جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ډیلي په هوايي ډګر کې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه...

د ډیلي په هوايي ډګر کې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه له جدي خطر سره مخامخ شوه

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د یکشنبې په ورځ غرمه مهال، د ډیلي په نړیوال هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته جدي پېښه رامنځته شوه؛ د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه پر غلطه ځغاستلیکه (رن وې) کښه شوه، په داسې حال کې چې له هماغه ځغاستلیکې څخه د اییر انډیا الوتکه د الوت لپاره په حرکت کې وه. د هند د ملکي هوايي چلند عالي اداره DGCA وايي چې موضوع تر پلټنې لاندې ده.

د راپورونو له مخې، د اريانا افغان هوايي شرکت د Airbus A310 الوتکه چې له کابل څخه ډیلي ته تللې وه، د ډیلي د هوايي ډګر پر ۲۹L رن‌وې د ناستې اجازه ترلاسه کړې وه، خو الوتکه په غلطۍ پر بله ځغاستلیکه، کښېناسته.

په هماغه شېبه کې:

د ILS خرابوالی او په کښته کېدلو کې انحراف

د الوتکې قوماندان DGCA ته ویلي چې تر ناستې مخکې د الوتکې Instrument Landing System – ILS خراب شو. د دې له امله، الوتکه د خراب لید له کبله له خپل مسیر څخه واوښته او د غلطې رن‌وې پر لور ولاړه.

پيلوټ منلې چې ATC ورته د 29L رن‌وې د ناستې اجازه ورکړې وه، خو ادعا یې کړې چې ATC د مسیر د انحراف په اړه د عملیې پام نه و را ګرځولی.

د Air India الوتکې تازه الوت کړی و

د سرچینو په وینا، د Air India الوتکه AI-2243 چې ریاض ته روانه وه، تازه له همدې رن‌وې 29R الوت کړی و چې په هماغه شېبه اريانا الوتکه پرې ښکته شوه.

DGCA د اريانا پيلوټ د ادعاوو په اړه پلټنه کېږي.

ILS څه شی دی؟

ILS یو راډیويي نیویګېشن (لارښود) سیستم دی چې الوتکو ته د ناستې پر مهال اړخیزې لارې (lateral) او عمودي لارې (vertical)دقیقې لارښوونې ورکوي، په ځانګړي توګه د خراب لید په حالت کې.

ILS د خرابیدو په صورت کې پيلوټان یوازې په (Visual Approach)  کښېنستلی شي.

پيلوټ: یوازې د ځمکني برج له خبرولو وروسته پوه شو چې پر ناسمه ځغاستلیکه کښته شوی

د اريانا د الوتکې کپتان ویلي:

” موږ یوازې وروسته له دې چې له ځغاستلیکې ووت، پوه شوو چې پر غلطه رن‌وې کښېنستي یوو. برج راته وویل چې تاسې په 29R کښته شوي یاست، نه په 29L. دا انحراف د ILS د خرابېدو او د اړخیزې لارښوونې د له منځه تلو له امله پېښ شو.”

د پېښې پلټنه روانه ده او DGCA وايي د افغان پيلوټ بیان په شمول ټولې ادعاوې به په تفصیل څېړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب