جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران په یوه اوونۍ کې تر ۷۰ زره ډېر افغانان ایستلي

ایران په یوه اوونۍ کې تر ۷۰ زره ډېر افغانان ایستلي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ایران په وروستۍ یوه اوونۍ کې تر ۷۰ زره زیات افغان کډوال افغانستان ته په زوره استولي دي.

د دغه کمیسیون د شمېرو له مخې، د جولای له ۱۹مې تر ۲۵مې پورې، ټولټال ۷۰،۸۳۰ افغانان له دوو لویو پولو — د هرات ولایت اسلام کلا او د نیمروز ولایت د ورېښمو پل — له لارې ایستل شوي او هېواد ته بېرته لېږل شوي دي.

همداراز، پاکستان هم په همدې موده کې ۲،۶۹۰ افغانان، چې ځینې په زور او ځینې په خپله خوښه، د تورخم، سپین بولدک، او د پکتیکا ولایت د انګور اډې له پولو څخه له خپلې خاورې ایستلي دي.

د افغان کډوالو په ایستلو کې دا چټک زیاتوالی، د نړیوالو بشري سازمانونو د اندېښنو له زیاتېدو سره هم‌مهاله شوی دی. د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي، یان ایګیلاند، روانه اوونۍ وویل چې یوازې په تېرو میاشتو کې له ایران څخه تر ۱.۵ میلیونه ډېر افغانان بېرته راستانه شوي، چې زیاتره یې بې سرپناه، بې ملاتړه، او بې مالي امکاناتو دي.

ایګیلاند په یوه لیکنه کې چې پر ایکسپاڼه خپره شوې، لیکلي:
“دې ستنونو په افغانستان کې د بشري مرستو پر سیستم بې‌سارې فشار راوستی. دا سیستم د سقوط پر درشل کې دی، په داسې حال کې چې حیاتي مرستې کمې شوې دي.”

د ایران چارواکو هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، تر سپټمبر پورې نوی ضرب‌الاجل ټاکلی، او ویلي یې دي، که تر هغه وخته ونه وځي، نیول کېږي او له ایرانه تر ایستلو مخکې جریمه کېږي. د مرستندویه ادارو په وینا، که دا بهیر په همدې ډول دوام ومومي، نو د نړۍ له وړاندې تر ټولو ستر بشري ناورین به لا ژور شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته اړ دي. ښاغلي ایګیلاند له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د جبري ایستلو مخه ونیسي او د افغان کډوالو او کوربه هېوادونو لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب