جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهله پرون راهیسې ۲۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

له پرون راهیسې ۲۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۴مه』د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون ويلي، چې له پرون جمعې ورځې راهیسې ۲۰ زره افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي چې ډېری راستانه شوي له ایرانه راغلي دي.

فطرت همداراز ویلي چې افغانستان کې د کډوالو د ستنولو لړۍ په ورځني ډول روانه ده.

بل لورته په تورخم کې د طالبانو له لوري د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر ویلي، چې پاکستان کې زندانې ۳۲ افغانان را خوشې شول.

ګوهر زیاته کړې یاد شمېر کسان پرون جمعه د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شول.

دوه ورځې وړاندې هم ‏د پاکستان له بند خونو ۱۲۲ افغانان را خوشي شوي دي.

طالب چارواکي وایی هغه وایي، په دغو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

طالب چارواکي زیاتوي، چې راخوشې شوو کډوالو له دوو ورځو نیولې تر دریو کلونو په پاکستان کې د بند موده تیره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب