جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهقطر وايي، د اسراییلو برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

قطر وايي، د اسراییلو برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه) د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان ال‌ثاني د اسراییلو برید پر خپل هېواد «له خیانته ډک» بللی او ویلي یې دي چې دغه برید به بې ‌ځوابه پاتې نه‌شي.

ال‌ثاني یادې څرګندونې د دوحې په یوې خبري ناستې کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د اسراییل کړنې د ملکیانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی او د کړکېچ کچه یې بې‌ساري لوړه کړې ده.

د قطر لومړي وزیر همداراز وویل چې هېواد یې د حقوقي هڅو لپاره ځانګړې حقوقي ډله جوړه کړې، څو د اسراییل د برید پر وړاندې قانوني اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ پرون سه شنبه ماښام، د حماس د مشرانو یوه غونډه په دوحه کې د هوايي برید هدف وګرځوله چې په ترڅ کې یې د حماس پنځه غړي ووژل شول.

یاد برید ته د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو غبرګونونه ښودلی او د اسراییلو دغه اقدام یې غندلی دی.

2 COMMENTS

  1. پدې برید کې د امریکا او برتانیه ورسره پوره همغږی وو کچیری اوس ټرمپ وایی چې زه خبروم نو بیا بیرته خبره دده طرف ته را ګرځی نو ځکه یی ځان بی خبره وښوده نو ټرمپ او اسرایل پدې پوهیږی چې قطر د اسرایلو په وړاندې هیڅ هم نشي کولي کچیری دوی د ایران یا بل هیواد څخه مرسته غواړی نو امریکا به هماغه هیواد هم تر برید لاندې نیسی نو ګمان کوم قطر به ځان غلی ونیسی ځکه کله چې امریکا په ایران برید وکړ نو ایران د امریکا نظامي آډه چې قطر کې ده د برید لاندې ونیوله خو تلفات نه لرل نو امریکا خپل قصد اسرایلو په وسیله واخیست کله چې امریکا چاته غوسه شي غچ د پاکستان او اسرایل له لوری تری اخلی

  2. که غواړو چي اسرائیل یا بل متجاوز ته ځواب ورکړو لار یی دا نده چي د
    اجنبی نظامی هډو ته په خپله خاوره کی ځای ورکړو یا د نړۍ فاسدو ملکانو ته لویی تحفی او د تملق لار غوره کړو او یا د نورو د ګټو لپاره کودتا وکړو او د ملت او امت اصیل بچیان ووژنو یا زندانونه ورباندی ډک کړو.
    موږ ته د عزت او قوت لار راښودل شوی ، عملی تجربه یی په پیړیو لیدل شوی ،عوامل د قوت او عزت په اعتصام بحبل الله او صف مرصوص او و اعدوا لهم ما استطعتم من قوه ……..ترهبون به عدوالله و عدوکم او نور لازمه هدایات او ورسره انسانی صلاحیتونه لکه تحصیل د علوم،تعقل او تدبر،ابتکار ،ښه انسانی اخلاق او روابط ،طرق د دعوت او اصلاح ،اخوت او توسعه د انسانی سالمو روابطو په اسلامی قلمرو او بهر کی له نړیوالو سره او نور هغه څه چي انسان په دنیا کی د خلیفه مقام ته رسوی او آخرت کی مستحق د جنت ګرځوی ټول عملی شوی او اوس هم د نړۍ کتابتونونه او علمی مراکز پری ډک
    او اهل الذکر یا متخصصین شتون لری خو بازګشت الی الله والرسول موږ دوباره هغه عزت او قوت ته وصل کولی شی .
    د قطر پیښې یو ځل بیا ثابته کړه چي :
    ولن ترضی عنک الیهود و……صدق الله العظیم
    نو ۵۷ اسلامی ملوک که وغواړی د ناټو نه لوی مصلح او باز دارنده قوت جوړیدای شی ،هلته چي یو ملت یو صف او ۵۷ ملل واقعا امة واحدة ته لوړ شی .
    نو اوسنی حالت چي ملوک متشتت او اکثرا د خپلی بقاء لپاره اجنبی تکیه ګاه چي د پردی کټ مثال لری سبب د راحت او لازمی ځواب نشی کیدای ځکه صف مرصوص او لازمه تکنالوجی نلرو او د نورو تړونونه لکه چي ولیدل شول کارآمد ندی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب