تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶ میلیارد او ۷۸۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالسلام جواد، ویلي چې د افغانستان صادرات په دې موده کې ۷۴۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي؛ داسې رقم چې د تېر کال د شپږو میاشتو د ۶۸۵ میلیون ډالرو پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د نوموړي په وینا، د هېواد واردات هم ۶ میلیارد او ۳۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د صادراتو توکي انځر، میمز، زردآلو، پسته، زعفران، انګور او څښاکونه دي چې ډېری یې پاکستان، هند، متحده عربي امارات، قزاقستان، قرغیزستان، ترکیې، ایران، چین او عراق ته صادر شوي دي.
په بدل کې، د هېواد اصلي وارداتي توکي تېل او ګاز، خوراکي مواد، ټوکر، ماشینونه، سمنټ او نور توکي دي چې له ایران، اماراتو، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې، قزاقستان، مالیزیا او هند څخه وارد شوي دي.
تر دې وړاندې د تلې په لومړۍ (د سې شنبې په ورځ) پاکستاني رسنیو هم د خپلو مالي چارواکو په قول ویلي و چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د جولای او اګست په دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ثابته پاتې شوې، خو د دواړو هېوادونو په صادراتي او وارداتي کچې کې بدلونونه لیدل شوي دي.
د پاکستان رسمي سرچینو نېش The Nation ورځپاڼې ته ویلي چې د یادو دوو میاشتو په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲۸۲ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي.
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو، د میلیونونو کډوالو د راتګ، پر له پسې وچکالیو، سیلونو او وروستیو ویجاړوونکو زلزلو د افغانانو اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي.
د افغانستان او پاکستان سوداګري؛ د افغان صادراتو زیاتوالی او د پاکستاني صادراتو کمښت