تاند/ یکشنبه د وږي – سنبلې ۹مه/ کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویلي، په لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته د ایران له لارې ۱۰۰ ټنه «وچ انځر» صادر شول.
د کندهار مسوولینو نن(یکشنبه، د وږي ۹مه) ویلي، سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول.
د یاد ریاست ویاند «محمد حنیف حقمل» رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي.
باید وویل شي، چې دوه اوونۍ وړاندې له کندهار څخه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شوی وو.
د دغه ریاست ویاند همداراز ویلي، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي.
د کندهار بڼوال د صادراتو په اړه خوښي ښيي او زیاتوي، چې دا کار د بزګرانو اقتصادي ثبات لپاره مهم ګام دی.
د کندهار د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونه او سوداګر په ګډه هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د هند او عربي هېوادونو سربېره اروپایي هېوادونو ته هم د وچو انځرو صادرات پیل کړي.