تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) هوایي شرکتونه اوس طالبانو ته د هرې الوتنې لپاره ۷۰۰ ډالره ورکوي — د افغانستان د فضا له لارې د «خوندي تېرېدو» لپاره د دوی نوی د عاید سرچینه
په دې اړه ویو وینګ خپرونې پرون (شنبه، د ۲۰۲۵ د اګست ۳۰مه)د ګرې لېف، راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي:
د اوکراین د جګړې له کبله د روسيې فضا ډېری لوېدیځو هوايي شرکتونو ته بنده شوې ده. د امريکا د هوايي شرکتونو لپاره د سفر لارې اوږدې شوې، وخت ډېر شوی او د سون تېل ډېر لګېږي.
د منځني ختيځ ډېرې برخې هم اوس د الوتنې لپاره خطرناکې دي، ځکه ډېر ځله توغندويي بريدونه کېږي. هند او پاکستان هم په روان کال کې د يو بل د هوايي حريم د بندېدو پر سر له يو بل سره سيالۍ کړي.
له دې امله، هوايي شرکتونه د اروپا او آسيا تر منځ د تګ راتګ لپاره د خوندي او مناسبو لارو له محدودیت سره مخامخ شوي دي. خو يوه نوې لاره پيدا شوې افغانستان. هغه فضا چې د څو لسيزو جګړو له امله به تل پرې الوتکو له تېرېدو ډډه کوله، اوس د طالبانو د نسبي ثبات له کبله د افغانستان فضا لږ خطرناکه ګڼل کېږي. ډېر هوايي شرکتونه د ايران او نورو کړکېچنو سيمو پر ځای د افغانستان له هوايي فضا (په لاندې نقشه کې) کار اخلي. د FAA له خوا په ۲۰۲۳ کې د افغانستان پر فضا له ۲۰۲۱ وروسته بنديزونه نرم شول. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هوايي ترافيک کنټرول بند شو او شرکتونه افغانستان ته نه ورتلل، خو د ايران او اسرائيل تر منځ د توغنديو او ډرون جګړو د هوايي فضا کارول ستونزمن کړل. اوس FAA امريکايي الوتکو ته د افغانستان په شمال ختيځ (واخان دهلېز) کې د يوې نرۍ لارې اجازه ورکړې. اروپايي ادارې هم په دې مسیر کې په لوړه ارتفاع پروازونه منلي دي.
د FAA د قوانينو له مخې اوس هم د کابل FIR (OAKX) په ۳۲ زره فوټو کې يا له هغې ښکته امريکايي ملکي الوتنې منع دي، خو په واخان دهلېز کې په ۳۰ زره فوټو يا تر هغې پورته د P500/G500 لارې کارول د ۲۰۲۸ د جولای تر ۲۵مې پورې اجازه لري. د امريکايي شرکتونو ګټه له دې ډېره نه ده، خو د یونایټډ هوايي شرکت د هند ځينې پروازونه کېدای شي دغه دهلېز ته ورسېږي. امريکن ایرلاینز هم د FAA ځانګړې اجازه اخيستې خو ډېر کار ورڅخه نه اخلي.
د ترافیک ډېره برخه اروپايي او آسيايي شرکتونه جوړوي (لوفتانزا، برېټيش ایرویز، KLM، سنګاپور ایرلاینز، EVA، چین ایرویز، ایئر انډیا او نور). د طالبانو حکومت په چټکۍ سره له دې موقعې ګټه واخيسته. افغانستان له ډېرو اړخونو د تړل شويو هوايي فضاوو په منځ کې پروت دی او اوس د «ټول بوت» په څېر د تېرېدو محصول اخلي. د کابل چارواکو د هرې الوتنې لپاره ۷۰۰ ډالره فیس ټاکلی دی ـ دا فیس د لویو مسافر وړونکو الوتکو او شخصي جېټ لپاره يو شان دی. د هوايي شرکتونو لپاره دا ارزانه ده چې دغه فیس ورکړي تر دې چې ۵۰۰ يا ۱۰۰۰ میله اوږده لاره ووهي او کېدای شي د تخنيکي تم کېدو اړتيا هم پيدا شي.
د افغانستان د پخوانی حکومت پر مهال دغه فیسونه لږ وو. هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ الوتنې د افغانستان له فضا تېرېدې چې نژدې ۲۸۰ زره ډالره ورځنی عاید يې درلود.
په ۲۰۲۱ کې دا شمېره نژدې صفر ته راکمه شوه. خو اوس چې ترافیک د ۲۰۲۰ د کچې نیمایي ته بېرته راغلی، د تېرېدو فیسونه د طالبانو لپاره د عاید يوه مهمه سرچينه ګرځېدلې ده.
د ۲۰۲۴ د منځ تر وخته یوازې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ الوتنې هره ورځ د افغانستان له فضا تېرېدې، چې د هرې الوتنې پر ۷۰۰ ډالرو حساب نژدې ۲۸ میلیون ډالره کلنی عاید جوړېده. اوس د دې کچه دوه نيم تر درې چنده شوې — طالبان د ۲۰۱۹ د عایداتو کچې ته بېرته رسېدلي، هغه هم د لږو الوتنو په وسیله.