تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم، د چهارشنبې په ورځ د د طالبانو دله حکومته وغوښتل چې د ترهګرو شبکې له منځه یوسي، ځکه چې د ده په وینا دا ډلې د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
اسحاق ډار، د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کې د افغانستان په تړاو اندېښنې څرګندې کړې، ویې ویل چې د څه باندې ۲۰ تروریستي ډلو په اړه اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
هغه د غونډې د پرانیستې پر مهال وویل:
«پاکستان په ځانګړې ډول د هغو ډلو په اړه اندېښمن دی چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي لکه ټي ټي پي (د پاکستان د طالبانو تحریک)، د بلوچستان ازادۍ پوځ او د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت.»
ډار له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د کار اخیستو د مخنیوي لپاره عملي او مشخص ګامونه پورته کړي.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځیان او ولس اوس هم د افغانستان له لوري د ترهګرۍ قرباني کېږي. د ده په وینا، د همدې میاشتې په پیل کې ۱۲ پاکستانی سرتېري د تحریک طالبان پاکستان له جنګیالیو سره په نښتو کې وژل شوي چې له افغانستانه ور اوښتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې پر دې هم ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې په چټکۍ سره له مجازي فضا او ټولنیزو شبکو څخه د تبلیغ او د تاوتریخوالي د هڅونې لپاره کار اخلي، او دا وضعیت یې «په هیڅ حال د منلو وړ نه» وباله.
اسحاق ډار همداراز وویل چې افغانستان باید نور د انزوا ښکار نه شي او د دې هېواد او نړیوالې ټولنې ترمنځ اوسنی ولاړ حالت دوام نه شي کولی. هغه د اسلامي همکاریو سازمان ته وړاندیز وکړ چې د غړو هېوادونو د متخصصانو یوه کاري ډله جوړه کړي څو د افغانستان د عاجلو ستونزو د حل لپاره ید لارې نقشه طرحه کړي.
ډار ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان د سولې او پرمختګ د هر ډول هڅو ملاتړ کوي، خو دا کار د طالبانو له لوري د «متقابل درناوي، رښتینولۍ او سیاسي ارادې» غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړه: «هیڅ هېواد د افغانستان د ثبات او عادي کېدو هومره غوښتونکی نه دی لکه پاکستان، ځکه د دواړو ملتونو برخلیک سره کلک تړلی دی.»
اسحاق ډار د اسلامي همکاري له سازمانه وغوښتل چې د افغانستان پر څو اړخیزو کړکېچونو تمرکز وکړي، لکه نړیوال بندیزونه، ترهګري، د مخدره موادو قاچاق، د بانکي نظام سقوط، بېکاري، فقر، د بشري حقونو مسایل او د طالبانو د حکومت د نهپېژندل کېدو ستونزه.
هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره باید غیرسیاسي اجنډا بشري مرستې وړاندې شي، اقتصاد او بانکي نظام یې پیاوړی شي، طالبان د نړیوالو ژمنو پلي کولو ته وهڅول شي، او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لغوه شي.
ډار په پای کې وویل: «د اسلامي همکارۍ سازمان باید طالبان وهڅوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هغه ناموجه محدودیتونه چې د اسلامي اصولو خلاف دي، لرې کړي.»