جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ایل د آیفون نوی نسل او نوي محصولات معرفي کړل

ایل د آیفون نوی نسل او نوي محصولات معرفي کړل

تاند ( چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه) ایل د آیفون نوی نسل او څو نوي محصولات معرفي کړل.

آیفون ۱۷ ایر د اپل په تاریخ کې ترټولو نری ماډل او ۵.۶ ملي مټر پلنوالی لري او ۹۹۹ ډالر بیه لري، چې د وږي پر اته‌ویشتمه به له ای‌۱۹‌پرو چيپ او برښنایي سیم‌کارټرو سره بازار ته وړاندې شي.

آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.

د ایر پاډز پرو ۳د کوچني ډیزاین، د لوړ غږ لرې کولو له ځواک، مصنوعي ذکاوت ځواکمنې ژوندۍ ژباړې او زړه ضربان حس سره معرفي شو.

د بیټرۍ د زیرمې ساتنه اته ساعته ټاکل شوی او بیه یې ۲۴۹ډالر ټاکل شوی ده.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې نوي تولید راتګ ته خلک هیله من دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...