تانذ (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د طالبانو حکومت د «مشاعرو د تنظیم» په نوم نوی قانون خپور کړی دی چې له مخې یې د عاشقانه شعرونو او د نجونو او هلکانو په اړه د شعر ویلو اجازه نه شته.
د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده، پر فرمانونو، ډالیو، احکامو او پرېکړو نیوکه کول هم منع بلل شوي دي.
په دغه قانون کې چې په رسمي جریده کې خپور شوی، راغلي چې باید په شعرونو کې د نجونو او هلکانو ستاینې او یا دوستۍ او اړیکو ته د هغو له بلنې ډډه وشي: «شعر باید له مجازي مینې، ناروا غوښتنو او بېځایه احساساتو څخه پاک وي.»
دغه قانون په یوه مقدمه، درېیو بابونو، دوو فصلونو او ۱۳ مادو کې، تازه د طالبانو د مشر له لوري صادر شوی دی. په دې قانون کې له شاعرانو غوښتنه شوې چې خپل شعرونه داسې برابر کړي چې په کې د غیر اسلامي افکارو لکه کمونیزم، نشنلیزم، فمینیزم، ډیموکراسۍ، الحاد او داسې نورو رد موجود وي.
په دې قانون کې په جدي ډول د «اسلامي شعایرو، د رسول الله سنتونو، د سلف صالحینو او د علماوو د سپکاوي، ښکاره یا کنایي توهین» څخه د ډډې سپارښتنه شوې او راغلي چې د قومونو، ژبو، سیمو او مسلمانانو د سپکاوي او ټیټ ښودلو څخه هم باید ډډه وشي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارل شوې چې په مرکز او ولایتونو کې داسې یوه کمیټه جوړه کړي چې د مشاعرو ارزونه وکړي. په دې کمیټه کې به د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او علماوو استازي شامل وي.
د دې کمیټې کار به تر مشاعرو مخکې او وروسته تحلیل او ارزونه، د مثبتو ټکو پېژندنه او د منفي ټکو لرې کول، د ویناوالو، شاعرانو او ترانهویونکو ټاکل وي.
د دې قانون له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اجازه لري چې هغه شاعران، ترانهویونکي او لیکوالان چې له دې قانونه سرغړونه وکړي، د شریعت د احکامو مطابق مجازات کړي.
وروره خپله یې لیکۍ ، خپله یې لولۍ او خپله یې اورۍ. افغانی ادیبانو او شاعرانو هیڅکله د اسلامی او شرعی قوانینو سپکاوی نه دی کړی. خو په اشخاصو باندې سالم اعتراض د هر چا مشروع حق او د ټولنې په ګټه دی. شرم درته پکار دی چې د شاعر او ادیب له اعتراض نه لرزیږې. دا در باندې یو الهی عذاب دی چې لباس الخوف یې در په غاړه کړی او بزدلی مو تر دې حده رسیدلې چې هر د اعتراض غږ درته د ځان لپاره اسمانی ټکه اږ تندر ښکاری. یحسبون کل صیحة علیهم.