پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه بریتانیا کې ۲ افغان پناه غوښتونکي تورن شول چې پر ۱۲...

په بریتانیا کې ۲ افغان پناه غوښتونکي تورن شول چې پر ۱۲ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی

تاند (یکشنبه، د زمريږ اسد ۱۲ مه) سره له دې چې دې پېښې په نانیټن (Nuneaton) ښاروالۍ کې د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي، خو سرچینو «میل آن سنډې» ته ویلي چې د وارویکشایر پولیسو سیمه‌ییزو ښاروالیو او چارواکو ته مشوره ورکړې وه چې د دواړو تورنو کسانو د پناه غوښتنې سابقه څرګنده نه کړي، ځکه چې دوی بېریږي چې ښایي د ټولنې په منځ کې به د شخړې د راپورته کېدو شي.

میل آن سنډې وايي، د سیمې یوه اوسېدونکي چې زموږ سره‌ یې اړیکه نیولې، پولیس‌ د قضیې په پټولو تورن کړي، او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي له خلکو هغه معلومات پټ وساتي چې عام ولس حق لري پرې پوه شي.

ده ویلي: پولیسو ویره لرله چې ښایي نانیټن هم د اسیکس د ایپینګ په سیمه کې له تاوتریخوالي سره ورته وضعیت تجربه کړي. هلته هم یو پناه‌غوښتونکی پر جنسي ځورونې، او پر یوې نجلۍ د جنسي تېري تور لګول شوی و.

سرچینه وایي:

«هغوی دا موضوع پټه ساتي ځکه نه غواړي چې د ایپینګ پېښې ته ورته وضعیت پېښ شي.»

خو تېره شپه، د وارویکشایر پولیسو د خپلې پالیسۍ دفاع وکړه او په یوه اعلامیه کې یې وویل:

«چیرې چې اړینه وي، د پېښې ځای، جزئیات او د مجرمانو د نیولو لپاره د پولیسو اقدامات له خبرداري سره شریکېږي چې دا حساس یا محرم معلومات دي، او خپرول ‌یې ښایي د راتلونکو محکمو پرېکړو اغېزمنه کړي.»

مولاخېل، چې ویل کېږي د یوې وړې کښتۍ له لارې له چاینل (د بریتانیا او فرانسط ترمنځ اوبه) څخه بریتانیا ته راغلی، تورن دی چې د جولای په ۲۲مه، د ماښام له ۸:۳۰ څخه تر ۹:۴۵ پورې د نانیټن پر «چېورېل سړک» پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

«میل آن سنډې» د یوې کورنۍ له CCTV کامرې ویډیو ترلاسه کړې چې ښيي یوه سپین‌پوسته نجلۍ له یوه سړي سره روانه ده. دا ویډیو شاوخوا ۸ بجې اخیستل شوې، څه باندې نیم ساعت له هغې مخکې چې ادعا کېږي دا پېښه شوې ده.

پولیسو ویلي مولاخېل څلور ورځې وروسته، د شنبې په ورځ نیول شوی او بله ورځ تورونه ورباندې ولګول شول.

هغه د دوشنبې په ورځ د کوونتري ابتدایی محکمې ته وړاندې شو، او د قربانۍ د مهبلي او خولې له لارې د جنسي تېري په دوو قضیو تورن شو.

مولاخېل اوس د اګست تر ۲۶مې، د وارویکشایر لوړې محکمې ته د حاضرېدو لپاره توقیف دی.

کبیر د پنجشنبې په ورځ ونیول شو، او په دې تورن شوی چې پر ۱۲ کلنې نجلۍ یې جنسي تېري کړی دی.

هغه پرون (شنبه) د کوونتری ابتدایی محکمې ته وړاندې شو، او د اګست تر ۲۶مې پورې توقیف شو.

پولیس وایي:

«موږ باور نه لرو چې نور کسان پکې ښکېل وي، خو بیا هم له خلکو غواړو که چا د جولای په ۲۲مه د ماښام له ۸:۳۰ څخه تر ۹:۴۵ پورې د چېورېل سړک په سیمه کې څه لیدلي وي، نو له موږ سره دې اړیکه ونیسي.»

د میل آن سنډې څېړنې ښيي چې مولاخېل او کبیر دواړه نژدې کوڅو کې، ۷۰ ګزه واټن کې، په کرايي کورونو کې اوسېدل.

