تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه) په نیپال کې د خونړیو لاریونونو وروسته پوځ په پلازمېنه کتمندو کې تر سبا سهاره ګرځبندیز اعلان کړی.
پوځ وايي دا محدودیت به لږ تر لږه د پنجشنبې تر سهاره دوام وکړي، څو ښار بېرته ارام شي.
د دوشنبې په لاریونونو کې چې د فساد پر ضد او پر ټولنیزو رسنیو د بندیز له مله پیل شوي وو، ۱۹ کسان ووژل شول او پارلمان ودانۍ وسوځول شوه.
تېره ورځ د خلکو فشارونو ته په پام، د نیپال لومړي وزیر کي. پي. شرما اولي استعفا ورکړه.
دغه لاریونونه د ټولنیزو شبکو د بندېدو اعلان سره راپورته شول، چې وروسته حکومت دا بندیز واخیست، خو د خلکو غوسه لا زیاته شوه.
ډېری لاریونوال ځوانان دي چې د فساد او بې کارۍ پر ضد اعتراض کوي.
نیپالي رسنۍ وايي، د نیپال چارواکي اوس هڅه کوي د لاریوالو او سیاسي ډلو ترمنځ خبرې پیل شي، یو شمېر سیاسي څېرو وړاندیز کړی چې پارلمان منحل او نوې ټاکنې وشي.