جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+پر ړندو پلونو مزل | نعمت الله صدیقي

پر ړندو پلونو مزل | نعمت الله صدیقي

کره کتنیز یا انتقادي شعور (Critical Consciousness) د یوې ویښې او پر معاصرو مسایلو او رموزو د باخبره ټولنې او خلکو روایت او ښېګړه ده، هغوی چې دغه اړخ یې تقلیدي یا زموږ په څېر فلج وي، ښه ورځ خو یې لرې خبره ده، بېخي د ژوند عادي او عام معمول یې هم خورا سخت او ناممکن دی، ناممکن مې ځکه وویل، چې نقد یوازې نېوکه نه ده؛ بلکې په شعوري او عقلاني ډول د ښو او بدو تمیز یا توپیر کول یې اساس او بنسټ دی، اوس که څوک وایي چې بغیر له کوم توپیر یا پېژانده هم موږ ژوند، سوچ و فکر کولای شو او ښه یې هم کولای شو، بیا خو سمه ده، کنه ناممکن خو همدا وي، چې بغیر له دغسې شعور، توپیر او شناخته دې هم يوه څوک ژوند کوي.

انتقادي شعور اصلاً د انسان له فردي ژوند نېولې تر ټولنیز درک، تفکر، عمل، دود او کلچر ان مادي او غیر مادي ښکارندو په اړه د اصل او اساس تجسس او پوهه ده، چې دا هر څه په خلاصو او پرانیستو سترګو وینې او مني، په مانا، مفهوم او عمل یې فکر کوي، د ظلم، نابرابریو او غیر عدلانه ویش توپیر کولای شي، ځکه خو یې معاصر ټولنیز علوم د هر اړخیزې ازادۍ، پوهاوي او بدلون اساس بولي.

په موږ کې چې د ترخې خبرې ځای کم دی، روغې یا خوږې خبره ته مو هم که مزاج برابره نه وه، له یوې مخې یې د رد یا د منفي په کهاته کې وراچوو، هغه خو لرې خبره ده چې سوچ دې پرې وکړای شو، دښې، خوږې او بدې یا ترخې توپیر دې یې وسنجوو. دا زموږ د انتقادي شعور اولین خنډ دی.

مرحوم استاد عبدالله بختانی دې خدای وبخښي د ژوند په وروستیو ورځو شپو کې یې پوښتنې ته ورغلي وو، دای په ننګرهار سپین غر میلمستون کې دېره و، ما ترې د خپلې ژبې و ادب اړوند د نورو ژبو په اړه په تېره د ګاونډیو په پرتله د نقد د کمزورۍ یا کمرنګۍ پوښتنه وکړه، ده په خورا ښکلي او لږ جدي انداز زموږ د اجتماعي او ټولنیز جدي خوی بوی خبره وکړه، چې موږ د نقد غوندې هر هغه شی نشو زغملی، چې له فکر او مزاج سره مو لږ هم مخالف وي، هغه که څه هم زموږ په ګټه وي. استاد مرحوم اصلاً زموږ همغه ټولنیز چلن او زغم ته اشاره کوله، چې هر څوک په کې من او افلاطون دی، هر چا سره پکې د خپلې تلنې ترازو شته؛ خو په هیچا کې او له هیچا سره د نقد زغم نشته. بغیر له انتقادي زغم، چې عام او رواج نشي خورا سخته ده، چې په شته ټولنیزو او علمي برخو کې دې همدا هر اړخیز جمود مات کړای شو او یا دې هم د یوه متجسس او پلټونکي ذهن موندونکي او څښتنان شو.

