جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد امریکا د افغانستان په ماموریت کې د پراخ فساد او ناکامۍ...

د امریکا د افغانستان په ماموریت کې د پراخ فساد او ناکامۍ راپور

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۲مه) یوه امریکايي اداره، چې په ۲۰۰۸ کال کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، خپل ۶۸م او وروستی درې‌میاشتني راپور کانګرس ته سپارلی دی.

دا راپور په افغانستان کې د لوېدیځ د نژدې شلو کلونو ښکلتیا په ترڅ کې د سرچینو د ضایع کېدو او ” فساد” په اړه بوږنوونکي جزئیات لري، او همداراز د ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې مطرح کوي.

دا راپور د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش ادارې، چې په سیګار (SIGAR) مشهوره ده، د جولای په ۳۰مه (د زمري ۹مه) خپور کړی؛ یعنې دوې اوونۍ مخکې له دې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمه کالیزه راورسیږي.

د راپور په یوه برخه کې، چې “د ماموریت وروستۍ څرګندونې” نومېږي، راغلي چې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن افغان حکومت کله کله حتی د امریکا له خوا له وړاندیز شویو پروژو سره هم علاقه نه درلوده.

راپور د بیلګې په توګه، د افغانستان د سرحدي پولیسو لپاره د پنځو جوړو شویو مرکزونو یاتدونه کوي چې ۲۶ میلیون ډالر پرې لګول شوي وو، او زیاتره یا خالي پاتې وو یا نامناسب استعمالېدل، تر دې چې یو یې د چرګانو د کوډلې په توګه کارېده.

دا ۹۹ مخیز راپور د یوې اوږدې او مفصلې لړۍ وروستی راپور دی، چې د امریکا ماموریت په افغانستان کې مستندوي، په داسې حال کې چې امریکایي مرستې اوس ورو ورو پای ته رسېږي.

توماس روتیگ، چې یو تجربه کار تحلیلګر دی، د دې راپور په اړه وايي:

«که تاسو دا راپورونه تعقیب کړي وي، نو به پوهیدلي یاست چې ماموریت به څه ډول روان وي او څه ډول پای ته رسېږي. خو سیاستوال پرې ځان ناګاره کوي او د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې ‌یې د افغانستان له حالته مثبت پیغامونه ورکول. دا راپورونه یو ارزښتناک ارشیف دی چې ښيي څه شی غلط روان و. که مرسته‌کوونکو، په تېره بیا د امریکا حکومت، دا راپورونه جدي نیولي وای، پایله به خورا ښه وای.»

راپور زیاتوي چې لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو افغانستان ته سترې مالي مرستې واستولې، چې دې کار فساد ته وده ورکړه، په داسې حال کې چې امریکایي چارواکو د امنیتي او سیاسي هدفونو ته پام درلود او پر فسادونو یې سترګې پټولې.

روتیګ، چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۶ پورې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او جرمني لپاره کار کړی، همدغه ارزونه تاییدوي. هغه وایي:

«ټول پوهېدل چې فساد یوه لویه ستونزه ده، خو له دې سره مبارزه له سیاسي ستراتیژۍ سره په ټکر کې وه، نو ثانوي اهمیت ورکړل شو، او امنیتي مسایل په لومړیتوب کې پاتې شول.»

د ټرمپ د ادارې تګلاره

د سیګار وروستی راپور نه یوازې د ټول ماموریت ارزونه کوي، بلکې د ټرمپ ادارې له خوا د افغانستان د مرستو د کمښت د بشري اغېزو یادونه هم کوي، او وایي چې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو پروګرامونو د بندېدو په اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړی.

راپور وایي:

«د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، کډوالو او مهاجرت څانګې سیګار ته ویلي چې د ځینو مرستو د بندېدو لامل ورته نه دی معلوم او په تصمیم‌نیونه کې هم نه وو شامل.»

سیګار وایي واشنګټن د اپریل په میاشت کې “ټولې بهرنۍ مرستې چې په افغانستان کې فعاله وې” بندې کړې. دا اقدام په جنورۍ کې د ولسمشر له فرمان وروسته وشو، چې پکې ویل شوي وو:

«د امریکا د بهرنۍ مرستې صنعت او ورسره تړلې بوروکراسي زموږ له ملي ګټو سره همغږې نه دي او په ډېرو مواردو کې د امریکایي ارزښتونو خلاف دي.»

یوازې څو ورځې وروسته، د ټرمپ ادارې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د ختمولو اقدام وکړ، دا هغه اداره ده چې ملکي مرستې او پرمختیایي پروژې پلې کوي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له خوا د تجهیزات د نیولو د هڅو په اړه متضاد راپورونه شته، چې پکې د USAID  په پروژو پورې تړلي نظامي وسایط شامل دي.

راپور لیکي:

«USAID راپور ورکړی چې د طالبانو د استخباراتو زغرواله ځواکونه څو ځله د اجرایي شریکانو ودانیو ته په زور ننوتي، تجهیزات، نغدې پیسې او د پروژو اسناد یې ورسره وړي دي. دا هم ویل شوي چې یو شمېر کارکوونکي نیول شوي او تر ګروېږنې ورڅخه شوي دي.»

خو سیګار وایي دا راپورونه د واشنګټن له رسمي معلوماتو سره اړخ نه لګوي. په راپور کې راغلي:

«نه د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو او مهاجرت څانګې او نه د وسلو د کنټرول دفتر اجرایي شریکانو ویلي چې طالبانو دې له هغوی څخه د مالوماتو یا شتمنیو غوښتنه کړې وي. همداراز، د بهرنیو مرستو دفتر د سیګار د پوښتنو ځواب هم نه دی ورکړی.»

دا موضوع له دې امله مهمه ده، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو غوښتي و چې هغه نپوځي تجهیزات بېرته ورکړي چې امریکایي ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې پرې ایښي وو.

ټرمپ د جنورۍ په یوه بیان کې ویلي و:

«افغانستان اوس د پوځي تجهیزاتو له درکه په نړۍ کې یو له لویو پلورونکو څخه دی. پوهېږئ ولې؟ ځکه دوی هغه وسایل پلوري چې موږ پرې ایښي. موږ خپل نظامي تجهیزات بېرته غواړو.»

تمه ده چې د سیګار ماموریت د سپتمبر په میاشت کې پای ته ورسېږي.

تر هغه وړاندې، دا اداره یو بل راپور هم خپروي چې څنګه د افغانستان، غزې، سوریې او نورو سیمو تجربې د راتلونکو ماموریتونو لپاره، په هغو هېوادونو کې چې د مرستو پروژې له خنډ سره مخامخ دي، کار کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...