جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمتقي له نړیوالو وغوښتل چې بیړنۍ بشري مرستې په اوږدمهالو پراختیايی پروژو...

متقي له نړیوالو وغوښتل چې بیړنۍ بشري مرستې په اوږدمهالو پراختیايی پروژو بدلې کړي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي له ملګروملتو وغوښتل چې د بیړنیو مرستو پر ځای له افغانستان سره د پرمختیايی پروژو لپاره مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت له‌ خبرپاڼې سره سم، امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له نوي استازي جان ایلیف سره په کابل کې وکتل او ویې ویل چې “اوس مناسب وخت دی” چې بیړنۍ مرستې په اوږدمهالو پرمختیايي پروژو بدلې شي. هغه پر بنسټیزو پروژو او بیا رغونه هم ټینګار وکړ، او ادعا یې وکړه چې د هېواد ډېری لویې ستونزې حل شوې دي.

متقي همداراز وویل «اوسني وضعیت د پرمختیايي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره مناسبه موقع برابره کړې. ده.»
هغه د WFP بشري هڅې وستایلې او له دې ادارې یې وغوښتل چې خپل ماموریت یوازې تر بیړنیو مرستو محدود نه کړي، بلکې پراخ یې کړي.

د خبرپاڼې پر اساس، جان ایلیف هم په افغانستان کې د امنیت ښه‌والي تایید کړ او څرګنده یې کړه چې د WFP فعالیتونه د اوسني وضعیت له مخې پراخېدای شي. هغه ژمنه وکړه چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره به همکاري نوره هم پراخه کړي، څو هم بشري مرستې او هم پرمختیایي مرستې پیاوړې شي.

په دې کتنه کې د مرستو د رسولو او همغږۍ د ښه‌والي موضوع هم یاده شوې، او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به نوره نژدې همکاري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب