شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+هغه لیکوال چې په ماشومتوب کې غل او دیدو و

هغه لیکوال چې په ماشومتوب کې غل او دیدو و

تاند- له نن څخه ۱۱۳ کاله پخوا د ۱۹۱۰ د دسمبر په ۱۹ مه ناول لیکوال او د جنايي پېښو فرانسوی لیکوال ژان ژینې (Jean Genet) زېږېدلی دی.

ژینې نه یوازې ناولونه لیکلي بلکې ګڼې ډرامې او نندارې هم کښلي دي.

دی د خپل ژوند په لومړیو کې دیدو (کوڅه ډب) و، ځینې وختونه به یې واړه جرمونه هم کول خو وروسته یې لیکوالۍ ته مخه کړه.

د ده په مشهورو اثارو کې «د بریست دعوه»، «د غله او د ګلونو د مېرمنې ډایري»، «د بالکون ډرامې»، توران (تورپوستي)، «نوکران» او نور د یادولو وړ دي.

د ژینې کوم اثر په پښتو نه دی ژباړل شوی خو «توران» ډرامه یې ایرانیانو د «سیاه زنګي» په نوم په فارسي ژبه ژباړلې او خپره کړې ده.

ژینې په دې مشهور دی چې لیکنې یې پېچلې دي او عموماً ژباړونکي یې په ژباړه کې ستونزې لري.

سربېره پر دې چې د ده پلار بې لارې و، مور یې هم بدلمنه وه او له همدې کبله یې د خپل زوی (ژینې) یوازې یو کال پالنه کړې او بیا یې نورو ته سپارلی دی.

ژینې په یوه اطرافي سیمه کې یوه نجار لوی کړ. د ده د ژوند په اړه ادموند وایت لیکلي چې ډېر مینه ناک او ورین و. په ښوونځي کې یې هم ښې نومرې اخیستې خو له دې سره سره به له کوره تښتېده او کوچنۍ غلاوې به یې کولې.

وروسته له دې چې د ترکاڼ مېرمن، چې ژینې یې زوی منلی و، مړه شوه، نوموړی یوې زړې جوړې ته وسپارل شو خو دی له هغوی سره یوازې څه کم دوه کاله پاتې شو.

هغې کورنۍ ویل چې ژینې د شپې له خوا له کوره وت او ځان یې هم سینګاراوه.  یو وار یې ډېرې پیسې ضایع کړې. په ځلونو په سړکونو کې ویده شوی او یو وار، چې ۱۵ کلن و، متیري ټاپو ته جزايي واستول شو. هلته د ۱۹۲۶ د دسمبر له ۲ د ۱۹۲۹ د مارچ تر لومړۍ پورې بندي و.

ده په «سره ګل معجزه» کتاب کې د دې بند حال بیان کړی دی.

ژینې په خپلو ورځنیو خاطرو یا ډایري کې د خپل ژوند ټول حال؛ غلاوې، همجنس پالنه او دیدوتوب بیان کړي دي.

په ۱۹۳۷ کې پاریس ته تر بېرته ستنېدو وروسته ژینې د غلا، جعلکارۍ، دیدوتوب، جنسي عملونو او نورو جرمونو په تور نیول کېږي. ده په بند کې «د مرګ غندنه» په نوم لومړنی شعر ووایه او په خپلو پیسو یې چاپ کړ. همداراز یې «زموږ د ګلونو مېرمن» ناول همالته ولیکه چې په ۱۹۴۴ کې چاپ شو.

ژینې تر ۱۹۴۹ پورې ۵ ناولونه، ۳ ډرامې او ګڼ شمېر شعرونه ولیکل. ده د همجنسپالنې او تر ډېره حده په قصدي ډول د هغې لمسوونکي تصویر په خپلو لیکنو او شعرونو کې په ښکاره انځور کړ. له همدې کبله د ده اثار تر ۱۹۵۰ لسیزې پورې په امریکا کې منع وو.

نامتو لیکوال سارتر له دیدوتوبه تر لیکوالۍ پورې د ژینې د ودې په اړه اوږده شننه کړې چې سرلیک یې دی: «سپېڅلی ژینې»

ژینې د سارتر تر سخت اغېز لاندې راغی او په ورپسې ۵ کلونو کې یې هیڅ ونه لیکل.

ژان ژینې د ۱۹۸۶ کال د اپریل په ۱۵ مه په پاریس کې مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب