داود محظوظ
د بشري سرچینومدیریت ترټولو مهمه وظیفه د شغل تجزیه او تحلیل دی، که موږ په یوه سازمان کې د بشري سرچینو د مسوول په توګه ګومارل کېږو، اولین ګام به مو دا وي، چې وګورو د دندې د تجزیې او تحلیل سند شته که نه؟ او څه وخت بیا کتنه پرې شوې؟
د یادولو ده که څه هم اصلاً دا د شغل تجزیه او تحلیل دی، نه د دندې تجزیه او تحلیل، ځکه دنده (Task) د شغل (Job) یوه برخه ده، د بیلګې په ډول که په یوه سازمان یا شرکت کې زموږ شغل د تدارکاتو مدیریت وي، د دندو په لایحه او د ادارې په پالیسیو او نورو اسنادو کې یاد شغل زیاتې دندې لري لکه: د تدارکاتي پلان جوړول، د اجناسو د خریداري لپاره د نرخونو اخیستل، د لاس لاندې کارمندانو څارنه او نور، خو موږ دلته په پښتو کې ورته د دندې کلمه د دې لپاره کارولې چې شغل عربي دی.
د دندې تجزیه او تحلیل ډیر پراخ او جالب بحث دی خو دلته موږ په لنډ ډول پرې خبرې کوو.
د دندې تجزیه او تحلیل: هغه بهیر دی چې په واسطه یې په یوه سازمان کې یوه دنده په تفصیل او جزیاتو سره بررسي کېږي. د دندې په تجزیه او تحلیل کې د دندې مسوولیتونه، موخه، له نورو دندو سره ددې دندې اړیکه، ددې دندو د ترسره کولولپاره اړین مهارتونه، وړتیاوې او شرایط واضح کیږي.
د دندې د تجزیې او تحلیل برخې:
د دندې تجزیه او تحلیل دوه مهمې برخې لري:
۱.د دندې شرح ۲.د دندې د ترلاسه کولو شرایط
۱.د دندې شرح Job description
د دندې د شرحې لنډیز، د دندې مسوولیتونه او د کار شرایط پکې شامل دي، په ټوله کې لاندې موارد لري:
- .دشغل پيژندنه: چې د دندې عنوان، د سازماني پُست شمیره، د دندې د مستقیم ترسره کوونکې نوم او د دندې رتبه پکې راځي.
- د دندې لنډیز: په لنډ ډول د یوې دندې موخه روښانوي مثلاً: د ادارې د تدارکاتي چارو نظارت.
- د دندو او مسوولیتونو شرح: په یوه شغل کې په شته دندو او مسوولیتونو بحث کوي.
- کاري شرایط: هغه چاپیریال، وخت او امکانات چې پکې کار ترسره کیږي لکه: د ورځې ۸ ساعته کار ترسره کول.
- اداري اړیکې: دلته دا روښانه کیږي، چې د یادې دندې اجرا کوونکی له چا سره کار کوي او چاته راپور ورکوي یعنې د دندې د اجرا کوونکي په اداري اړیکو بحث کوي.
۲.د دندې د ترلاسه کولو شرایط Job specification
دا هغه ځانګړتیاوې دي چې د دندې متصدي یې د دندې د ښه ترسره کولو لپاره باید ولري او ددې شرایطو له پوره کولو وروسته اداره کولی شي هغه و ګماري لکه:
- زده کړې؛
- تجربه؛
- مهارتونه.
د دندې د تجزیې او تحلیل وخت:
هر سازمان خپل وضعیت او اړتیاوو ته په کتو کولی شي یاده چاره ترسره کړي، خو په لاندې څلورو حالاتو کې ډیر اړین دی:
- د سازمان د تأسیس پرمهال؛
- د نویو دندو د ایجاد، پراختیا یا ادغام پر مهال؛
- کله چې د تکنالوژي تغییر د دندو د تغییر باعث شي؛
- د سازماني پُستونو د کموالي/تنقیص پر مهال.
د دندې د تجزیې او تحلیل روشونه:
د دندې د تجزیې او تحلیل لپاره بیلابیل روشونه کارول کیږي چې په هر سازمان کې شته شرایطو ته په کتو کارول کیدلی شي، په ځينو یې دلته لنډ بحث کوو:
- مرکه: د یوې دندې د ترسره کولو لپاره له کارمند څخه د دندو، مسوولیتونو، مهارتونو… په اړه حضوري مصاحبه کیږي او د اړتیا وړ معلومات را ټولیږي، مصاحبه کوونکی(چې هماغه د بشري سرچینو متخصص دی) له مخکې ټاکل شوې پوښتنې له کارمند څخه پوښتي او ددې ترڅنګ نورې اړینې پوښتنې هم کولی شي.
- کتنه یا مشاهده: پدې روش کې کارمندان د کار د ترسره کولو پر مهال مشاهده کیږي او په پایله کې یې د دندې تجزیه او تحلیل ترسره کیږي.
- پوښتنپاڼه: د سازمان غړي د دندې د ترسره کولو په تړاو د اړینو دندو، مهارتونو…. په اړه پوښتنپاڼې ته ځواب ورکوي، د بشري سرچینو څانګه یاد ځوابونه راټولوي او د دندې په تجزیه اوتحلیل کې ترې ګټه اخلي.
