تاند (چهارشنبې، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) په کابل او بغداد کې د امریکا پخواني سفیر او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په پاکستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو په اړه د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور په غبرګون کې ویلي چې پاکستان د سیمې لپاره پر یوه خطر بدلېږي.
ده په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «که دا راپورونه سم وي، پاکستان په یوه سیمهییز ګواښ بدلېږي. د مخدره موادو عایدات د تروریزم او تاوتریخوالي پلوي ډلې تمویلولی شي، په سیاسي او اقتصادي جوړښتونو کې فساد زیاتولی شي او په ټولنه کې اعتیاد خپرولی شي.»
د ټیلګراف د راپور له مخې، د سپوږمکۍ په وسیله تازه اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر زرګونه هکتاره کرنیزو ځمکو کوکنار کرل شوي دي. په ځینو سیمو کې، په ځانګړي ډول د ګلستان ښار شاوخوا، تر ۷۰ سلنې پورې ځمکې د کوکنارو کښت ته ځانګړې شوې دي.
دیوېډ منسفیلډ، چې په افغانستان کې د تریاکو د سوداګرۍ کارپوه دی او د امریکا د حکومت له مخدره موادو سره د مبارزې پروګرامونه یې ارزولي، ټېلګراف ته ویلي: «د بلوچستان د کروندو کچه او پراخوالی د نه کنټرولېدونکي کښت ښکارندویي کوي، تر دې حده چې حتي په افغانستان کې د کوکنترو د کښت او تولید د اوج په وخت کې یې هم ساری نه و لیدل شوی.»
ټیلګراف لیکلي چې افغان کروندګرو د کوکنارو د کښت تخنیکي مهارتونه له ځان سره پاکستان ته وړي دي.
خلیلزاد خبرداری ورکړ چې «دا وضعیت یوازې د پاکستان تر پولو محدود نه پاتې کېږي او د ګاونډیو هېوادونو او ان له سیمې ورهاخوا امنیت ګواښلی شي.»
هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دې ګواښ د مقابلې لپاره د خپلو تګلارو او اقداماتو په اړه روڼتیا رامنځته کړي. خیلیلزاد همداراز لیکلي: «ایا پاکستان د دې بحران د کنټرول لپاره کوم پلان لري؟»
د پاکستان دولتي چارواکو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.