Homeخبرونهپه یوه ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه او ۷ ژوبل شول

په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه او ۷ ژوبل شول

تاند (چهارشنبې، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د بغلان امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبې د «پلفي» په کوتل کې هغه مهال وشوه چې د سپرلیو یو موټر له سړکه واوښت او درې ته ولوېد.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مړو کسانو په ډله کې دوې ښځې او د ټپیانو په منځ کې څلور ماشومان شامل دي.

په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي. یوازې په تېرو درې ورځو کې، د همدې ۹ کسانو ترڅنګ، ۱۳ تنه نور په دوو ترافیکي پېښو کې په بدخشان او ننګرهار کې مړه شوي دي. د ډرېورانو بې‌احتیاطي او د مناسبو سړکونو نشتوالی د ډېری پېښو لامل بلل شوی دی.

د پلفي کوتل د بغلان مرکز پلخمري او د دې ولایت د درې ولسوالیو ترمنځ یو له خطرناکو او ستونزمنو لارو څخه دی، چې هر کال پکې د مرګونو ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...