دا دواړه کورونه د «سېرکو» (Serco) له خوا اداره کېږي، چې پکې هر کور ته شاوخوا ۵ پناه‌غوښتونکي ورکړل شوي. سېرکو له کورنیو چارو وزارت سره د ۱.۹ میلیارد پونډه قرارداد لري، څو پناه‌غوښتونکي په ټول هېواد کې ځای پر ځای کړي.

کله چې د مولاخېل د کور له مالکې پوښتنه وشوه، هغې وویل چې «د پېښې له اورېدو وروسته مې زړه له درده شین شوی».

هغې زیاته کړه:

«زه څه نه پوهېږم، ځکه سېرکو کور په بشپړه توګه اداره کوي.»

کله چې موږ له سېرکو وپوښتل چې ایا د مولاخېل او کبیر په اړه معلومات لري، نو شرکت په یوه اعلامیه کې وویل:

«موږ د افرادو ادرسونه یا نومونه نه تأییدوو.»

گروان محمد علي، یو ۲۷ کلن عراقي کرد، چې له کبیر سره په یوه کور کې اوسېږي، وویل:

«ما کبیر څو ورځې نه دی لیدلی. پولیس کور ته راغلي وو. کبیر دې هېواد ته د کار لپاره راغلی و.»

علي زیاتوي چې سېرکو د ټولو اوسېدونکو بیلونه ورکوي او هغوی ته هره اوونۍ ۴۹ پونډه د شخصي لګښت لپاره ورکوي.

1 COMMENT

  1. د شورا مشر ادعا کوي چې پولیس د پناه غوښتونکو لخوا د ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په اړه پرده اچوي
    دوه افغان پناه غوښتونکي احمد ملاخیل، ۲۳ کلن او محمد کبیر، ۲۳ کلن د ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي |
    پولیس د پناه غوښتونکو لخوا د ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په اړه پرده اچوي، د شورا مشر ادعا کوي یکشنبه، د اګست ۳، ۲۰۲۵
    د شورا یوه مشر پولیس د افغان پناه غوښتونکو لخوا د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په “پټه اچولو” تورن کړي دي.
    ۲۳ کلن احمد ملاخیل تیره اونۍ په نونیټون کې د نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوی و، پداسې حال کې چې محمد کبیر، ۲۳ کلن، د تښتونې او تښتونې په تور تورن شوی و.
    د راپورونو له مخې د وارویکشیر پولیسو سیمه ایزو شورا غړو او افسرانو ته مشوره ورکړې چې د “ټولنیز ناکرارۍ د زیاتیدو” له ویرې د دوو شکمنو پناه غوښتونکو شالید افشا نه کړي
    جورج فینچ، د کاونټي شورا د ریفورم انګلستان مشر، د ځواک مشر کانسټبل ته په یوه لیک کې وویل: “د احمد ملاخیل د کډوالۍ د وضعیت د اصلي ماهیت دوامداره پټول د وارویکشیر په سړکونو کې عامه ګډوډي خپروي.
    “نن د محمد کبیر په قضیه کې ورته توضیحات پټ شوي دي. زه په غوسه یم چې، د ټولنیزې ناکرارۍ څخه یو کال وروسته چې موږ په 2024 کې د انګلستان په ځینو برخو کې ولیدل، د کورنیو چارو وزارت او پولیسو په څرګنده توګه د تیر کال د ورته پیښو له اداره کولو څخه هیڅ زده نه کړل.”زه په کلکه باور لرم چې په وارویکشیر کې د دې قضیې څخه عامه نظم ته یوازینی خطر د پټولو څخه راځي.”
    جورج فینچ، د کاونټي شورا د ریفورم انګلستان رییس، د وارویکشیر پولیسو او د کورنیو چارو وزیر ته د قضیې په اړه لیکلي دي – انډریو فاکس
    د وارویکشیر پولیسو هغه راپورونه رد نه کړل چې ښاغلی ملاخیل او ښاغلی کبیر پناه غوښتونکي دي
    دوی دواړه د کوونټري مجسټریټ محکمې ته حاضر شول او د اګست په ۲۶مه د وارویک کراؤن محکمې ته تر حاضریدو پورې په توقیف کې ساتل شوي دي.
    دا د ایسیکس په ایپینګ کې د مهاجر هوټل بهر د لاریونونو وروسته راځي، وروسته له هغه چې دا څرګنده شوه چې هلته یو پناه غوښتونکی د جنسي تیري، ځورونې او د جنسي فعالیت لپاره د یوې نجلۍ د غوښتنې په شک نیول شوی دی.
    د وارویکشایر څخه یو سړي د یکشنبې په ورځ میل آن سنډی ته وویل: “دوی دا پټوي ځکه چې دوی نه غواړي د ایپینګ وضعیت په دوی وي.”
    په یوه بیان کې، ځواک وویل چې یوځل چې یو څوک په جرم تورن شي، دوی ملي لارښوونې تعقیبوي، چې “د تابعیت یا د کډوالۍ حالت شریکول شامل ندي”.فاریج: پولیس د برتانوي خلکو په وړاندې عمل کوي
    “زه ویره لرم چې پولیس او ټاکل شوي چارواکي د برتانوي خلکو په وړاندې عمل کوي،” د انګلستان د ریفورم ګوند مشر نایجل فاریج وویل، چې د وارویکشایر کاونټي شورا چلوي.”خلک لیدلی شي چې دوی ته بشپړه کیسه نه ویل کیږي. که دا تورونه ریښتیا ثابت شي، نو دا ښیي چې په وارویکشیر کې د ځوانو نجونو سره د ناوړه چلند شاوخوا منظم جرم شتون لري. دا د منلو وړ نه ده.”
    هغه همدارنګه په وارویکشیر کې د ګڼ شمیر اشغال (HMO) کورونو کې د ټولو پناه غوښتونکو څخه وغوښتل چې بیا ځای پر ځای شي.
    ښاغلي فینچ وویل: “زموږ ټولنې د کورنیو چارو وزارت لخوا د پلان جوړونې مقرراتو څخه د سرغړونې څخه ډیره ګټه پورته کړې ترڅو د ځایی ټولنو برخې په نه پیژندلو وړ، د ګیټو په څیر سیمو بدلې کړي.
    “په سیمه ایزه توګه زما غوږونو ته غوږ نیولو وروسته، دا روښانه ده چې په ټول هیواد کې د لاریونونو د ترسره کولو لپاره ډیره لیوالتیا شتون لري.

