جمعه, دسمبر 19, 2025
Homeخبرونهپاکستان ادعا کوي چې د داعش ویاند یې نیولی دی

پاکستان ادعا کوي چې د داعش ویاند یې نیولی دی

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) پاکستان ادعا کوي چې د پټو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په یو لړ عملیاتو کې د داعش خراسان څانګې ویاند، سلطان عزیز عزام، نیولی دی.

پاکستاني رسنیو تېره شپه د خپل هیواد د استخباراتي ادارو پر اساس وویل چې سلطان عزیز عزام د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري نیول شوی دی.

راپور زیاتوي چې د سلطان عزیز عزام اړوند «العزام فاونډېشن» د داعش خراسان د جلب‌وجذب او تبلیغاتو مرکزي شبکه بلل کېده. د نوموړي له نیول کېدو وروسته د داعش خراسان ډېری رسنیزې او تبلیغاتي چارې درېدلې دي.

د عزام د نیولو ادعا پاکستان کټ مټ په داسي ورځ وکړ چې د افغانستان د طالبانو سرچینو وویل چې امنیتي ځواکونو یې په بدخشان ولایت کې د داعش پر هغه مرکز برید کړی چې د تاجکستان په خاوره کې یې پر چینايي کارګرو د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې برید کړی و.

د نوومبر په ۲۶ مه پر چینايي اتباعو په برید کې ۵ تنه وژل شوي وو.

د طالبانو چارواکو په غیرمستقیم ډول دا برید د پاکستان د استخباراتو کار بللی و.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ملګرو ملتونو د «د تحلیلي او څارونکي ټیم» د راپور له مخې، سلطان عزیز عزام د داعش خراسان رسمي ویاند او د دې ډلې د رسنیزې څانګې بنسټګر و.

د طالبانو سرچینو پرون اعلان وکړ چې په بدخشان کې د داعش پر پټنځای د دوی په برید کې د دې ډلې بهرني اتباع په نخښه شوي دي.

دوی د دې پټنځای موقعیت د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...