Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: ننګرهار کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټو باغونه حاصل ته...

مسوولان: ننګرهار کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټو باغونه حاصل ته رسېدلي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه)  ننګرهار کې د طالبانو وادي کرنیز شرکت مسوولانو ویلي، چې د هډې فارم په عبدالخېلو بلاک کې، پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټو باغونه حاصل ته رسېدلي دي.

د طالبانو اړوند دولتي شرکتونو لوی ریاست لیکلي، دغه اندازه ځمکه د ډېرې مودې وروسته بېرته اباده شوې، چې په ۲۰ جریبه ځمکه کې لیمو او په سلګونو جریبه کې، نور کرنیز فصلونه هم کرل شوي.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسوولان وایي، د هډې فارم د عبدالخېلو بلاک، د منظمو تفریحي ځایونو سړکونو او چمنونو په درلودو یادې سیمې ته ځانګړې ښکلا ورکړې.

چارواکي زیاتويی چې د یادو باغونو له برکته د سیمې اقتصادي ارزښت لوړ شوی، شنې ساحې پراخې شوي او لسګونو هېوادوالو ته پکې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

سره له دې چې حاصل رسېدلی خو لاهم د اټکل شویو حاصلاتو په اړه مسوولانو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...