تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په تېر یو کال کې د افغانستان له هوایي حریم څخه تر ۹۶ زره زیاتې الوتکې تېرې شوې دي.
چارواکو دا څرګندونې د وزارت د کلنیو لاسته راوړنو د تشریح په موخه یوې خبري غونډې ته وکړې او ویې ویل، چې دا شمېرې ښيي په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه شاوخوا ۲۰۰ الوتکې تېرېږي.
د چارواکو په وینا، د افغانستان هوايي حریم خوندي دی او ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د دې هېواد له فضا څخه استفاده وکړي. همداراز، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وزارت د پرمختیايي بودیجې له لارې ۵۵ پروژې تمویل شوې دي، چې د هغو له منځه ۳۴ پروژې نېغ په نېغه یا په غیر مستقیم ډول ۴۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، او ژر به بشپړې شي.
د وزارت چارواکو زیاته کړه چې د ځمکنۍ ترانسپورت په برخه کې هم پرمختګونه شوي، لکه د لنډمهاله سفرونو لپاره ځانګړې اجازې ورکول او د زرګونو باروړونکو موټرو خوځښت اسانه کول، په تېره بیا د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره.
هغوی دا هم وویل، چې د نورو هېوادونو لکه ایران او ازبکستان ته د باروړونکو موټرو انتقال هم اسانه شوی دی.
د نړیوال ځمکنۍ ترانسپورت په برخه کې، افغانستان دا مهال له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران او پاکستان سره ترانسپورتي هوکړې لري.
د وزارت د چارواکو په وینا، په هوايي ډګرونو کې د فریکونسۍ او مخابراتي وسایلو وېش پراخ شوی دی. دا مهال په ټول هېواد کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي او د معیارونو مطابق خدمات وړاندې کوي.