Homeخبرونهد ایټالیا او موزمبیق د مشرانو د قد توپیر

د ایټالیا او موزمبیق د مشرانو د قد توپیر

تاند – د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني او د موزمبیق د ولسمشر ډینییل چاپو د لیدنې عکسونه پر ټولنیزو رسنیو ډېر ژر وایرل شوي دي.

دا لیدنه د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا د روم ښار په «پلازو کیجي» ماڼۍ کې وشوه، چې د دواړو مشرانو په قد کې غیرمعمولي توپیر د ټولو پام ځانته واړاوه.

په دې کتنه کې د انرژۍ، سوداګرۍ او دوه‌اړخیزو همکاریو په څېر په مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، خو د سیاسي اجنډا پر ځای د دواړو مشرانو د قد توپیر په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې تر ټولو ډېر بحث راوپاروه. کله چې کامرې د دې لیدنې شېبې ثبتولې، د جورجیا میلوني پر څېره د حیرانتیا نښې څرګندې وې.

د ایټالیا د صدراعظمې او د موزمبیق د ولسمشر ګډ عکسونه د قد روښانه توپیر ښيي، چې له امله یې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه او تبصرې پیل کړې.

د موزمبیق ۴۸ کلن ولسمشر ډینیئل چاپو قد شاوخوا ۶ فټه او ۸ انچه دی، په داسې حال کې چې د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني قد نژدې ۵ فټه او ۲ انچه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...