جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتېر کال د افغانستانو له هوایي ډګرونو ۱۴ زره پروازونه شوي

تېر کال د افغانستانو له هوایي ډګرونو ۱۴ زره پروازونه شوي

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۴مه』د طالبانو ‏د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال د هېواد له هوایي ډګرونو ۱۴زره پروازونه شوي دي.

د یاد وزارت مسئولانو د طالبانو تر واک لاندې د ادارو د لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، تر ټولو ډېر پروازونه د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، دې موده کې له کابل هوایي ډګر ۳۴۰۰ کورني او ۴زره ۲۶۵ پروازونه بهرنیو هېوادونو ته شوي.

سرچینې زیاته کړې چې، یاد وزارت د کابل هوایي ډګر ترمینال پراختیا او نورو هوایي ډګرونو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.

طالبان وایي د دوی له بیاواکمنېدو وروسته کابل هوایي ډګر کې څو مهمې پراختیایي پروژې پلي شوې، چې مساپرو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

‏د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې له ۵۵ پلان شویو پروژو څخه ۳۴ یې وروستيو پړاونو ته رسېدلي، چې په پایله کې نږدې ۴زره کسانو ته پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ښاري ترانسپورت د معیاري کېدو او د نویو تمځایونو او ترمینلونو د جوړېدو لپاره یوازې په کابل کې ۲۱ ځایونه ځانګړي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب