جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ایران سفارت وايي، ولسمشر یې چمتو دی چې افغانستان ته سفر...

د ایران سفارت وايي، ولسمشر یې چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي

تاند (یکشنبه، د زمريږ اسد ۵ مه) د ایران ولسمشر، مسعود پزشکيان، د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره په خپله لومړۍ غونډه کې پر دې ټینګار کړی چې باید له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې شي، او د افغانستان د سفر لپاره یې چمتووالی وښود.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د شنبې په ورځ، د اسد میاشتې په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې، چې پر ایکسپاڼه کې یې خپره کړې، د ښاغلي پزشکيان له خولې لیکلي:
«د بهرني سیاست لومړیتوب مو باید له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول وي. زه چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیزو.»

د ایران سفارت افغانستان ته د ښاغلي پزشکیان د سفر وخت ته اشاره نه ده کړې او دا هم څرګند نه دی چې ایا پزشکیان په رښتیا هم افغانستان ته د سفر جدی اراده لري او که یې د مثال په توګه ویلي چې له ګاونډیانو سره د اړیکو د لا ښه کولو لپاره حتي حاضر دی چې افغانستان ته هم سفر وکړي.

 افغانستان ته د ایران د ولسمشر د سفر د احتمال یادونه په داسي حال کې شوې چې د ناروې د کډوالو شورا پر اساس، ایران یوازې په څو میاشتو کې یو نیم میلیون افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا (Norwegian Refugee Council) مشر، یان ایګیلاند، ویلي چې په تېرو میاشتو کې له ایران څخه له ۱.۵ میلیونو زیات افغانان بېرته راستانه شوي، چې زیاتره یې په زور شړل شوي او هیڅ ډول امکانات نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب