جمعه, فبروري 6, 2026
Homeسپورتد اسیا جام دوهمه لوبه کې نن هند او امارات سره لوبېږي

د اسیا جام دوهمه لوبه کې نن هند او امارات سره لوبېږي

تاند ( چهارشنبه د وږي – سنبلې ۱۹مه ) د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې نن د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه سیالۍ نن ماښام په ۷ بجو پيلېږي.

د اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې تېره شپه د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، چې افغان ملي لوبډلې د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.

دغه جام به د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې دوام کوي، چې اته لوبډلې پکې ګډون کړی.

ګډونوالې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.چې په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات لوبډلې دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلې دي.

اسیا جام سیالۍ هرو دوو کالو وروسته په شل اوریزو او یا هم پنځوس اوریزو فارمټونو کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...