    “زه غواړم روښانه شم، زه نه غواړم په وارویکشیر کې د مهاجرینو هوټلونو او HMOs بهر لاریونونه وګورم. او نه هم زه غواړم چې کوم ډول تاوتریخوالی ګډوډي وګورم.”
    ویل کیږي چې قرباني د برید وروسته متخصص پاملرنه ترلاسه کوي.ویل کیږي چې ښاغلي ملخال د جولای په ۲۲مه د شپې ۸:۳۰ بجو او ۹:۴۵ بجو ترمنځ د نیوناټون په چیورلي روډ سیمه کې پر قرباني جنسي تیری کړی دی.میل آن سنډی د سړک ته نږدې د یوه اوسیدونکي له کور څخه د سي سي ټي وي فوٹیج خپور کړی، چې داسې ښکاري چې یو سړی د نجلۍ سره روان دی. دا جوړه د شپې په ۸ بجو د ملکیت څخه تیریدل لیدل شوي.ورنه جوړه په ګاونډیو کوڅو کې اوسېدهواروکشایر پولیسو وویل چې ښاغلی ملخال د پیښې څخه څلور ورځې وروسته ونیول شو، او په بله ورځ یې تور ولګاوه.
    هغه د دوشنبې په ورځ د کوونټري مجسټریټ محکمې ته حاضر شو ترڅو د قرباني په مهبل او خوله کې د جنسي تیري په دوو تورونو تورن شي.
    کبیر د پنجشنبې په ورځ ونیول شو، او د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري سره د مرستې او هڅولو، او همدارنګه د تښتونې او تښتونې په تور تورن شو. هغه د شنبې په ورځ د کوونټري مجسټریټ محکمې ته حاضر شو.
    “پ دې مرحله کې، موږ باور نه لرو چې بل څوک په دې کې ښکیل دی، مګر موږ د هغو شاهدانو څخه غوښتنه کوو چې د سه شنبې په ورځ، د جولای په ۲۲مه د ماښام ۸:۳۰ بجو او ۹:۴۵ بجو ترمنځ د شیورول سړک په سیمه کې وو او ممکن کوم شکمن شی یې لیدلی وي چې مخ په وړاندې راشي،” د وارویکشایر پولیسو په یوه بیان کې وویل.میل آن سنډی وویل چې ښاغلي ملخال او ښاغلي کبیرد لوی مانچسټر پولیسو وویل چې “یو شمیر لاریونونه په سوله ایز ډول ترسره شول” پرته له “کومې پیښې یادونه”.
    مګر بیان زیاته کړه چې د لاریون په پیل کې د نښتو په جریان کې دوه کسان نیول شوي دي.
    یو کس د غلا په شک او بل د شک په تور نیول شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...