تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۴مه』د ملګرو ملتوتو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د غزې د بحران په تړاو یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
ګوترېش په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې غزه یوازې بشري ناورین نه دی، بلکې یو اخلاقي بحران هم دی.
ګوتریش په غزه کې دا بې مخینی ناورین د نړۍ وجدان ته ستره ننګونه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي، په خبره دا سازمان اماده دی، څو له اوربند په ګټې اخیستنې سره دغلته بشري مرستې پراخې کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې بنیامین نتانیاهو او ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو سره، حماس سره د غزې اوربند خبرې پرېیښې دي.
دواړه تېره ورځ څرګنده کړه چې حماس اوربند او سولې ته لېوال نه دی او مرګ غواړي.
د اسراییل لومړي وزیر وویل، چې اوس به د یرغمل شویو د خلاصون او د حماس حاکمیت د له منځه وړلو لپاره بدیلې لارې انتخاب کړي.
غزه داسې مهال تر بل هر وخت انساني فاجعه تجربه کوي، چې د جګړې له امله د وژل شویو شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي او هره ورځ د لوږې له امله شاوخوا لس ماشومان مري.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې په ګډون یو شمېر هېوادونو غزه کې پر اوربند ټینګار کړی او خلکو ته یې د بېړنیو مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده.