تاند (چهارشنبې، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د بریتانیا «ټېلګراف» ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې پاکستان د نړۍ د تریاکو د تولید د اصلي د سرچینې په توګه د افغانستان ځای نیسي.
د ټیلګراف د راپور له مخې، د سپوږمکۍ په وسیله تازه اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر زرګونه هکتاره کرنیزو ځمکو کوکنار کرل شوي دي. په ځینو سیمو کې، په ځانګړي ډول د ګلستان ښار شاوخوا، تر ۷۰ سلنې پورې ځمکې د کوکنارو کښت ته ځانګړې شوې دي.
دیوېډ منسفیلډ، چې په افغانستان کې د تریاکو د سوداګرۍ کارپوه دی او د امریکا د حکومت له مخدره موادو سره د مبارزې پروګرامونه یې ارزولي، ټېلګراف ته ویلي: «د بلوچستان د کروندو کچه او پراخوالی د نه کنټرولېدونکي کښت ښکارندویي کوي، تر دې حده چې حتي په افغانستان کې د کوکنترو د کښت او تولید د اوج په وخت کې یې هم ساری نه و لیدل شوی.»
ټیلګراف لیکلي چې افغان کروندګرو د کوکنارو د کښت تخنیکي مهارتونه له ځان سره پاکستان ته وړي دي. هغوی له ساده ټکنالوژۍ لکه په لمریزه انرژۍ له چلېدونکو پمپونو څخه په استفادې له ژورو څاهګانو اوبه باسي.
پر دې سربېره، ځایي بلوڅ شبکې او د پاکستاني جنګیالیو ډلې هم له دې وضعیت څخه ګټه اخلي. کروندګر وايي چې د خپلو محصولاتو د صادرولو لپاره اړ شوي دي چې د پاکستان امنیتي او ملېشه ځواکونو لکه «سرحدي قول اردو» (Frontier Corps) ته، چې په فساد تورنه ده، برخه ورکړي.
ډېر افغان کډوال بزګر د ځایي ځمکوالو څخه ځمکه کرایه کوي یا یې له هغوی سره په شراکت کري. سره له دې چې پاکستان په پوله د اغزن سیم کټارې درولې دي، دوی بیا هم په اسانۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي.
له هوا څخه اخیستل شوي تصیورونه تاییدوي چې د ګلستان ښار شاوخوا ډېره برخه د کوکنارو پر کروندو بدله شوې ده.
ګلستان د بلوچستان ایالت یو ښار دی او د «قلعه عبدالله» ولسوالۍ مرکز بلل کېږي. دا ښار له ډیورند کرښې یوازې شاوخوا ۸ کیلومتره لرې پروت دی. همدا ځانګړنه ګلستان ښار د خلکو د مالونو د انتقال او د کوکنارو د کښت لپاره په یوه ستراتیژیک ځای بدلوي.