پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+په پوهنتون کي افسانې|ذبیح‌الله شفق

په پوهنتون کي افسانې|ذبیح‌الله شفق

څو ورځې دمخه په پوهنتون کي یوه استاد چي اصلاً ئې د هیواد معاصر تاریخ تدریسوئ د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل چي امان الله خان یو وخت یوه ښځه په شنه چادري کي ولیده. نو سم دلاسه ئې و دروله. او چادري ئې ځیني کش کړه. او ښځې ته ئې وویل چي نور حجاب ممنوع دئ. افغانان باید وروسته پاته خُرافاتي روایج پرې او نوی موډ رواج کړي.

سړی نه پوهېږي چي د یوه پوهنتون استاد چي د ماسټري تر کچي ئې عصري زده کړي کړې وي. او بیا پوهنتون کي د تاریخ غوندې یو ستر مضمون تدریسوي؛ پر کوم اساس دا افسانوي روایت موثق او مستند بولي؟ دا روایت اصلاً په کوم کتاب کي راغلی؟ تر اوسه خو د امان الله خان  د دغسي خُرافاتي افسانو په باب نه غُبار، نه حبیبي، نه کاکړ او نه کهزاد څه لیکلي او نه کوم حقیقت لري.

لومړی خو د امان الله خان غوندې یو پاچا لپاره دا ښایي نه چي په عام محضر کي دي د خپلو ساتونکو سره یو ځای یوه ښځه ودروي. او بیا دي دغسي عمل تر سره کړي. چون که امان الله خان یو هوښیار او روشن فکره سړی وو. هیڅ وخت د خپلو ساتونکو او ولس پر وړاندي  د دغسي بې فکره عمل توقوع نسي ځیني کېدای. بله خبره د امان الله خان د پیاده روي او ګرځېدو ده.

دا چي یو پاچا عموماً د خپلو ساتونکو سره ښار ته وزي. نو د امان الله خان سره به حتماً ګارډ ورسره وو. او پر ځای د دې چي ولس ځیني متاثر، یا ئې په لیدو کومه نوعه خوښي وښیي نو امان الله خان به ئې په مقابل کي داسي کوم حرکت کوي؟ چي په عام محضر کي هغه هم د ښځې څخه چادري کش؛ او هغه بې حجابه کړي. که چېري داسي پېښه سوې هم وي. بیا خو د پېښي د حقیقي حالت د معلومولو لپاره لږ تر لږه د دوو یا درو منابعو وړاندي کول او ذکر کول ضروري دي. مثلاً: د امان الله خان په باب دا روایت ډېر مشهور دئ چي د خپلواکي د اعلانېدو پر وخت ئې له حساسو او تودو الفاظو وروسته انګرېز ایجنټ حافظ سیف الله ته مخ ور واړوه او په خوشک ډوله طرز ئې ورته وویل: اوه سفیره! ته پوه سوې چي ما څه وویل؟ هغه جواب ور کړ چي هو، زه پوه سوم. ” [د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه – د پوهاند کاکړ اثر ۱۹ مخ.] د دې روایت ذکر پر مرحوم کاکړ سربېره نورو ډېرو مورخُینو هم کړی، ځکه ئې حقیقت بللای سو. او دا نسو ویلای چي یو چا دې قصداً د امان الله خان د شخصیت لوړوني په پار خپله جوړ کړی او په اصل کي دي یوه خُرافاتي افسانه و اوسي.

