Homeخبرونهافغان او قرغیز چارواکو د کاسا-1000 پروژې په تړاو خبرې وکړې

افغان او قرغیز چارواکو د کاسا-1000 پروژې په تړاو خبرې وکړې

تاند (پنج شنبه د لیندۍ – قوس  ۲۷مه)  د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت اجرایوي مشر د قرغیزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا وارداتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو او د کاسا-1000 پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قرغیزستان د انرژۍ وزارت مرستیال وزیر په یاده ناسته کې د دغه هېواد د اوبو د برېښنا د تولید ظرفیتونه، د برېښنا د تولید نورې سرچینې، د شبکې د عصري کېدو پروسه او د ځیرکو میټرونو سیستم تشریح کړ.

د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د طالبانو له برېښنا سکتور سره د تخنیکي همکارۍ په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

قرغیزستاني چارواکي د یاد شرکت پلاوي ته له برېښنا شبکې د نږدې کتنې لپاره رسمي بلنه هم ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دواړه لورو د برېښنا په برخه کې د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا او د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...