موږ مجموعاً د بل په حق کې د خبرو کولو عادت لرو؛ خو خپله بیا په موږ د نورو خبرې بدې لګېږي، دا هم زموږ ټولنیز پراډوکس دی، دا بېخي له یوې مخې ختمول پکار دي، د بل په عیب کې خپل عیب پټول یا خپل عیب د ولیو منځ ګڼل په نور ځان منل نه دي؛ بلکې نورو ته لا ځان سپک او ناسم ښکاره کول دي. مقصد د نورو خبرې او انتقاد چې معقول او مثبت وي نه یوازې یې اورېدل او منل مهم دي؛ بلکې په لویه حوصله او پراخ زغم یې باید د مقابل اړخ مننه وشي، چې دا د لویو او عظیمو ټولنو او خلکو کلتور او خاصیت دی.

د نورو ډېر اورېدل، خپله کمه غږېدا په موږ کې د اوښیارو نښه ګڼلی شي؛ خو په چا یې منې. دا سمه ده چې نقد به ژبه او ځانګړې پیرایه غواړي؛ مګر موږ چې له پخوا هم د ضرب المثل، متل او نقل غوندې استعارتي او کنايي ژبه او طرز لاره، چې د همداسې یا د ترخو او انتقادې خبرو لپاره یې مناسبه پیرایه بلله؛ نو ځکه باید د نورو خلکو په پرتله زموږ د نقد ژبه معقوله وي او هم یې باید منطقي طرز او میتود عالي او مناسب وي.

د انتقادي شعور او فکر لپاره علمي پختګي یا علم لرل یوه خبره ده او علمي دیانت یې دویمه هغه ده، بغیر له علمه که څوک نقد یا هسې بې اساسه او هوایي خبرې او مفروضې هم جوړوي، ګټه یې نشته. دا خو همدا علم دی، چې د شعور او پوهاوي په برخه کې فکر و سوچ ته وده ورکوي. علمي دیانت د نقد همغه چلن ته وايي، چې له یوه سوچ، فکر، طرز او عمل سره کمټمنټ یا رېښه یې باید صدقانه او ټولې اړیکې یې د رښتیاوو په اساس وي.

په ټولو علمي روایتونو کې دا ثابته ده چې فکر و نظر ته همدا پورته دوه برخې وده او ارتقا ورکوي او دا کومه سخته خبره نه ده، هره ژوندی ټولنه یې په څه نا څه کچه لري؛ خو هغه چې ډېر یې لري، ډېرې علمي، فکري او ټولنیزې لاسته راوړنې لري، تر هغو مخته تللي چې خلک یې له علم او دیانته محروم دي. «اول ځان او بیا جهان» اصلاً په دغه اول ځان کې همدې علمي او انتقادي شعور ته اشاره ده، نه د جهان په پرتله ځان لوړولو او بې ځایه نرګسیت ته!! د ځان پېژندنې اولین شرط یې همدا علم، دیانت او فکري شعور دی، چې د انتقادي شعور و متن اساس او بنسټ دی.

یوه ټولنه او خلک هغه وخت فکري او علمي لاسته راوړنې او پرمختګ کولی شي، چې فکر پکې ازاد، نقد روا، او زغم پکې رواج وي. دا د انتقادي شعور مهم طرز او میتود هم دی، اما دا شعور او میتود یوازې اختلاف هم نه وي، بلکې د پوهې، اصلاح او ارتقا تلقین او وده یې هدف وي. دا موږ ته راښيي چې د بل فکر اورېدل، په خلاص ذهن او پرانیستو سترګو ارزول او سوچ پرې کول د دغه روایت اساسي برخه ده، احساسات، تعصب، کرکه او بې اعتنایي ټولنیز جبر دی، هغوی چې له دغسې جبره د خلاصون او مزاحمت په هنر نه پوهېږي، ټول عمر یې د نورو پر فکر او شعور د نورو پر پلونو ړوند مزل کړی وي او د خپل مرام او منزل پر ځای ترکستان ته تللي وي؛ ځکه خو باید هر څوک، هره ټولنه او خلک خپل انتقادي شعور خپل کړي، چې د نورو پر ځای خپل ستان ته ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب