پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههند په بهارت ټیکس نندارتون کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړه

هند په بهارت ټیکس نندارتون کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړه

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هند پلاوي د افغان بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس شفیع اعظم ته د دغه هیواد په بهارت ټیکس نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

دغه وزارت وايي، هندي پلاوي نن د یوې لیدني پر مهال افغان لوري ته ویلي چې، په دغه نندارتون کې افغان تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

سرچینه وايي، دواړو لورو په دغه لیدنه کې د پنبې د پروسس، تولید او د دغه کښت د کیفیت لوړولو پر تخنیکي مرستو، د بشري ظرفیتونو لوړولو،د صنایعو، کالو او ټوکر جوړولو سکټور د عصري کولو، د ټکنالوژۍ د تبادلې، مسلکي روزنیزو پروګرامونو او ګډو تولیدي پروژو پر ارزولو هم خبرې کړي.

سرچینې زیاته کړې چې دواړه لورو د یادو موضوعاتو له پاره یې د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...