دې ته ورته یو بل روایت مي کومه ورځ په فېسبوک کي د یوه ځوان د اکاونټ څخه ولید. چي لیکلي ئې وو امان الله خان په ترکیه کي تر کښتېدو وروسته د آذان ږغ وا ورېدی. چي هرکلي ته ئې د ترکیې حکومتي چارواکي او د ده سفیر هم ورغلی وو. نو امان الله خان د آذان د اورېدو وروسته په قهر ډوله شکل وویل: ” دا د خره آواز د چا دئ!؟ . “

د ځوان له قوله دا روایت د امان الله خان سفیر اورېدلی. او د هغه له خولې څخه د یوې پېړۍ په کشمکشي جریان کي تر ده پسي را رسېدلی. لومړی خو باید دا خبره مستند ماخذ ولري چي د سفیر صاحب دا خبره په کوم کتاب کي راغلې او چا کړې ده؟  که بیا سوې هم وي نو بیا علامه حبیبي، غُبار او کاکړ ولي داسي روایات نه دي ذکر کړي چي د هیواد د تاریخ اصلي لیکوال او بې طرفه څېړونکي بلل کېږي؟ بیا نو که پر دې ټولو مواردو سربېره ترکیې ته د امان الله خان د سفر جریان و څېړو نو دا پایله په لاس راځي چي امان الله خان د ۱۹۲۸م د مۍ پر دوهمه د مسکو څخه مخ پر ترکیې په کښتۍ کي روان سو. او د ده سفر تر ډېره حده اروپا ته زمیني وو. نه هوایي؛ ځکه هغه وخت لا د هوایي حریم په برخه کي مجهز تغیرات نه وو راغلي.

د مۍ د دوهمي څخه تر اتلسمي مسلسل د شپاړلو ورځو د سمندري سفر وروسته امان الله خان د ترکیې پلازمینې استانبول ته رسېږي. او د سهار پر نهو بجو شاوخوا د تُرکي چارواکو په بدرګه خپل ټاکلي استوګنځي  ته رهنمایي کېږي. او تر یوڅه استراحت وروسته په دا بله ورځ رسماً د کمال اتاترک سره ویني. لومړی خو د سهار پر نهه بجې د لمانځه وخت نه وي. نو بیا آذان له کومه سي؟ دوهم دا چي استانبول ته د امان الله خان له رسېدو وروسته د هغه رسمي هرکلی سم دستي نه؛ بلکي یوه ورځ وروسته د اتاترک سره د لیدني پر وخت کېږي.

د دې ټولو خبرو باوجود دا په ډاکېږي چي دا یوه لاسي جوړه سوې خُرافاتي افسانه ده. او ممکن ډېر له مطالعې لیري ځوانانان حقیقي برداشت ځیني واخلي او د امان الله خان د شخصیت او مثبتو کړنو د ردلو لپاره کېدای سي همدا یو دلیل ورته کفایت وکوي. څنګه چي افغاني ټولنه مذهبي ده ځکه خو د مذهب ضد داسي خُرافي افسانې جوړول ژر او په عیني حال کي تېز تاثیر کوي.

اوس چي نو د یوه پوهنتون تر ماسټري پوري رسېدلی استاد خپله د خپلې خبري حواله نلري، نو بیا نویو او ځوانو محصلینو ته ئې دونه کشاله بشاله کوي پر څه؟ ده خپله چېري لیدلې، اورېدلې او یا زده کړې ده؟ هدف ئې څه دئ چي په تاریخ  کي دي دونه سطحي موضوع چي په اصل کي پر یوه پاچا د  فرهنګي لحاظه د یوې مېرمن د سپکولو تور دي ځوانانو ته وړاندي سي!؟ یا ښایي استاد خپله د پخوانو خلکو او سپین سرو د هغو خُرافاتو څخه اغېزمن سوی وي چي وایي ځمکه د غوایي پر ښکر ولاړه ده!  دا چي د هیواد د یوه اکاډمیک پوهنتون استاد د دغسي خُرافاتي افسانو څخه متاثره او محصلینو ته ئې د تاریخ په ډول وایي نو د نورو څخه بیا څه ګېله ده؟
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۸/۳۰ – شنبه. کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی.

1 COMMENT

  1. په لومړي ځل چادري د امیر حبیب الله خان په وخت کې په کابل کې رواج شوه او دا مود هم انګلیسانو له هند نه افغانستان ته وارد کړ ، تر څو خپل جاسوسان تر دې لباس لاندې په کابل کې ځای پرځای کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...