Homeخبرونهد هند دفاع وزیر سند باید له هند سره یوځای شي، د...

د هند دفاع وزیر سند باید له هند سره یوځای شي، د پاکستان غبرګون

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د هند د دفاع وزیر پر هغو څرګندونو شدید انتقاد وکړ چې ویلي یې و، سند د هند برخه ده او باید له هند سره یوځای شي.

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د دې څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هندي وزیر دا حرګندونې پاروونکې او د تاریخ خلاف دي.

پاکستان په ۱۹۴۷ م کال له هند څخه جلا شو.

د هند دفاع وزیر دا هم ویلي چې باید د کشمیر هغه برخه کې، اوس د پاکستان تر کنټرول لاندې ده، له هند سره یوځای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند د دفاع وزیر څرګندونې د نړیوال قانون او په رسمیت پېژندل شویو پولو خلاف بللې دي.

خو سینګ ویلي چې سند له کلتوري نظره د هند برخه ده او د هند او سند ترمنځ اوسنۍ پوله کېدای شي بدله کړل شي.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې سږ کال وروسته له هغه ترینګلې شوې چې هند په خپله خاوره کې د تروریستي بریدونو په غبرګون کې د پاکستان خلاف د سیندور په نامه پراخ عملیات پیل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...