جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاسرائیل: که په دغه برید کې د حماس مشران نه وي وژل...

اسرائیل: که په دغه برید کې د حماس مشران نه وي وژل شوي بیابه یې ووژني

تاند ( چهارشنبه د وږي ـ  سنبلې ۱۹مه) ‏اسراییلي د حماس پر لوړپوړو غړو د تېرې ورځې له برید وروسته ویلي، که د حماس مشران په دغه برید کې وژل شوي نه وي هرو مرو به یې ووژني.

امریکا کې د اسراییل سفیر لایټر فاکس نیوز ته ویلي، دا مهال پر قطر د اسراییل د برید له امله ښايي یو څه نیوکې وشي؛ خو په خبره یې ژر به پای ته ورسېږي او اسراییل به بېرته خپل هدف ته ځان ورسوي.

هغه خبرداری ورکړی، که د قطر په زړه کې د اسراییل د هوايي برید په پایله کې د حماس مشران ژغورل شوي وي؛ نو اسراییلي پوځ به یې بل ځل په نښه او له منځه یوسي.

پرون سه شنبه ماښام مهال اسراییل د قطر په مرکز دوحه کې د حماس د مرکچي پلاوي پر لوړ پوړو مشرانو برید وکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې برید کې د حماس د مذاکراتي ټیم مشر خلیل الحیه زوی وژل شوی دی.

نږدې دوه کاله کېږي چې د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې جګړه روانه ده او قطر د دې جګړې د اوربند او خبرو اترو کوربه دی.

تر دې برید وروسته د قطر لومړي وزیر شېخ محمد بن عمران ال ثاني ویلي، د اسراییل د تېرې ورځې برید د اوربند اړوند ټول هوکړه لیکونه له منځه وړي او د سولې خبرې یې اغېزمنې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د اسراییلو دا برید به بې ځوابه پاتې نشي.

پر قطر د اسراییل برید ته ګڼو هېوادونو غبرګونونه ښودلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب