جمعه, دسمبر 19, 2025
Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغانستان اوربند رعایت نه...

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغانستان اوربند رعایت نه کړ

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ترهګرو عناصرو شتون د سیمې د سولې او امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی، او د ملګرو ملتونو راپور د پاکستان د دریځ ښکاره ملاتړ کوي. نوموړي وویل چې له بل لوري اوربند نه دی رعایت شوی، د پولې له هغې خوا بریدونه دوام لري او له دې سره اوربند عملي نه شو.

ویاند طاهر اندرابي په اسلام‌اباد کې په خپله اوونیزه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې «په افغانستان کې د ترهګرو عناصرو د موجودیت کره او مستند شواهد شته.»

ده د خپلو حرګندونو په دوام کې ادعا وکړه چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په اړه بشري او استخباراتي معلومات لري، او د ترهګرو د شمېر، نومونو او مالي ملاتړ په اړه معتبر راپورونه موجود دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیپلوماتیک چاینلونه فعال دي، د دواړو هېوادونو سفیران په خپلو پلازمېنو کې حضور لري، او پر دوه‌اړخیزو چارو له ډیپلوماتیکو لارو بحث کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان به په سیمه کې د پرله‌پسې ډیپلوماتیکو اړیکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ویاند روښانه کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند باید د دودیزه ډزبندي ونه ګڼل شي، ځکه د اوربند اساسي هدف دا و چې له افغانستان څخه پر پاکستان د بریدونو مخه ونیول شي. د هغه په وینا، له افغان خاورې ترسره کېدونکي ترهګریز بریدونه د ډزو مترادف دي.

دا په داسي حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ هم پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ پر یو شمیر سیمو د توپونو ډزې وکړې.

په کونړ ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله حنیف د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، “دوی (پاکستان) توپونه ویشتلي ، د خلکو مالونه په کې لګېدلي دي، د دانګام ولسوالۍ په صیام کلي غرنیزه سیمه کې دا پېښې شوې دي، دوی تل دا ډول سرغړونې کوي، زموږ ځواکونو تل ځواب ورکړی خو دا چې اوس مو مشرانو د ډز بندۍ امر کړی دی، ځکه بېرته پرې برید نه کوو، که نه دوی بې ځوابه نه پاتې کېږي.”

راپورونه وايي چې پاکستاني پوځیانو د کونړ پر مرورې ولسوالۍ هم د ټوپونو ګوزارونه کړي دي.

خو د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی په خپله خبري غونډه کې وویل چې پاکستان په نیک نیت سره پر اوربند عمل کړی، خو له بلې خوا نه دی رعایت شوی، بریدونه لا هم روان دي او اوربند ټینګ پاتې نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...