پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه ټیستلوبه کې د نیوزیلنډ د پرانستګرو لوبغاړو ریکارډ

په ټیستلوبه کې د نیوزیلنډ د پرانستګرو لوبغاړو ریکارډ

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) د نیوزیلنډ کرکټ لوبغاړو د ورلډ ټېسټ اتلولۍ (چیمپین‌شیپ) په تاریخ کې د تر ټولو د سترې اوپننګ ملګرتیا نوی ریکارډ جوړ کړ.

د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې اوپنرانو ډېون کانوې او ټام لیتهم، پرون (پنجشنبې)، د ورلډ ټېسټ چیمپئن‌شیپ په سیالیو کې نوی تاریخي ریکارډ ثبت کړ.

د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ د درې ټېسټلوبو لړۍ وروستۍ سیالي د ماونټ ماونګانویي په بې اوول لوبغالي کې روانه ده.

د ټېسټلوبې په لومړۍ ورځ نیوزیلنډ ټاس وګاټه او د بیټېنګ پرېکړه یې وکړه. د لوبې له پیله پرانیستګرو (اوپنرانو) ډېون کانوې او ټام لیتهم په زړه پورې او کمساری بیټېنګ وکړ او نوې تاریخچه یې جوړه کړه.

د لومړۍ ورځې تر پایه پورې نیوزیلنډ د یوې ویکټې په زیان ۳۳۴ منډې جوړې کړې.

ډېون کانوې ۱۷۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د هغه د پرانیستګر (اوپننګ) ملګری او لوبډلمشر ټام لیتهم ۱۳۷ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...