- د متخصصانو ناسته: پدې روش کې څو تنه هغه متخصصان(اوسني کارمندان، روزونکي یا کارپوهان) چې ددې دندې په اړه کافي پوهه ولري سره ناسته کوي او خپل نظریات سره شریکوي لکه: په یوه روغتون کې د نوي نرس پُست د تحلیل او تجزیې لپاره د ډاکټرانو، نرسانو اود بشري سرچینو د مسؤل ناسته.
- د پُسټ د تحلیل او تجزيې پوښتنپاڼه PAQ(Position Analysis Questionnaire)
دا د عادي پوښتنپاڼې په نسبت معیاري، علمي او مشخصه پوښتنپاڼه ده. چې معمولاً ۱۹۵ پوښتنې لري او په بیلابیلو برخو کې ترتیب شوې ده لکه: د ذهني فعالیتونو په اړه، د فزیکي فعالیتونو په اړه….
د پورته روشونو پر بنسټ کولی شو په یوه سازمان کې د دندو تجزیه او تحلیل ترسره کړو.
د شغل د تجزیې او تحلیل پړاوونه:
۱.د تجزیې او تحلیل د ترسره کولو هدف ټاکل:
د شغل د تجزیې او تحلیل هدف مو باید د سازمان له ستراتیژیکو اهدافو سره سمون ولري، او بل دا چې دا باید روښانه وي چې آيا تاسو د یوې دندې په امتیازاتو کې بدلون راولئ، آیا په شته دندو کې بدلون راوستل غواړئ او که نوې دندې ایجادوئ؟ یعنې په ټوله کې مو هدف مشخص وي.
نن ورځ د تیر پرخلاف مشاغل د بدلون په حال کې دي او دا اړتیا دا روښانوي چې باید د شغل تجزیه او تحلیل ترسره شي، د تجزیې او تحلیل پواسطه کولی شو د شغل د دندو د نوي کولو له لارې ستړې کوونکې او یو نواخت دندې جذاب تر او د کارمندانو شغلي رضایت ترلاسه کړو.
۲.د هغو دندو پیژندل چې تجزیې او تحلیل ته اړتیا لري:
د هدف او دلیل له مشخص کیدو وروسته دا معلوموو چې کومې دندې تجزیې اوتحلیل ته اړتیا لري.
۳.د تجزیې او تحلیل لپاره د مناسب روش انتخاب:
پدې مرحله کې حالاتو ته په کتو هغه مناسب روش(مشاهده، مصاحبه…) یا بل هر روش ټاکل کیږي چې په استفادې سره یې تاسو وکولی شئ ترټولو دقیق، زیات او مناسب معلومات ترلاسه کړئ.
۴.د وخت او تجهیزاتو تنظیم:
پدې پړاو کې د یادې چارې لپاره یو زماني جدول او د اړتیا وړ وړ تجهزات او وسایل چمتو کېږي لکه، د ناستو لپاره یو مناسب ځای او نورې لازمې آسانتیاوې.
۵.د تجزیې او تحلیل بشپړول:
پدې مرحله کې تجزیه او تحلیل تکمیلیږي، د دندو د شرحې تدوین او نورې چارې ترسره کیږي او له وروستي کیدو مخکې د دندې له اړوند کارمندانو سره د کتنې لپاره شریک کیږي، که بدلونونو ته اړتیا وه نو لازم تغییرات پکې راوستل کیږي او بعداً تأییدېږي.
۶.دوره یې بیا کتنه:
پدې پړاو کې د تجزیې او تحلیل بیا کتنه کیږي او پایلې یې ارزول کیږي.
د دندې د تجزیې او تحلیل له پایلو څخه د ګټې اخیستنې موارد:
د شغل له تجزیې او تحلیل څخه د بیلابیلو موخو لپاره ګټه اخیستل کیدای شي، ځینې یې دادي:
په استخدام او انتخاب کې د دندې له تجزیې او تحلیل څخه استفاده:
له سازمانونو سره مرسته کوي ترڅو د یوې دندې اړتیاوې او لازم مهارتونه په دقیق ډول تعیین کړي او له دې لارې د استخدام بهیر په ښه ډول پرمخ بوځي او په مناسبو مهارتونو سره مناسب کسان جذب کړي.
په کارمندپیداکولو کې د دندې له تجزیې او تحلیل څخه استفاده:
له تجزیې او تحلیل څخه ترلاسه شوي اطلاعات د کارمند پیداکولو لپاره یو لارښود دی، کله چې د بشري سرچینو د برخې مسوولین د یوې دندې لپاره د اړتیا وړ مهارتونو په اړه پوره معلومات ولري نودې ته په کتو یو ښه کارمند پیداکولی شي.
په زده کړه کې د دندې له تجزیې او تحلیل څخه استفاده:
په تجزیه او تحلیل کې ترلاسه شوي اطلاعات د کارکوونکو د زده کړه ییزو برنامو د طرح کولو لپاره بنسټ دی، او یاده برخه پدې پوهیږي چې د کارمند دندو ته په کتو باید ورته کومې زده کړه ییزې برنامې دایرې شي.
د امتیازاتو په ټاکلو کې د دندې له تجزیې او تحلیل څخه استفاده:
کله چې موږ ته د یوه شغل دندې او مسوولیتونه معلوم وي نو د هماغه شغل د امتیازاتو په ټاکلو کې په عادلانه ډول پریکړه کولی شو، مثلاً: د هغې برخې کارمند ته، چې زیات مسوولیتونه لري زیات امتیازات په پام کې نیول کیږي.