جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد هند د سینما مشهور ستوری درمندر سېنګهـ د ۸۹ کلونو په...

د هند د سینما مشهور ستوری درمندر سېنګهـ د ۸۹ کلونو په عمر ومړ

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) ‏د بالیووډ مشور او تاریخي لوبغاړی درمندرسېنګهـ د ۸۹ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

درمندر چې د هندي سینما “پولادي ستوری” بلل کېده، د خپل ژوند د ۶ لسیزو په اوږده فلمي نړۍ کې په ډېر هنر او کمال سره عشقي، خندني، تراژیدي او احساساتي رولونه ترسره کړي دي.

نوموړي تر ۳۰۰ زیاتو فلمونو کې کار کړی او د شولې، چپکې چپکې، انوپما او ستیه کام په څېر فلمونو کې د یادګاري کردارونو له لارې د بالیووډ سینما پرده لکه لمر روښانه کړې وه.

د درمندر اعلی هنري ځواک، جذابیت، طبیعي تمثیل او د هغه مینه والو سره د ده ژوره اړیکه د دې لامل شوه چې درمندر سینګ دیول د سینما داسې نوم کړي، چې نسلونه به یې یادوي.

درمندر د افغانستان او افغانانو په اړه تل له درناوي او مینې خبرې کولې.

هغه ویلي وو چې افغانان د زړه خلک دي او د دوی مینه یې هېڅکله نه ده هېره شوې. د همدې احساساتو له امله د هغه فلمونه د کابل له سینماګانو نیولې تر کندهار او هراته د خلکو د خوښیو او هیلې یوه سرچینه وه.

درمندر د ۱۹۶۰مو په پیل کې فلمي نړۍ ته داخل شو او تر ۱۹۸۰مو کلونو پورې د بالیووډ پر سینما د واکمن ستوري په توګه وځلېد. هغه په هغو لږو هنرمندانو کې و، چې دومره اوږده موده یې سینما کې خپل ځای وساته او د هر عمر خلکو زړونو کې و.

درمندر د بالیووډ له مشهورې ستورې هیمامالني سره واده کړی و او دا دواړه د هند د سینما یوه تاریخي او نه بېلېدونکې جوړه ګڼل کېږي.

هغه د دوو مشهور اداکارانو ــ سني دیول او بوبی دیول ــ پلار دی، چې دواړو د هند فلمي صنعت او د بالیووډ په تاریخ کې د خپل پلار په څېر ځانته جلا ځایونه جوړ کړل.

درمندر سینګ دیول له اوږدې مودې د ناروغۍ په بستر پروت و، چې په وروستیو اوونیو کې یې روغتیا د اندېښنې وړ وه.

هغه نن دوشنبه د هند ممبۍ کې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب