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونه وایي، کډوال په زیاتېدونکي ډول د سختو پالیسیو او پاروونکو څرګندونو له کبله له زیان سره مخ شوي او تر ډېره بریده یې له قانوني خوندیتوب څخه بېبرخې کړي دي.
د نړۍ په کچه افغانان کډوال د دغې ستونزې یوه مهمه برخه ده چې، په سیمه کې د کوربه هېوادونو له زیات فشار سره مخامخ شوي دي.
ایران سږ کال په جبري توګه ۱.۶ میلیونو څخه ډېر افغانان په جبري توګه خپل له دغه هېواده ایستلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
پاکستان هم د افغان کډوالو پر وړاندې خپله پالیسي تر بل هر وخت سخته کړې چې له امله یې سلګونه زره کسان په جبري توګه ایستل شوي او لاهم ایستل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو څرګندونو کې پر حکومتونو غږ کړی چې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره ګډ کار وکړي او داسې سیسټمونه رامنځته کړي چې د ګډ مسوولیت اصل ته پکې پام شوی وي.