۳مه کیسه،
بنین سیوان له ډاکترنجیب الله څه غوښتل؟
د ملګرو ملتو يو لوړپوړي چارواکي فليپ کوروين Philip Corwin چې بينانسيوان سره يو ځای، د سولې په هلوځلو او په سوله ييزه توګه يوې بې پرې شورا ته د ډاکتر نجيب څخه د واک د لېږد په چارو کې شامل وو. د Doomed in Afghanistan افغانستان بربادي نومي کتاب کې، چې ليکوال له بينانسيوان او له نورو ښکېلو کسانو سره ليدلي دي، په دې لړ کې د رباني له خولې کاږلي چې هغه ماته وويل: امنيتي ځواکونه او ملي پوځ بايد منحل شي. ليکوال، په کابل کې له نجيب الله سره ګوري، دی وايي (فليپ ۲۰۰۹کې مړ شو) د شپې ۱:۳۰ بجې د ملګرو ملتو موټر راغی، زه يې لومړی د ملګرو ملتو دفترته بوتلم، بيا د نجيب کور ته لاړو. نجيب سره يې ورور، يو ساتوونکی، جنرال توخي، چې ټول ۹ تنه کېدل، منتظر وو. جنرال توخي او «اوني» د نجيب په استعفا ليک کارکاوه… اوني (دېپلومات )راغی، وېل هوايي ډګر ته د تګ وخت دی. د شپې ۱:۴۵ بجې وې په درې موټروکې وخوځېدو. زه د «ډن کوريک» سره کېناستم چې دی د ملګرو ملتو ايرلينډي ادارې مامور دی. د نجيب ورور او دی زموږ شا ته ناست دي. دويم موټر «اوني» چلوه او جګړن نولن په مخکني سيټ کې ناست دی… دريم موټر تورن پيټر باير چې چې د ملګرو ملتو يو ډنمارکي پوځي دی، له ده سره د توخي کورنۍ ناسته ده. د شپې د نوم په ورکولو له څو پوستو تېر شولو.
په دغه وخت بينين سوان هوايي ډګرته رسېدلی دی ،موږ پوه شو چې له نوموړي سره ۱۵ کسيزه شورا نشته د سولې پلان ناکام شوی دی، کله چې موږ اخري تم ځايته ورسيدو نور زموږ د شپې نوم نه چليده کوريک ډېر کوښښ وکړ چې هغوئ قانع کړي، خو وې نه منله موږ ته يې وويل: د دوۍ يونيفورم بل ډول دى… (نولن) او (اوني) هم ورغللو د نجيب سرتېرو هم ورسره پنځه دقيقې ناندرۍ ووهلي… پدغه کې (اوني) له بينين سيوان سره وغږيد او هغه په تليفون کې ورته وويلې: ماته هم اجازه نه راکوي، چې له الوتکې ښکته شم. د دوستم مليشاوو هوايي ډګر نيولى دى. د وطن ګوند اجرايې کمېټې، دنجيب مخالف دکارمل پلوي ډلې دملګرو ملتو پلان افشا کړيدى. موږ ته ښکاره شوه، چې د دوستم مليشاوو چاته په ٢٤ ساعتو کې د تلو او راتلو اجازه نه ورکوله.
اوني نجيب ته وويل:
که تاسو غواړئ کولى شۍ کور ته لاړ شئ، هغه ورته وويل: همدغه څوک چې ما نه پريږدې هند ته لاړ شم، ښايي ما ووژني… زما لپاره خوندي ځاى، دملګرو ملتو دفتر دي .
پدغه وخت کې بنين سيوان، اوني ته دتليفون په ليکه وويل: موږ د الوتکې دروازه بنده کړېده، چاته اجازه نه ورکوو، چې را ننوځي… دشپې دوه بچي موږ ټول بېرته راوګرځيدو او دملګرو ملتو دفتر ته لاړو.
د اپريل په ١٤مه د ورځې په ٢ بجو د دوستم مليشاوې د الوتکو په وسيله هوايي ډګر ته راوړل شوي وو ، هغه وخت نجيب د دفاع عالي شورا جوړه کړې وه. … دغې بېړنۍ غونډې ته عظيمي او نورو پرچميانو وويل: دغه ځواکونه، دحکمتيار وسله والو له وېرې کابل ته راغلي دي… دوئ له نجيب نه دا هم وغوښتل، چې په راديو تلويزيون کې اعلان وکړي، چې په ١٩٧٩ کال چې شوروي پوځونو په افغانستان بريد وکړ، زه له ملته بښنه غواړم…
موږ د شپې په ٢ بجې د ملګرو ملتو دفتر ورسيدو، نجيب اسلام آباد ته تليفون وکړ، چې بنين سيوان کابل ته راشي، که څه هم سيوان، اوني ته په هغه شپه، ٢:٤٥ بجو ووېل: ازبکان يې له الوتکې راتاو شويدي، اجازه نه ورکوي، چې والوځي… پنځه دقېقي وروسته يې موږ ته ډاډ راکړ، چې درې جنرالان، چې عظيمي او دلاور پېژني راغلي دي… هغه وو چې دشپې درې بجې، ده او دده مرستيال اندرو ګيلمور ته د الوتکې د وتو اجازه ورکړه.
نجيب بيا ډيلي ته زنګ وواهه، چې ده ته يې د وتلو اجازه ورنکړ شوه… پدغه شپه يعقوبي سره هم وغږيد او ټوله کيسه يې ورته تېره کړه… کله چي یعقوبي سره بيا اړيکه ونيوله، ويلې وژل شوي دى…
په پاي کې ليکوال وايي، زه له بنين سيوان، نجيب او توخي سره ناست وم، چې نجيب ورته په ګوډه ماته انګليسي ژبي وويل: دايې لا پيل دى، نوربه څه کېږي ؟!
(تربلې کیسې مو په چښتن تعالی سپارم .)