تاند (چهارشنبې، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د اسیايي جام د شل اوره سیالیو په دوام کې نن د هند غښتلې لوبډله د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره مخامخ شوه.
د اماراتو لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او ټول لوبغاړي یې په دیارلسم اور کې په داسی حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۵۷ منډې کړې وې.
هندي لوبغاړو د سیالې لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف د یوه لوبغاړي له سوځېدو وروسته په څلورم اور او درېیم توپ پوره کړ. او په دې توګه یې متحده عربي اماراتو ته په ۹ ویکټونو او ۹۳ اضافي توپونو ماته ورکړه.
د هند لپاره کلدیپ یاداف ۴ او شیوان دوب ۳ ویکټونه واخیستل.
سبا په بي ګروپ کې بنګله دېش له هانګ کانګ سره مخامخ کېږي. پرون افغانستان هانګ کانګ ته په ۹۴ منډو ماته ورکړې وه.