جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو د ښځو په تذکرو کې د ښخو عکس مشروط کړ

طالبانو د ښځو په تذکرو کې د ښخو عکس مشروط کړ

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د طالبانو د حکومت د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې اعلان وکړ چې له دې ایسته په تذکره کې د ښځو عکس حتمي نه دی او یوازې د اړتیا په صورت کې اختیاري دی.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده حکم وکړ چې د ښځو عکسونه دې له تذکرو لیرې شي.

اوس د ملي احصائیې او معلوماتو اداره وايي، که سخته اړتیا وي، نو ښځې کولای شي خپل عکس په تذکره کې شامل کړي.

د طالبانو د حکومت دې پرېکړې، چې په تذکرو کې د ښځو عکس اختیاري دی، د افغانستان د ګڼو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، غبرګونونه پارولي دي.

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه له ټولنې څخه د ښځو د لا حذف کېدو یوه بله سریزه ده. هغوی د «زما تصویر، زما هویت دی» په شعار سره پر دې پرېکړې اعتراض کړی دی.

طالبانو تر دې وړاندې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او اکثره ښځې له کاره هم منع اعلان کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب