تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) څو ساعته وروسته له هغه چې د «جیشالعدل» وسله والې ډلې غړو په زاهدان ښار کې د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید وکړ، د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان وکړ چې په دې برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.
په راپورونو کې راغلي چې د ټپي شویو کسانو له ډلې د ځینو وضعیت نازک دی. د جیشالعدل ۳ غړي هم د وژل شویو کسانو شمېر ته ور زیات شوي دي.
د ایران د عدلیې د شنبې په ورځ، د زمري ۴مه، تایید کړه چې نامعلومو وسله والو په زاهدان ښار کې د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید کړی دی.
عدلیه دا پېښه «تروریستي» بللې او ویلي یې دي چې په دې برید کې څو کسان ټپیان شوي دي.
د جیشالعدل ډله چې ایران او امریکا یې یوه «ترهګره» ډله ګڼي، د دې برید مسوولیت منلی دی. دغه ډله وایي چې د بلوڅ اقلیت د حقونو لپاره له اسلامي جمهوري نظام سره مبارزه کوي. دوی تر دې مخکې څو ځله له سپاه او سرحدي ځواکونو سره نښتې کړي، او یو شمېر یې وژلي یا یرغمل کړي دي.
وروسته له برید، د سپاه د ځمکنیو ځواکونو د قدس قرارګاه عامه اړیکو په یوه بیان کې وویل چې درې واړه بریدکوونکي وژل شوي دي.
مهر خبري آژانس د «لومړنیو شمېرو» پر بنسټ راپور ورکړی چې پنځه کسان، پرته له بریدګرو، وژل شوي او ۱۳ تنه نور ژوبل دي.
عدلیې په خپل رسمي بیان کې لیکلي:
«نن سهار نا پېژاندو وسلهوالو د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید وکړ، د تعقیب له مخې، نښته په ودانۍ کې پای ته رسېدلې ده.»
تر دې بیان مخکې، د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري آژانس راپور ورکړی و چې له سیمې د چاودنې غږ اورېدل شوی.
فارس لیکلي:
«هممهاله د عدلیې ودانۍ ته نژدې د ډزو غږ هم اورېدل کېږي. ځینې اټکلونه ښيي چې په دې برید کې یو انتحاري بریدګر هم ښکېل و.»
له برید وروسته، ایسنا خبري آژانس راپور ورکړ چې د جیشالعدل درې واړه غړي په چاودېدونکو واسکټونو سمبال وو، او له برید وړاندې یوه د ودانۍ منځ ته لاسي بم وغورځاوه.
«حالوش» وېبسایټ، چې د سیستان او بلوچستان د پېښو راپورونه خپروي، لیکلي:
«د جیشالعدل غړو د زاهدان ښار د آزادي سړک پر غاړه د سیستان او بلوچستان د عدلیې ودانۍ ته له داخلېدو سره سم د نښتې په ترڅ کې یو شمېر امنیتي ځواکونه او پرسونل وژلي او ټپیان کړي دي.»