پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏افغان او هندي چارواکو د ټوکر سکټور د عصري کولو په تړاو...

‏افغان او هندي چارواکو د ټوکر سکټور د عصري کولو په تړاو خبرې کړي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس شفیع اعظم د هند د ټوکر ټکسټایل وزارت له مسولینو سره کتلي.

افغانستان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبر په بنسټ، ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري کولو، او د ټوکر او جامو سکتور د عصري کولو په برخو کې په فرصتونه خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي، ناسته کې هندي لوري افغانستان رسماً دعوت کړ چې د «بهارت ټیکس» تر نامه لاندې نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

پای کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د موضوعاتو د تعقیب لپاره به ګډه تخنیکي کمېټه جوړوي، څو د افغانستان او هند تر منځ د پنبې او ټوکر په برخه کې د همکارۍ لپاره مشخص پلانونه جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...